له امریکا سره سوله او له افغانانو سره جګړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

د وسله والو طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ابوظبۍ او دوحه کې څو ناستې وکړې چې یوه ناسته یې ان تر شپاړس ورځو پورې وغځېدله.

د دغو دواړو ډلو تر منځ د سولې په نامه پیل شوي مذاکرات د تړلو دروازو تر شا ادامه لري، دېته هم ولس اندېښنه لري او هم ورته یو څه خوشبین دي. اندېښنه یې په دې ده چې دوی وېرېږي، هسې نه چې د امریکا متحده ایالات د یو جوړجاړي له لارې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او افغانستان یو ځل طالبانو ته تسلیم کړي او خوشبین په دې دي چې ممکن د سولې د دغو مذاکراتو د بریالي کېدو په پایله کې افغانستان له سولې څخه برخمن شي.

بل لورته ولس دېته فکر وړی دی چې وسله والو طالبانو په تېرو اتلسو کالو کې د امریکا پر وړاندې د جهاد په نامه لسګونه زره افغانان شهیدان او ګڼې کورنۍ بدمرغه کړې، مګر اوس له امریکا سره د سولې مذاکرات کوي او له افغان دولت او افغانانو سره د سولې له مذاکراتو څخه ډډه کوي. له دې څخه معلومېږي چې وسله وال طالب نه پرون د خدای د رضا لپاره جنګېده او نه هم نن جنګېږي وسله وال طالب د کرایي جګړه مار په توګه د نورو له لوري د افغانانو وژلو او بدمرغه کولو ته ګومارل شوی دی او په ډېر صداقت خپلو بادارانو ته دغه د افغان وژنې پروژه پر مخ بیایي.

تر بل هر وخت افغانانو او نړیوالو ته د طالب اصلیت او ماهیت په ډاګه شوی دی او ټول په دې پوهېږي چې وسله وال طالبان د پاکستان نیابتي جنګیالي دي چې د دوی په اشارو او لمسون ناڅي او پاکستاني مقامات او ای ایس ای چې څه ډول برنامه او پلان ورکوي نو وسله وال طالبان یې عملي کوي. وسله والو طالبانو په خپلو وحشتونو سره د اسلام مبارک دین ته سخت زیان رسولی دی او خلکو ته یې دا پلمه په لاس ورکړې چې د مبارک دین په ضد تبلیغات وکړي .

افغانان د سولې غوښتونکي دي او په همدې خاطر یې بار بار د سولې غږ جګ کړی او د حکومت له لوري یې چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي وسله والو طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو له لوري د سولې بلنه ورکړې او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې د جنګ او وحشت پرځای دې د سولې لاره اختیار کړي، د خپلو خلکو له وژلو دې لاس واخلي او د هیواد د تباهۍ او بربادۍ پر ځای دې د هیواد په ابادۍ او د خپلو خلکو په سوکالۍ کې ونډه واخلي، خو وسله والو طالبانو تل دغه برحقه بلنه او غوښتنه رد کړې او برعکس یې له امریکایانو سره چې دوی ورسره جهاد پیل کړی وو د سولې مذاکرات شروع کړي دي او په بدل کې یې له خپلو هیوادوالو سره جهاد اعلان کړی دی. وسله وال طالبان د خپلو دغو کړنو، وحشتونو او جنایتونو له امله هم خپل خدای او هم خپل ملت ته ملامت دي.