پر ولسواکۍ او د بیان پر ازادۍ برید

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

ټاکنې او د بیان ازادي د ولسواکۍ له دوه هغو مهمو ښېګڼو یا ځانګړنو څخه عبارت دي، چې د خلکو نېکمرغي په کې نغښتې ده، د دوی عزت او حقونه په کې خوندي دي. د دوی  حیثیت په کې ساتلی او د دوی رایې او نظر ته په کې ارزښت ورکول کېږي، ځکه ټول هېوادوال په ټاکنو کې د ګډون او همدارنګه د خپل نظر څرګندولو برابر حقونه لري او دغه حقونه په قانون کې تسجیل شوي دي

.

 

مګر تروریزم چې له لویه سره د وګړو، ارزښتونو، خپلواکۍ او بشریت دښمن دی او تل یې د نظم د ګډوډولو، تباهۍ، بربادۍ، وحشت او وېرې خورولو په موخه خلک په نښه کړي او پر هغوی یې وحشیانه او مرګوني بریدونه کړي دي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او د ټاکنو بهیر په ګډوډلو مرګوني بریدونه وشول چې له امله یې یو شمېر خبریالان او د رسنیو فعالان شهیدان او ټپیان شول.

 

سره له دې چې په دې وروستیو کې په هېواد او خصوصاً په ښارونو کې د  تروریستي بریدونو په پایله کې زموږ یو شمېر هغه هېوادوال چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه یې خپل نومونه ثبتول او یا هم د رسنیو کارکوونکي چې وخت پر وخت یې خلکو ته معلومات ورکول شهیدان او ټپیان شول. د ټاکنو پر منیه والو او د بیان د ازادۍ پر لارویانو برید تصادفي عمل نه و، بلکې دا د افغانستان د دښمنانو پلان شوی عمل او دسیسه ده. دوی غواړي د ټاکنو ملي پروسه ټکنۍ کړي او د دغه ډول وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړي.

 

مګر زموږ هېوادوال چې په ولسواکۍ او د هېواد په راتلونکي باور لري او غواړي چې د همدغې ولسواکې، قانوني او سوله ییزې لارې څخه په استفادې د خپل هېواد او ځان د روښانه راتلونکي په موخه خپل استازي وټاکي.

 

زموږ خلک قطعاً د دې طرفدار نه دي چې د واک د سوله ییز انتقال او انتخاب پرځای د جنګ، تشدد او افراطیت هغه لارې غوره کړي چې له امله یې هېواد ویجاړ او هېوادوال بدمرغه شي، ځکه د کورنیو جګړو بدې خاطرې لا هم زموږ هېوادوالو نه دي هېرې کړي، نو له دې امله دوی غواړي په ټول قوت سره په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي.

 

زموږ هېوادوال اوس د خپلې رایې په ارزښت او دې پوهېږي چې د دوی او د هېواد پر برخلیک او راتلونکي څومره اغېز لري؟ نو له همدې امله د ترهګرو د تهدیدونو، بریدونو او چاودنو پروا نه لري. دوی په پوره لېوالتیا د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو ته ورځي او له خپل دغه مدني حق څخه د استفادې لپاره ځانونه ثبتوي.

 

ټاکنې ځکه مهمې دي چې که ولسمشر او منتخب استازي  د ولس په اراده او خوښه تعیین نه شي، نو د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي. نو ځکه انتخابات لازمي او حتمي دي چې ولس پوه شي چې په خپله ازاده او شفافه اراده او په ازادانه توګه انتخاب کړي.