محمدبشیریوسفزی

په دې کې شک نشته چې د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغانستان سره په هره برخه کې بېدرېغه او سخاوتمندانه مرستې کړې دي او لا هم د مرستو دغه لړۍ ادامه لري چې افغان حکومت او افغانان د دوی منندوی دي، مګر د دې باوجود هیچاته هم په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې او مداخلې اجازه نه ورکوي.

په داسې حال کې چې د سولې مشورتي جرګې د ګډونوالو مشخص کيدو لپاره په ولايتونو کې ټاکنې روانې دي او ټاکل شوې چې د روان کال د ثور په نهمه نېټه دايره شي؛ د ولسمشريزو ټاکنو يو شمېر نوماندانو سر له اوسه له دغې جرګې سره د پرېکون ګواښ کړی او دا يې د ولسمشر غني لخوا ټاکنيز کمپاين بللی دی.

محمدبشیر یوسفزوی

 

ولسمشر غني له بېلابېلو اقشارو سره د کتنو او ولایتونو ته د سفرونو پرمهال چې کله له هغوی څخه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اوري، نو په پای کې یې ورته سپارښتنه دا وي چې خپلې غوښتنې او ستونزې دې له حل لارو سره یو ځای د طرحې په بڼه په ګډه سلا ترتیب او د حل لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

مطیع الله سحر

 

له تېر کال راهيسې د افغان سولې لپاره د نړۍ هر هیواد کوشش کوي چې د ولسمشر غني د سولې برنامې په ملاتړ افغانستان ته  تل پاتې او باعزته سوله راولي. او له دغه روان کرغېړن حالت څخه افغانان نور وژغوري. خو یوازې پاکستان چې د افغانستان تر ټولو نيږدې هیواد دی نه غواړي چې افغانستان ته سوله راشي او افغانان په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

محمدروښان ښاد

افغان حکومت د ولسمشر غني په مشرۍ هڅه پیل کړې چې د دوحې راتلونکې غونډې ته افغان سیاسیون سره یو لاس کړي. د دوی تر منځ د نظر وحدت ایجاد کړي. د طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي سره د بحث لپاره د افغانستان سرې کرښې هغه چې هیڅ بحث ورباندې نشي کېدای تشخیص او تعریف کړي او همدارنګه د ټولو په ګډه سلا دوحې ته تلونکي کسان مشخص کړي.

اېمل پیاوړی

د وسله والو طالبانو او پاکستان د اړیکو په لرلو کې اوس هیڅوک هم شک نه لري او ټولې نړۍ عملاً ولیدله چې پاکستان د وسله والو طالبانو علني ملاتړ کوي، ځکه د ابوظبۍ او دوحې ناستو ته وسله وال طالبان او د دوی استازي له پاکستان څخه په پاکستاني طیارو کې پر پاکستاني پاسپورتونو ورغلل. اوس له ولس سره دا پوښتنه ده چې طالبان او پاکستان یو تر بله څه اړیکې سره لري؟

محمدبشیر یوسفزوی

د څلورو لسیزو جګړو ځپلی افغانستان په لومړي قدم کې د افغانانو د ټولو اړخونو او اقشارو، په دویم ګام کې د ګاونډیانو، په دریم ګام کې د سیمې، په څلورم ګام کې د اسلامي هیوادونو او همدارنګه د امریکا، اروپا، نړیوالې ټولنې او ټولو هیوادونو او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

 

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ارګ پرله پسې ناستې بې نتیجې شوې، بالاخره د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې سیاستوال را ټول، پریکړه وشوه چې قطر ته به د حکومت له استازو پرته ځي. پر حکومت پړه اچول کیږي، چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې د ځنډ هڅې کوي،

محمدبشیر یوسفزوی

 

سوله د ټولو غوښتنه ده او ټول یا له زړه او یا هم په خوله د سولې چیغې وهي، خو ډېر لږ کسان بیا ممکن د سولې قېمت ته چمتو شي. په لومړي سر کې سوله له سیاسیونو څخه دا قرباني او قېمت غواړي چې دوی باید خپلې شخصي ګټې هېرې کړي او د تلپاتې سولې د تامین لپاره ملي ګټې محترمې وبولي.

محمدروښان ښاد

 

افغان او د اسلامۍ نړۍ دیني جیدو علماو په ډېر صراحت سره په افغانستان کې روانه جګړه طغیان او فتنه وبلله او په جګړه کې ښکېلې خواوې یې سولې ته راوبللې. د علماو د متفقې فتوا ګټه دا وه چې د جنګ لیکې یې کمزورې کړې. له وسله والو طالبانو یې د جنګ انګېزه او مشروعیت واخیست او ډېری وسله والو طالبانو چې له خپلو مشرانو څخه د یادې فتوا ځواب وغوښت، نو هغوی یې پر وړاندې لاځوابه پاتې شول.

محمدبشیر یوسفزوی

 

سره له دې چې تېر کال افغان جیدو دیني علماو او د اسلامي نړۍ علماو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه مردوده او فتنه وبلله او له همدې امله یې له وسله والو طالبانو د جګړې مشروعیت واخیست. د دوی انګېزه یې کمزورې او روحیه وځپله. عمومي باور دا وو چې وسله وال طالبان به نور له وحشت، ترور ،

زیاتې مقالې …