ملت بیا هم د غني ملاتړی دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

کله چې ښاغلي محمد اشرف غني د هیواد د ریاست جمهوري لپاره ځان نوماند کړ، هغه وخت افغان ولس ښاغلی غني لا  سم نه پېژنده او نه یې هم څوک له کارنانو خبر وو، خو بس د یو او بل له خولې یې دومره اورېدلي و چې ښاغلی غني پر وطن مئین، د افغان ولس په درد دردمن او په خوشحالیو یې خوشحاله. او بل دا چې ښاغلی غني یو با استعداه او د نړۍ دوهم متفکر و.

 افغان ولس د ښاغلي غني په وړتیا او ژمنتیا باور وکړ او وې ویل چې باید دا طلايي چانس له لاسه ورنکړو. لکه څنګه چې ښاغلي غني د دې هیواد لپاره ریاست جمهوریت ته ځان نوماند کړی. مونږه یې هم باید پوره ملاتړ وکړو او تر ریاست جمهوریت څوکۍ پورې یې ورسو. بیا نو ښاغلی غني پوهېږي او کار یې. ولس همداسې وکړ، ښاغلي غني یې په خپل ملاتړ او رایو ولسمشر کړ.

ښاغلي غني چې له دې هیواد او د هیواد له هر وګړي سره ډېره زیاته مینه درلودله. د همدې لېونۍ مینې له مخې یې د خپل هیواد لپاره په تېرو څلورنیمو کالو کې هغه کارونه تر سره کړل چې افغانانو غوښتل. د افغان ولس تر ټولو لوی ارمان اول دا و چې هیواد ته تل پاتې او باعزته سوله راشي. او دوهم دا چې له ګاونډي هیواد څخه خپلې اوبه راوګرځو.

د ولس همدغه دوه اساسي غوښتنې ولسمشر غني په خپلو مهمو لومړیتوبونو کې ونیولې. د سولې لپاره یې دوامدارې هڅې وکړې او تر اوسني پړاوه یې را ورسوله.  د افغانستان د اوبو لپاره یې د هیواد په داخل  کې بندونه جوړکړل او لا هم په دې برخه کې په چټکۍ سره کار روان دی. هغه غواړي چې خپلې اوبه په کور دننه مهار کړي. بیا یې د نورو توکو او پیسو په بدل کې په ایران او پاکستان وپلوري.

ښاغلی غني وايي چې هغه د ولس خدمتګار دی او لویه موخه مې یوازې د خلکو خدمت کول دي او همدغه لاره به له اخره تعقیبوم. او ملاتړي مې هم افغان ملت دي. هغه هم درې لوی قشرونه لکه ځوانان، ښځې او بې وزله. او زما موخه واک نه بلکې خدمت کول دي. اوس افغانان ډېر خوشحاله دي، ځکه دوی پوهېږي چې باور او ملاتړ یې بې ځایه نه وو او د نوماندن په انتخاب کې نه دي تېروتلي.

ولسمشر غني سره له دې چې ډېر کار او خدمت کړی، مګر څلوېښت کالو جنګ ځپلی هیواد دومره ژر او داسې په اسانۍ نه ابادېږي، د دې لپاره لا زیات کار او زحمت ته اړتیا ده او په همدې موخه ولسمشر غني راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان نومولی، تر څو خپل نیمګړي کارونه او پروژې بشپړې کړي او باور دی چې دا ځل به ولسمشر غني په خپلو ګټورو پلانونو او برنامو سره افغانستان لا د پرمختګ پړاو ته ورنږدې کړي او ولس هم تر پخوا لا زیات باور ورباندې لري، ځکه د ده خدمت او کړنې یې عملاً ولیدلې او ولس یې د دې لپاره هم ملاتړ کوي چې زورواکي او غیر مسوول وسله وال کسان یې سخت وځپل او لا هم د هغوی پر ضد د ښاغلي غني مبارزه جریان لري.