عبدالملک پرهیز
کله چې د امریکې متحده ایالتونو له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه په افغانستان کې د سیاسي او پوځي بدلونونو نښې نښانې له ورایه څرګندې شوې. دا بدلونونه هم دننه په هیواد او هم له هیواده بهر احساسېدل. د خطر زنګ ډیر کلونه دمخه وهل شوی ؤ ، ان هغه وخت چې اوباما د امریکې ولسمشر شو ، په واشنکتن کې د افغانستان په اړوند ، د سیاست بدلون په ډاګه شوی ؤ .