په داسې حال کې چې حکومت حکومت د خپلې اوسنۍ مودې د غځولو په لټه کې دی؛ د ولسمشرۍ ځينې نوماندان وايې چې د جوزا له میاشتې وروسته د ملي یووالي د حکومت عمر پای ته رسېږي او باید بل حکومت ته واک وسپاري. دوی وايي، پر یوې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د جوزا له لومړۍ څخه یو بل څوک د ولسمشر محمد اشرف غني ځای ونیسي او نظام اداره کړي.