عبدالاحمد فیض
موضوع شناخت دولت از سوي دولتهاي ديگرازمباحث بنيادي درحقوق بين المللي معاصر پنداشته ميشود، زيرا دولتهاست كه بمثابه عاليترين شخصيت درحقوق بين المللي به نمايندگي ازملتهای خویش نظام بين المللي راشكل ميدهد.
عبدالاحمد فیض
موضوع شناخت دولت از سوي دولتهاي ديگرازمباحث بنيادي درحقوق بين المللي معاصر پنداشته ميشود، زيرا دولتهاست كه بمثابه عاليترين شخصيت درحقوق بين المللي به نمايندگي ازملتهای خویش نظام بين المللي راشكل ميدهد.
لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اکټوبر له ۷مې څخه ۲۰ کاله وړاندې امریکا د صلیبۍ نړۍ په مشرتابه په ګران افغانستان د انساني تاریخ تر ټولو وحشیانه، جنایتکارانه، ظالمانه او بې رحمانه یرغل وکړل.
داسي یرغل چې د افغانانو د هویت او ارزښتونه د سپکولو هڅه یې وکړه،
لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اکټوبر له ۷مې څخه ۲۰ کاله وړاندې امریکا د صلیبۍ نړۍ په مشرتابه په ګران افغانستان د انساني تاریخ تر ټولو وحشیانه، جنایتکارانه، ظالمانه او بې رحمانه یرغل وکړل.
داسي یرغل چې د افغانانو د هویت او ارزښتونه د سپکولو هڅه یې وکړه، اشغالګرانه سیاستونو یې پلې کړل،
عزیز الله سراج الدین
تولو ته څرګنده ده چی د اسلامی امارت هغه اول وقت کی چی د امریکا په وړاندی د جهاد غږ راپورته کړ او مسلحانه مبارزی ته مخه کړه د ورستی کالونو په تناسب یی د مجاهدینو شمیر کم وه ، د بن له کنفرانسه راولاړشوي حکومت د جوړیدو ورسته د جنګسالارانو او پخواني بګیل شویو قوماندانانو پاټکیانو بیرته راتګ د دولت چوکات ته او دهغوی له لوری نا خوالي کول
عبدالصمد ازهر
امروز مصادف است با ۷ اکتوبر، روزی که در آن جورج بوش پسر، بیست سال قبل به بهانه انتقام از حوادث ۱۱ سپتمبر، به جای عربستان و پاکستان، افغانستان را به مثابه نقطه ضعیف و آسیب پذیر هدف تجاوز نظامی در جنگ جدید صلیبی قرار داد.
نوشته ازبصیر دهزاد
حمله انتحاری در مسجد اهل تشیع در کندز ، طرح یا تطبیق کنوانسیون منع کشتار جمعی یا نسل کشی
انفجار خونین در کندوز و ارتکاب جنایات دیگر تروریستی و انتحاری در بین هموطنان هزاره ما و پیروان اهل تشیع را میتوان در حکم جینوساید ( کشتار جمعی یا نسل کشی ) تعریف نمود.
نویسنده : م.ک.بهادراکمار»Kumar Bhadra.K.M .»
منبع وتاریخ نشر : آسیا تایمز »17-10-2021 »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
بقیه در ضمیمه
د انجونو د زده کړې په اړه د مور ميری سلوک، او که جهالت ته د يو قشر ټېله کول؟
محمد اسماعيل (عندليب)
دوه مياشتې او څلور ورځې بشپړې شوې، چې پخوانی حکومت ړنګ، او واکمني طالبانو تر لاسه کړې، طالب مشرانو په لومړي سر کې ويلي و، چې د حکومتدارۍ ټولو خواوو ته به پوره پاملرنه وکړي، خصوصاً د زده کړې برخې ته به متوجه و اوسي.
د اوسني ضعيت په هره برخه کتاب کتاب خبرې کېدای شي، خو زده کړه بيا تر ټولو مهمه ده، امارت له پخوا څخه هم د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيونونه درلودل، تمه وه چې د پوهنې او زده کړو په برخه کې به ډېر عاجل اقدامات وشي، ځکه علماء تر ټولو زيات ټينګار په علم کوي.
سمه ده، چې حکومت نوی شوی، حوصله پکار ده، خو تر هغه وخته چې پلان ګذاري وي، د اقداماتو تاثيرات وي، کارونه د بهبود پر لور روان وي، بيا کېدای شي، چې وضعيت په اسانۍ درک کړای شي، خو که تېروتنې ولېدل شي، نو بيا د حوصلې او انتظار خبره غلطه ده.
د لوړو زده کړو وزير صيب څرګندونې مو اورېدلي دي، د کابل پوهنتون په رياست کې بدلون مو ولېد، د خصوصي پوهنتونونو لپاره د پلان پر جوړېدو کار روان دی، خو طرحه يې نه شته، خو له پوهنتون راښکته د لومړنيو زده کړو برخه کې بيا ستونزې خورا زياتې دي.
زه چې خپله د اولادونو پلار او زده کړو ته يې بشپړه توجه لرم، وينم چې د ښوونځيو زده کوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، پخواني حکومت د افغانستان د حالت په نظر کې نيولو پرته د ښوونځيو لپاره ناسم نصاب جوړ کړی و، خو بياهم په تېرو شلو کلونو کې زده کوونکو تر يو حده سفر کړی و، له تېرو دوه کلونو راهيسې د کروناله کبله دا سفر هم ټکنی او ځنډنی شو، او کله چې د اشرف غني حکومت نسکور شو، نو زده کوونکي لا پسې شاړ شول.
