محمد بشیر یوسفزوی
د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له څو کلن ځنډ، خنډونو او جنجالونو وروسته حکومت د اساسي قانون د حکم مطابق بالاخره د دغو تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه. دغه تذکرې به د افغانستان لپاره څو اړخیزې ګټې ولري. تر ټولو مهمه ګټه یې امنیتي موضوع ده چې ورسره جوخت به د جرایمو کچه راټیټه شي