ژباړه. عبدالملک پرهیز
دونالد ټرمپ د زلینسکي هغو څرګندونو ته چې وایي "دونالد ټرمپ د پوتین د تبلیغاتو له اغېزې لاندې دی"، په یو ټویټ کې له غوسې ډک غبرګون ښودلی دی:
"فکر وکړئ، یو نسبتا بریالی کومیډین – ولادیمیر زلینسکي متحده ایالاتو ته قناعت ورکړ چې ۳۵۰ میلیارد ډالره په داسې جګړه کې ولګوي چې بریا ته یې رسولی نه شي، داسې جګړه چې هیڅکله باید پیل نه شوی وای، داسې جګړه چې زلینسکي یې پرته له متحده ایالاتو او «ټرامپ» حلولی نه شي.
متحده ایالاتو په دغه جګړه کې د اروپا په پرتله ۲۰۰ میلیارد ډالره زیات لګولي دي.
د اروپا پیسې ضمانت شوي یانې پور دي، خو متحده ایالات به د خپلو پیسو په بدل کې هیڅ ترلاسه نه کړي ځکه جو بایدن ویده ؤ او د اروپا سره د لګښت برابرولو غوښتنه یې ونه کړه.
دا جګړه زموږ یانې امریکا په پرتله د اروپا دپاره خورا مهمه ده. موږ له اروپا څخه د یو لوی او ښکلي سمندر په وسیله جلا شوي يو...
زلینسکي اعتراف کوي چې نیمی هغه پیسې چې موږ ورته لېږلې وې «ورکې» دي. هغه له ټاکنو څخه ډډه کوي، او په نظر پوښتنو کې د هغه (زلینسکي) علاقه مندان ډېر لږ دي، او یوازینی څه چې هغه (زلینسکي) په کې په کې تکړه دی، د بایدن سره لکه د موسیقي د آلې په توګه لوبې کول دي. له ټولټاکنو پرته دیکتاتور – زلینسکي باید ډېر ژر د سولې په لور حرکت وکړي، که نه په بشپړه توګه به هیواد له لاسه ورکړي.
موږ په بریالیتوب سره د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خبرې کوو، هغه کار چې ټول یې مني چې یوازې «ټرمپ» او د ټرمپ حکومت یې ترسره کولی شي.
بایدن هېڅکله هڅه ونه کړه؛ اروپا د سولې په راوستلو کې پاتې راغلې ده او زلینسکي شاید غواړي دا دغه بې زیاره ګټې تر لاسه کولو ته دوام ورکړي. اوکراین زما خوښ دی، خو زلینسکي یوه ویرونکي کار ترسره کړی دی. د هغه هېواد ړنګ شوی دی او میلیونونه خلک بې ځايه وژل شوي دي او دا کار لا هم روان دی ."
د زلنسکي څرګندونو ته د دونالډ ترامپ سخت غبرګون
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode