د ملي بيرغ ملاتړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
هیوادوالو!
ملت ته د سکوت مشورهمه ورکوئ، نظام اوحاکم
د اصلاح کوشش وکړی!
زه د اسلام دین، شرعي نظام، د حدودو د تطبیق او په ټوله کچه د اسلام او ایمان د اساساتو ملاتړی یم. خو دهیواد د ارزښتونو په کلکه دفاع کوم.
زه یوازی د ملي بیرغ ملاتړ، دفاع او ننګه کوم، ستاسی نیکی مشوري او د سکوت لپاره پیغامونه راورسیدل... له خواخوږي، مشورو او نیکو پیرزوینو نړی مننه کوم.
زه په افغانستان کې د نظام ملاتړی یم، که جمهوریت وي، که امارت وي، که بل هررنګ نظام چې ملت پری مشوره وکړي او پری صلاح شي، خو د ملي بیر غ پرسر هیڅ راز مشوره نه منم.... ملي بیرغ زمونږ مشترک ارزښت دي، له محراب، منبر، الله اکبر او د توحید له کلمي یی دفاع کوم.
ملي بیرغ په وړاندی ماته مشوره مه راکوئ، حاکمانو ته يې ورکوئ، ولس مه چوپ کوي، چوپتیا د سبا ناورین نښه وي، حاکمانو ته مشورت، توصیه او د حسن سلوک لاره وښایاست.
زه که امارت وي، که جمهوریت، که شاهی او که مشروطیت او دیکتاتوري، پکښی ملي بیرغ رپانده غواړم، باقي د چا د سیاسي چیغو ملاتړ نکوم.
زمونږ غوښتنه له طالبانو یوازی ملي بیرغ رپانده ساتل دي، باقی که امارت راولي او که بل نظام ورسره ستونزه نلرو...
شرعیت، اسلام، لااله الا الله محمد رسول الله، الله اکبر، محراب اومنبر ته مو کلونه قربانی ورکړي او لا نور مو هم دوام ورکوو.
د اعلا کلمه الله سرتیری یو! او سر مو له خپل دین او هیواد قربان.
زه ویاړم چې افغان، مسلمان او مومن یم.
خپل ملي بیرغ په خپل هیواد او د اسلام کلمه په ټوله نړي رپانده غواړم.
ځوانانو!
خاموشي مه کوئ، خو د سیاست ښکار نشی، زه یوازی ملي بیرغ رپانده غواړم اوبس. باقی چیغو او نارو ملاتړ نکوو...
د ګناهکار، فاسد، ظالم، جابر، خایین او قطاع الطریقه کسانو په وړاندی د شرعي حدودو د تطبیق په سمه توګه ملاتړ کاوو، خو دطالبانو خودسریو، په خپل سروژنو، په عام ولس د مرمیو د باران د دریدلو غوښتنه کوو.
د هر افغان په وینه کې اسلام او هیواد مینه شته دي.
...
د یو ملت، یوامت او یوهیواد په هیله!
درنښت
غلام مصطفی بیدار