په سعودي عربستان کې د اوکراین اړوند خبرې اترې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

تبصره

په سعودي عربستان کې د اوکراین د سولې اړوند ، د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمینځ خبرې ترسره شوې، اوکراین د جګړې د یو لوري په توګه په دغه خبرو اترو کې ګډون نه درلود  یا ورته د ګډون اجازه ور نه کړای شوه.

دواړو خواوو د خبرو په پاي کې دغه خبرې اترې ګټورې او مثبتې و بللې او د هغې د دوام غوښتنه یې وکړه.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي چې سعودي عربستان ته د سفر په حال کې ؤ په ترکیه یې دغه هیواد ته خپل سفر لغوه کړ .

د خبرو اترو د لارې پلان داسې شوی چې لومړي باید لومړی د اوکراین او روسیې ترمینځ اوربند وشي. تر اور بند وروسته په اوکراین کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شي.  او تر ټاکنو وروسته روسیه د نوی دولت سره  چې د ټاکنو په پایله کې رامینځ ته کېږي، د ټینګې او دوامداره سولې دپاره خبرې پیل شي.

داسې ښکاري چې اوکرایني اړخ ددغه پلان مخالف دی.

اوکراین غوښتنه کوي چې تر هر اوربند دمخه باید اوکراین ته امنیتي ضمانتونه ورکړی شي. او د ناتو پوځونه د جګړې په بیلونکې کرښه کې ځای پر ځای شي.

دا هغه څه دي چې روسیه یې منئ او ورسره مخالفت کوي، د روسیې له نظره د جګړې دلیل د روسیې پلو ته د ناتو نژدې کیدل دی

ولې زلنسکي له دغه پلان سره موافقه نه لري؟

د پورته پلان څخه د زلنسکي ډار له دی امله دی چې د اوربند په پایله کې په اوکراین بېړنی جګړه ایز حالت پای ته رسیږي، د جګړیز حالت له امله ټول اوکراینیان چې د جګړې وړتیا لري اوس مهال له اوکراین څخه د وتلو اجازه نه لري. او د اوکراین دولت ټول وړ کسان د جګړې ډګر ته استوي. که بېړنی حالت پای ته ورسېږي  نو اکثریت اوکراینیان چې د جګړې وړتیا لري او باید په جګړه کې ګډون وکړي،  له اوکراین څخه به ووځي او دا کار به د اوکراین جګړه ایز ځواک بیخي کمزوری کړي.

په ټاکنو کې زلنسکی د بري هیڅ چانس نه لري نو په دې ډول به زلنسکي او ډله یې د واک څخه ګوښې شي، کوم څه چې د روسي اړخ غوښتنه ده. روسې اړخ  له زلنسکي سره خبرې اترې نه غواړي ځکه هغه غیر قانوني ولسمشر بولي چې د ولسمشرۍ دوره یې لا پخوا پای ته رسېدلې ده.

د ویلو ده چې د اوکراین د جګړې په سلو کې ٦٠ د امریکې له خوا ورکول کېږي. که دغه مرسته بنده شی نو د اوکراین راتلونکې څرګنده ده چې په کوم لور ځي؟!.