کوڼ پاچا، غل وزیر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شرف الدین کاکړ

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو څه باندې دری کاله په تېرېدو دي، خو ولسمشر غني په دغه موده کې کوم ظلم چې له افغان ولس، په ځانګړې توګه د هېواد له معصومو اطفالو سره کړی، د افغانستان په تاریخ کې بل چا دومره لوی وحشت نه دی کړی.

ځینې انسانان د خلکو روح اخلي، وحشت کوي؛ خو یو شمېر نور بیا نه یوازې چې د خلکو روح اخلي، بلکې د هغوی راتلونکی نسل د تورو تیارو خوراک ګرځوي چې ښه بېلګه یې د ملي وحدت تر نامه لاندې د تپل شوي حکومت د معارف نظام ګڼلی شو. کوم خیانت چې په تېرو درېیو

کلونو کې د هېواد د معارف له نظام سره شوی، هیټلر له خپل قوم سره نه دی کړی.

په تېرو درېیو کلونو کې په پرله پسې توګه ګڼو کورنیو او بهرنيو بنسټونه د افغانستان د معارف په اړه څېړنې کړې دي. د افغانستان د معارف نظام یې تر ټولو بې کفایته، مریض، مفسد او متعصب نظام ګڼلی دی، خو لا هم ولسمشر خپل غوږ نه دي ګرولي او فکر کوي چې هر څه سم روان دی.

غني دې د پوهنې په اوسني نظام وشرمېږي، غني دې د افغان ولس په ځانګړې توګه د هېواد د جنوبي ولایتونو غږ واوري، غني دې د زابل ولایت د معصومو اطفالو چیغې واوري. د زابل ولسونه دا مهال په تورو تیارو کې ژوند کوي، ښوونځي یې پر مخ تړل شوي، په تېرو دېیو کلونو کې په ټول زابل ولایت کې یو ښوونځی نه دی جوړ شوی، په دغه ولایت کې ښوونکو ته معاشونه په وخت سره نه رسېږي، لا هم ښوونکو د شپږو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.

د زابل د یوه اوسېدونکي په حیث به ولسمشر ته زارۍ وکړو، چې نور  پښتون نسل مه تباه کوه، پښتانه له یوې خوا د جګړې په ډګر کې قربانۍ ورکوي او له بلې خوا یې راتلونکي نسلونه د تورو تیارو خوراک ګرځي.

د معارف شعار مو دی: (پوهنه رڼا ده) خو زه وایم چې زابل کې پوهنه رڼا نه بلکې توره تیاره ده. د زابل او په ټوله کې د لوی کندهار پر ولسونو ورحمېږه، که نور نه شې کولی حد اقل خلاص ښوونځي خو د زده کوونکو پر مخ مه تړه، ښوونکو ته خو په وخت سره معاشونه ورسوه.

د یوه فرد په توګه له ولسمشر څخه هیله کوم چې د پوهنې بې کفایته، غل او متعصب وزیر نور موږ ته د منلو نه دی او ژر تر ژره یې د ګوښه کېدو غوښتونکي یو. دغه مریض یو کال وړاندې د ولس د استازو له خوا بې واکه شوی، خو لا هم پر خپل ځای ناست او د معصومو اطفالو حقوقو ته یې ګونډې وهلې دي.