داعش یې څنګه وځاپه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

څو کاله وړاندې چې داعش ښه په کش کې وو او د ننګرهار ولسونه د دوی له ظلمونو او وحشتونو څخه تر پوزې راغلي وو، نو په همغو ورځو کې ولسمشر غني په ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله. په یاده غونډه کې نظامي مسوولین هم ناست وو او ولسمشر په همغه غونډه کې هغوی ته دستور ورکړ چې داعش وځپئ او زموږ پاکه خاوره د دوی له ناپاکه وجوده تصفیه کړئ.

خلکو ته دا یوه احساساتي وینا وبرېښېده او ډېرو منتقدینو فکر کاوه چې ولسمشر غني په همدې سره د خلکو احساسات ساړه کړل، حتی دوی ته د داعش پر وړاندې حکومت کمزوری معلومېده او ځینو خو به لا دا هم ویل چې داعش د امریکایانو پروژه ده چې له حکومت سره په همغږۍ ورځ تر بلې غښتلې کېږي، مګر د ولسمشر غني له دغه هدایت سره د داعش پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات چټک شول.

امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د سیمې ولسونه او خلک چې د داعش له وحشت او ظلمونو څخه تر پوزې راغلي وو همغږي او همکار شول. دوی د سیمې په اړه خپل اوپراتیفي معلومات له امنیتي مسوولینو سره شریک کړل او د عملیاتو پرمهال له امنیتي ځواکونو سره یو ځای اوږه په اوږه د داعش پر ضد وجنګېدل.

داعش جنګ وکړ، مقاومت یې وکړ، خو تاب یې رانه وړ، بلاخره داعش ووژل شو، وځپل شو او سیمې د دوی له شتون څخه پاکې شوې. د وخت په تېرېدو سره چې څومره عملیات تېزېدل، نو همغومره ورسره د داعش تانګونه سستېدل. نن سبا د ننګرهار اکثره ولسوالۍ چې د داعش د نفوذ ساحې وې په مکمل ډول تصفیه شوي دي.

د ننګرهار له دغو ولسوالیو څخه کډه شوي هیوادوال بېرته خپلو ولسوالیو ته ورستانه شوي، سره له دې چې کورونه یې د داعشیانو له لوري ویجاړ شوي، مګر دوی بیا هم د خوښۍ او ارامۍ احساس کوي، ځکه دوی بېرته خپلو مېنو ته ور و ګرځېدل.

ولسمشر غني دولتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د جنګ ځپلو ولسوالیو د ویجاړو ښوونځیو، کلینیکونو، جوماتونو او د خلکو د استوګنې کورونو د بیا رغاونې او جوړولو لپاره باید یو پلاوی سیمې ته لاړ شي، هلته د اوښتي زیان کچه معلومه کړي او بیا دې ټولې ادارې د خلکو د کورونو دبیا جوړولو په برخه کې او همدارنګه د خدماتو په برخه کې له هغوی سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني په خپلو پرېکړو او تصامیمو کې جدي دی، خو د هغو د تطبیق لپاره د ولس ملاتړ حتمي دی، ځکه تر هغو چې ولس خپل رول ادا نه کړي، نو چارې سمې او پر وخت نه ترسره کېږي، لکه د داعش په ځپلو کې چې موږ ولیدل څومره چې د ولس رول زیاتېده، نو همغومره ورسره داعشیان کمزوري کېدل او بالاخره له سیمې څخه ورک شول.

اوس د بیارغاونې او د حکومتولۍ په نورو برخو کې هم باید ولسونه خپل رول او نفوذ درک کړي او خپل فعال رول، همغږي او همکاري له حکومتي ادارو او مسوولینو څخه درېغ نه کړي، ځکه څومره چې ولس له ادارو سره همکار وي نو همغومره به د ادارو د خدماتو کچه او کیفیت هم ښه وي.