که د دوه کلونو په موده کې يو زده کوونکی د يوې مياشتې په اندازه سبق هم ونه وايي، او بيا له يو ټولګي بل، او له بل څخه بل ته بريالی شي، ايا بيا يې راتلونکي ته څومره تمه درلودلای شو؟
دا يو بیل بحث دی؛ خو زه غواړم د انجونو د زده کړې په اړه لنډې خبرې وکړم، نوي حکومت په لومړي سر کې اعلان وکړ، چې انجونې دې ښوونځيو ته نه راځي، څو اونۍ وروسته يې اعلان وکړ، چې تر شپږم ټولګي پورې انجونې ښوونځيو ته تللای شي.
تېره اونۍ مو واورېدل چې په ځينو شمالي ولايتونو کې تر دولسمو ټولګيو پورې د انجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانيستل شوي، او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د ياد سمت په ځينو نورو ولايتونو کې هم د انجونو پر مخ د ښوونځيو د بشپړ پرانيستل کېدو خبر ورکول شوی دی، خو په نور هيواد کې د هيچا خوله هم نه پرانيستل کيږي، چې ولې انجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکول کيږي؟
که منطقي وغږېږو، نو هغه ولايتونه چې په کې انجونو ته تر دولسمو ټولګيو د زده کړې اجازه ورکول شوې، ساړه ولايتونه ده، لکه بدخشان، زموږ هيواد چې دوه تعليمي موسمونه لري، او اوس چې سوړ ژمی را روان دی، ژر به په يادو ولايتونو کې ښوونځي رخصت شي، خو له بلې خوا په تودو سيمو کې چې په ژمي کې به هم ښوونځي پرانيستي ي، لکه ننګرهار، هلته بيا انجونې اجازه نه لري، چې ښوونځي ته ولاړې شي.
عقلاً د دې دامعنی ده، چې په سړو سيمو کې به انجونې نهايت دوه مياشتې سبق ووايي، خو په تودو سيمو کې به بيا انجونې څو مياشتې له سبق بې برخې وي.
نو که چېرې حکومت تګلاره او قانون جوړوي، هغه د ټول هيواد لپاره وي نه د يوې سيمې لپاره، او بايد په يو وخت کې نافذ شي، او که چېرې داسې نه وي، نو بيا پوښتنه کيږي، چې اوسني واکمن څه ډول په ځينو سيمو کې د زده کړو دروازې پرانيستې او په بله کې بندې ساتي.
که په لنډو ټکو کې ووايم، په تېرو شلو کلونو کې پښتون ميشتو سيمو کې په مسلسل ډول جګړې وې، او نه يوازې د پخواني حکومت بلکې د بهرنيانو لخوا هم پښتانه د تروريست بودن په تور تر ګوزارونو لاندې وو، اوس چې يوازې امن په نظر کې نيسو، او خوښي کوو، بيا هم پښتون ميشتې سيمې له تعليم څخه بې برخې کيږي.
سوال داپېداکيږي، چې د افغانستان دتعليمي نظام او په ځآنګړي ډول د انجونو د زده کړې سره مسخرې روانې دي، که واکمن وضعيت نه شي درکولای، پوهيږي نه، او که قصداً د پښتون ميشتو سيمو وګړي له زده کړو او پرمختګ لرې ساتل کيږي، دلته بيا په ناديده ډول کومه بهرنۍ اجنډااو څوک پر مخ وړی؟
که په واقعيتونو وغږېږو، نو پخوا دا ګيله وه، چې غير پښتانه واک زيات لري، او پښتون د حکومت لخوا ډبول کيږي، خو د اوسني حکومت ډيری مشران بيا هم پښتانه دي، البته انجونې د دوستم د کلي ښوونځي ته روانې دي، او د ملابرادر صاحب د کلیوالې بيا هم په کاله ناستې دي.
ګيله دا نه ده، چې ولې د يوې سيمې انجونې زده کړې پر مخ وړي، ګيله دا ده چې د بلې سيمې ولې محرومې دي؟
نيوکه دا نه ده، چې ولې يو چاته اجازه ورکول کيږي، بلکې نيوکه دا ده چې همدا جازه ولې بل ته نه ورکول کيږي؟
پوښتنه دا نه ده، چې داسې قانون ولې جوړ شوی، پوښتنه داده چې ولې داقانون نيمګړی دی، يا يوازې د يوې سيمې لپاره دی؟
له اوسنۍ ادارې غواړو، چې که نورو برخو کې وخت غواړي، نو هغه به داسې چارې وي، چې وروسته يې جبران کېدای شي، خو چې د زده کړې وخت تېر شي، هغه نه جبران کيږي، بايد عاجله پاملرنه ورته وشي، موږ په ټول هيواد کې انجونو ته د شريعت په رڼا کې د تعليم غوښتونکي يو، او که دا توپيري چلند همداسې روان وي، نو دابه قصدي عمل وبلل شي.
2021-10-19
عبدالصمد ازهر
امروز سراج الدین حقانی با تقدیس انتحار و بزرگداشت از جنایاتی که در طول بیست سال از جانب انتحاریان ارتکاب گردیده بود، بازمانده گان شان را با توزیع تحفه ها و تعهد توزیع زمین نوازش کرد. در نگاه وی ده ها هزار قربانیان مستقیم و صدها هزار قربانیان غیر مستقیم این جنایات سنگین، ذره یی اهمیت نداشت و از یتیمان و بیوه های آنها نیز حیا نکرد.
بمناسبت ۷۶ مین سالروز تأسیس سازمان ملل متحد
جلالتمآب انتونیو گوتیرش، سر منشى سازمان ملل متحد در ۲۱ سپتمبر سالجارى در هفتادوششمین مجمع عمومی این سازمان در خطاب به رهبران جهان گفت که :
« در مقابل بزرگترین بحران عصر کنونی "بیدار" شوند ! »
و افزود