ولس غني يې په لوى تفاوت ګټي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې د اوسنیو نوماندانو په منځ کې ولسمشر غني هغه څوک دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې به که خدای کول

د ولس په اراده او ملاتړ په غوڅ اکثریت وګټي، ځکه ټول پوهېږي چې ښاغلی غني هم د وطن د ابادۍ مینه لري، هم دا وړتیا لري چې هیواد له اوسنیو بحرانونو څخه وباسي او هم یې طرحې او برنامې د هیواد او ولس لپاره اب حیات دي.

 

موږ ولیدل په تېرو پنځو کالو کې چې له یوې خوا سخت جنګي شرایط وو او له بل لوري اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني پر وړاندې لوی خنډ او مزاحم و، ځکه چې د نوموړي د هرې ملي، اقتصادي، سیاسي او اصلاحي برنامې پر وړاندې به یې ستونزې ایجادولې، مګر د دې باوجود هم ولسمشر غني په پنځو کالو او سختو شرایطو کې زیات کار وکړ او حداقل یې افغانستان د پردیو له احتیاج څخه وېست.

 

دا مهال پاکستان دا توانایي نه لري چې د ترانزیتي لارو او ارتزاقي موادو په بندولو او کمولو سره افغانستان او افغانان وګواښي. دا مهال افغانستان بېلابېلې لارې لري او دغه لارې د ولسمشر غني په هڅو پرانیستل شوې دي. د افغانستان د خوراکي توکو اړتیا له منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو څخه پوره کېږي او په همدې خاطر هم باکیفیته مواد او هم په مناسب قېمت د هیواد په هره برخه کې پیدا کېږي. له پاکستاني بې کیفیته غنمو او نورو خوراکي توکو څخه یې وطن بېغمه کړی دی.

 

ولس په دې باور دی چې دا ځل به ښاغلی غني په خپلو رایو په لوی تفاوت ځکه بریالی کوي، ترڅو ډاکټر عبدالله ناکام او اجرائیه پست لیرې شي او د ښاغلي غني پر وړاندې د مزاحمت دغه خنډ په اساسي توګه له منځه لاړ شي او نوموړي ته دا زمینه برابره شي چې په خپلو راتلونکو پنځو کالو کې خپلې نیمګړې اقتصادي او ملي پروژې بشپړې کړي او ترڅنګ یې نور ډېر داسې کارونه کړي چې له امله یې هیواد او هیوادوال ارام او هوسا شي.

 

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم دا درک کړې ده چې ښاغلی غني د راتلونکو ټاکنو ګټونکی دی او په همدې خاطر یې د ټاکنو نرم تخریب شروع کړی دی او دوی وایي چې تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي، ځینې یې بېخي غلي دي او هیڅ کمپاینونه هم نه کوي. ډاکټر عبدالله بیا وار دمخه د تقلب او جعل خبرې کوي او په دې ډول غواړي ولس پر ټاکنو بې باوره کړي، مګر له ټاکنو مه واره بل بدیل نشته، د واک د لېږد یوازینی مناسب او قانوني بدیل همدا انتخابات دي او ولسمشر غني ټاکنې او سولې دوه مهمې ملي پروسې بولي او هغه وایي چې حکومت په یو وخت کې د دواړو پروسو ترسره کېدو ته چمتو دی.