افغانستان هغه هېواد چې ولس يې له ټوپک سره پيدا، ټوپک سره او په ټوپک يې ژوند ته د پای ټکی اېښودل کيږي. دلته په ټولنه کې ټوپک دومره واکمن دی چې آن خوښي هم د ټوپک پر مټ نمانځل کيږي. دلته د دې تر څنګ چې دښمني او تربګني په ټوپک ترسره کيږي؛ آن خوښۍ هم د ټوپک په زور نمانځل کیږي
په افغانستان کې روان جنګ د ناروا ګټو جنګ دی
ګلرحمن رحماني
جګړه که ولس او هېواد ته تاوانونه لري، ځینو افرادو، ډلو او حلقو ته ګټې هم لری او له همدې امله څلور لسیزی کیږی چی په افغانستان کی جګړه روانه ده . اساسي پوښتنه داده چی دا جګړه د څه لپاره ده ؟ اوګټی یې چا ته رسیږي ؟
که مونږ د افغانستان اوسنی جګړی ته وګورو نو تر ډیره د مشروع ګټو او نیابتی جګړې ته ورته شکل نیولی، ځکه کله چی روسانو په افغانستان باندی یرغل وکړ، نو د دوی اهداف دا وو چی د افغانستان له لاری په منځنۍ اسیا باندی واک او تسلط زیات کړي او په دې برخه کې افغانستان هم تر خپلې سلطې لاندې راولي
جمعیتیان د افغان په نوم امتیاز اخلي، خو تذکره نه اخلي
ګلرحمن رحماني
قانون په ټولنه کې د نظم او ډسپلین د تامین غوره نسخه ده، ځکه د هر چا مکلفیتونه، مسوولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او باید د همغو تعریف شویو حدودو په برخورد کې خپل ځان او چلند عیار کړي. کله چی په یوه ټولنه کی قانون حاکم شی او خلک یی مهمه وګڼي چې مونږ به قانون لومړی په ځان او بیا په نورو باندې عملي کو، نو هغه ټولنه خپله د ارتفاع پوړیو ته رسېږي
افغان سیاست د اشرف غني غوندې، سترسیاستپوه په لاس کې دی
خود کش، بیګانه پرور!
د اجمل ستانکزي په نوم یو زلمي ګوټي پر پاکستان باندې د خپلې غوسې د سړولو لپاره په فیسبوک کې د یوه احساساتي سرلیک لاندې «د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی»، نوردوه درې پراګرافونه ډک کړی او بیا هغه لیکنه د افغان سباوون بریښناپاڼې خوښه شوي او کټ مټ يي خپره کړې ده
د سولې بېساري وړاندیزونه
محمد روښان ښاد
د کابل پروسې کنفرانس په دویمه غونډه کې چې تېره اونۍ په کابل کې ترسره شو، حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې لپاره وسله والو طالبانو ته اوه بېساري وړاندیزونه وکړل. په دغو وړاندیزونو کې د حکومت تعهد او صداقت له ورایه معلومېږي.
سوله الهي امر، د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی، نو له همدې امله د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په موخه پراخه هلې ځلې کوي او له همدې امله طالبانو ته په دې اړه اوه ډېر معقول وړاندیزونه کوي
د طالبانو سکوت بې څه نه دی
اېمل پیاوړی
ملي یووالي حکومت د جوړېدو راهیسې په تېرو درې کالو کې وسله والو طالبانو ته بیا بیا د سولې بلنه ورکړې او د دې لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو وړاندیزونه ورته کړي دي، مګر طالبانو د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه له کوم معقول دلیل پرته رد کړي دي.
مګر وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د حکومت په دا ځلي وړاندیزونو باندې طالبانو سکوت اختیار کړی دی. د طالبانو سکوت دوه ماناوې لرلی شي. لومړی دا چې طالبان په دغو وړاندیزونو رضایت او سولې ته تمایل لري او دا وړاندیزونه په ټوله مانا ورته معقول ښکاري او ورته د منلو
طالبان دې د سولې وړاندیزونه ومني
ګلرحمن رحماني
د کابل پروسې کنفرانس کې چې د ۲۵ هېوادونو او درې نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شوی وو، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه طالبانو ته مشخص وړاندیزونه وکړل. داسې وړاندیزونه چې د اختلاف هیڅ څرک په کې نه لیدل کېږي.
پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي دي ، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولمسشر محمداشرف غنی طالبان د یوه سیاسی ګوند په توګه د رسمیت پیژندلو وړاندیز کوي ، ددی ترڅنګ یې وویل چی (د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي
امرالله صالح، د بغدادي پير په جامه کې!
تېره پنجشنبه د مارچ په لومړۍ نېټه، ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځي مراسمو کې ویلي ول«موږ د جنګ او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالي یوو او د غازي امان الله خان د نابشپړ شوي څپرکي د بشپړتوب لپاره ګډې هڅې کوو. افغانستان موږ ته چا نه دی رابخښلی، موږ په خپلو قربانیو استقلال او ازادي ترلاسه کړې ده»
ولسمشر خپله وینا کې افغان سرتیري او افسران د غازي امان الله خان لمسیان بللي وو
هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي
لیکوال ظریف امین یار
ژباړه: محمد روښان ښاد
(لومړۍ برخه)
امان الله خان د افغانستان اکثره نخبګانو ته د مدرنیزم، روشنګرۍ او وطندوستۍ په الګو بدل شوی دی. امان الله خان د مدرنیزم، روشنګرۍ او د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو بنسټګر و چې په خپل وخت کې یې له جهل، ناداني، بې سوادي او بهرنیو عناصرو سره مبارزه وکړه او د افغانستان تاریخ کې یې یوه فوق العاده دوره له ځانه پرېښوده. سره له دې چې هغه د خپلو خوبونو په عملي کولو کې پوره بریالی نشو، اما په افغانستان کې یې مدرنیزم، روشنګرۍ او ازادي غوښتنه بنسټي کړه. د امان الله خان د څپرکي نیمګړي پاتې کېدل د افغانستان د ټولنې د تکامل لوی ماتې وه.
هغه تیورېسن چې غواړي دامان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي
ژباړه: محمد روښان ښاد
(دویمه برخه)
د افغانستان تیورېسن داسې لوی خوبونه لري چې ځینې یې غیر عملي معلومږي، اما کله چې عملي حل لارې ورته تجویز کوي او هغه خوب په حقیقت بدلوي زیات باورونه جلبوي. هغه غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي او سیاسي اتصال په نقطه بدل کړي. هغه یو رومانتیک او ریالست دی چې د غره غوندې پر ځان باور لري. هغه لېوال دی د اقتصاد له لارې د سیاست ګټونکی شي. هغه اقتصادي او سیاسي لید لري چې په ډېرو مواردو کې یې ملموسې پایلې هم لرلې دي
هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي (وروستۍ برخه)
ژباړه : محمد روښان ښاد
د ادارو نوي کولو پروګرام او د محلي ادارو انسجام موثر اقدامات دي. د مالي مدیریت او د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره د ښه نظام جوړول او همدارنګه د څارنې د لازمو میکانیزمونو ایجاد د سیمه ییزه ارګانونو ادارې ښې برنامې ګڼلی شو.
ځکه تصمیم د معلوماتو د کیفیت پر بنا نیول کېږي او د احصایې مرکزي اداره کې ریفورم لازمي وو. اوس له نېکه مرغه د احصایې مرکزي اداره توانېدلې لازم اصلاحات راوړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان لپاره د باور وړ معلوماتو تولید ادارې باندې بدلېږي.