د افغانستان د ځوانانو د سولې بنسټ رسنیزه اعلامیه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د څو زورواکو، پاټکیانو او ایله جاریانو له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر مولوی عبدالحکیم منیب پر وړاندې د سپکاوي، بي حرمتي او فزیکي شخړې په اړه د افغانستان د ځوانانو د سولې بنسټ رسنیزه اعلامیه

!

 

نیټه: ۱۳۹۸ /۶ / ۱۶

 

د تېرې جمعې مبارکې ورځې د لمانځه په مهال د ارشاد، حج او اوقافو د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب سره د ارګ په جامع جومات کې د ولسي جرګې د پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي،  د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل، د دوي ورور داد الله او د کورنۍ د دوو نورو غړو له لوري شوئی اخلاقي سپکاوی، بي حرمتي او فزیکي شخړه چې ویل کیږی ښاغلي منیب د دوی نامشروع، فاسدی، شریرانه او ناوړه غیری قانوني غوښتنې نه منلي په کلکو ټکو غندو او دا د هېواد د علماوو دیني شان، اخلاقي شخصیت او ټولنیز منزلت ته سپکاوی او بل لور ته دا په هېواد کې د ټولو قوانینو څخه سرغړونه او په ځانګړې ډول د قانون خلاف د زوراکۍ، ځانچارې، خپلسرۍ او یاغیتوب ـ باغیتوب درېدل دی.

 

داچې دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلي له خپل ټوپک او زور څخه د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې او د هېوادوالو مدني ژوند یې بیا ـ بیا له وحشت او ډار سره مخ کړې او په مقابل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښاغلی وزیر هڅې، هاند او زحمتونه تل د نظام، قانونیت، افغانیت او ګران افغانستان ته په نه ستړي کېدونکې خدمت ویستلي او پدی برخه کې تل د علماوو، ولس او حکومت ترمنځ د خدمت او ښه کرکټر یو بي مثاله سمبول او د وصل بېلګه ده.

 

 نو پر همدی بنسټ له ولسمشر محمد اشرف غني نه د یو ولسي جوړښت او د ځوانانو ترمنځ د یوه فعال محور او ولسي هستي په توګه غواړو چې دا پېښه په جدي توګه وڅیړي او دغه غیر قانوني وسله ګرځونکي اشخاص چې له دولتي چارواکو او ولس څخه د ټوپک په زور باج اخلي، ګواښي یې، د حکومت سره د اړیکو په عنوان یې د خلګو عادی ژوند ورتریخ کړې او په ټوله کې د دوی کړنو د عام افغان ولس ترمنځ د تنظیمي ټوپکسالاری او پاټیکزم انځور راژوندی کړې ژر تر ژره د عدالت او قانونیت دریځ ته راوکاږی.

مونږ د دی وحشیانه پیښې څارونکې یو او پدی اړوند د هر ډول معاملي، پټ کاري او سلیقوی ـ فرمایشي چلند چې قانونیت او عدالت ته زیان رسوی په وړاندی یې دریږو او د ملي ـ ولسي غبرګون له لاری به د هېڅ ډول بي عدالتي اجازه ورنه کړو.

 

په درناوي

د افغانستان د ځوانانو د سولې بنسټ