ولسمشر غني د جرګې د استازو قدرداني وکړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د سولې مشورتي لویې جرګې له پایته رسېدو وروسته جمهوررئیس غني د بېلابېلو ولایتونو او اقشارو منتخبو استازو سره جلا جلا وکتل او په سولې مشورتي لویه جرګه کې یې د دوی د فعال حضور قدرداني وکړه.

د سولې مشورتي لویې جرګې استازو له ولسمشر غني څخه له دې امله مننه وکړه، چې د دغې جرګې د استازو د انتخاب له ورځې را نیولې او د جرګې تر وروستۍ ورځې پورې ټولې چارې او بحثونه په ازاده او ډیموکراتیکه فضا کې او له امنیتي پلوه په خوندي فضا کې د سولې د ابعادو او پروسې په اړه خپل نظریات شریک کړل، مننه وکړه.

دوی وویل، سره له دې چې یو شمېر سیاسیونو د جرګې په اړه بېلابېل منفي تبلیغات وکړل او خپل پرېکون یې اعلان کړ، مګر دوی په حقیقت کې هم د افغانانو ملي دود او ارزښت ته چې لویه جرګه ده او هم د ولس منتخبو استازو ته چې په یاده جرګه کې د ګډون لپاره له خپلو کلیو، سیمو او ولسوالیو څخه په دغو سختو شرایطو کې په ډېره علاقمندۍ راغلي وو، توهین وکړ. په دوی یې د دروغو تورونه پورې کړل او هغوی یې کمپاینران وبلل، حال دا چې د جرګې ټول منتخب استازي که هغه د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او یا ولسوالیو استازي وو، د ولس په ازادو او شفافو رایو ټاکل شوي وو.

د سولې مشورتي لویې جرګې استازو له دې امله هم له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې هیچاته یې هم په جرګه کې د مداخلې اجازه ورنکړه او ټول بحثونه او وخت د سولې په اړه د استازو مشورو او نظریاتو شریکولو ته ځانګړی شوی و او همدارنګه یې د ولس استازو ته ښه امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې وې.

ولسمشر غني د ولس د استازو وحدت، پوهه، انسجام، مدیریت او عالي نظریات چې د سولې په اړه یې د هیواد او ولس د خیر لپاره شریک کړل مننه وکړه او وې ویل، د ولس استازو په واقعیت کې ټولو ته ثابته کړه، چې موږ لا هم واحد ملت یوو او د خپلو ملي مسایلو په اړه په وحدت او قوت اقدام کوو او هیڅوک هم موږ په وړو ډلو، قومونو، سیمو، ژبو او نورو نشي وېشلی.

ولسمشر غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې سوله راتلونکې ده، خو د سولې لپاره باید موږ ټول پړاوونه د سولې مشورتي لویې جرګې په څېر په وحدت او دقت ترسره کړو، تر څو د خپل هیواد او ولس د راتلونکي لپاره داسې پرېکړې وکړو او تصامیم ونیسو چې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین لامل شي، نظام، اساسي قانون او د افغانستان د خلکو علیا ګټې او ملي ارزښتونه خوندي او پرځای پاتې شي.

هغه وویل، باعزته سوله د ټولو په خیر ده او د سولې مشورتي لویې جرګې ثابته کړه، چې ولس هیڅ وخت هم نه د جنګ طرفدار وو او نه هم جنګ غواړي، بلکې دوی د سولې غوښتونکي دي او په دې برخه کې د هیواد په کچه ملي اجماع موجوده ده. ولس به هیچاته هم په سوله کې د خپلو شخصي ګټو، ځان او نورو مسایلو د مطرح کولو اجازه ورنه کړي. ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې له استازو وغوښتل چې د سولې دغه مشترک غږ باید خپلو سیمو او ولسونو ته ورسوي.