ولي الله ملکزی
په دولسمې میلادي پېړۍ کې د کاتولیکانو د نوموتي ایټالوي بزرګ او راهب (سان فرانسیس) په نوم، نومول شوی دا ښار د هسپانویانو له خوا په ۱۷۷۶م کال کې د کالېفورنیا په شمال لوېدیز کې جوړ شویدی. دغه مهال د کالېفورنیا ایالت د مَکسیکو په قلمرو کې حسابېده چې بیا په ۱۸۵۰م کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو دېرشم ایالت شو. د آرام سمندر د مالګینو اوبو په غاړه د امریکا د دې مهم تاریخي، تفریحي او اقتصادي ښار مساحت کټ مټ د جلال آباد د ښار په اندازه، یعنی ۱۲۱ کیلومتره مربع دی. د سانفرانسیسکو د تېرکال بودیجه ۱۵ میلیارده ډالره وه؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د همدغه کال ټوله کلنۍ بودیجه څه کم درې میلیارده ډالره ده. د دې ښار خپل نفوس ۸ لکه ۳۲ زره تنه دی، خو کله چې خواوشا نښتي ښارونه «اُوکلېنډ، فریمانټ، هِېوَرډ، یُونین سِیټي، سَان هُوزې» ورسره حساب شي چې د Bay Area په نوم یادیږي، نو بیا یې نفوس اوه نیم میلیونو ته رسي. د ښار ۴۵ سلنه هستوګن سپین پوستي، ۲۱ سلنه یې چینایان او پاتې نور یې تور پوستان، هسپانویان او د آسیا په ګډون د پاتې نړۍ توکمونه دي.
سانفرانسیسکو ۱۳ پوهنتونونه او په لسګونو دولتي او خصوصي کالجونه لري، البته د UCSF پوهنتون د طبي څېړنو په برخې کې د نړیوال شهرت څخه برخمن دی. ۳۵ زره محصلین لري چې ۶۲ سلنه یې نجونې دي. د الله تعالی په شکر او خوښۍ سره وایم چې زما لور هم سږکال له همدې پوهنتون څخه په نړۍ والې روغتیا / Global Health کې خپله ماستري واخیستله. سانفرانسیسکو د شهکارونو، نوښتونو او تنوع ښار دی؛ تېر کال ۲۲ میلیونه خلک یې لیدلو ته راغلي وو چې دوه نیم میلیونه یې بهرنیان دي. په پَشمک او پستې هوا مشهور د رنګینیو دا ښار، د نړیوالو سترو تجارتي شرکتونو، د ټکنالوژۍ د مرکزونو، رسټورانونو، جاز موزیک او سپورتي لوبغالو کوربه دی. د ځینو هیوادونو سیاسي نماینده ګۍ او قونسلګرۍ هم دلته موجودې دي.
د Golden Gate Bridge « د زرینې دروازې پل » د ښار د پېژندګلوۍ سمبول او د مهندسۍ په ډګر کې د علم مباح انساني معجزه ګڼل کېږي. دا پل د سمندر د پاسه دوه نیم کیلومتره اوږد، ۲۲۷ متره جګ، ۲۷ متره پلن، شپږ لاینونه او یوازې دوه پایې لري. په ۲۴ ساعتونو کې په منځني ډول یولک او دولس زره موټړې له یوې غاړې، بلې غاړې ته تېریږي او ښار ته د هر ننوتونکي موټر ټېکټ لس ډالره دی. د جوړېدو کار یې په ۱۹۳۴م کې پېل او په ۱۹۳۷م کې پای ته ورسېد. سانفرانسیسکو چې اصلا یوه ټاپو وزمه ده؛ څلورو پلونو له وچې سره نښلولی او دوهم مهم پل یې Bay Bridge نومیږي؛ په ۱۹۳۶م کې جوړ شوېدی. ۱۳ نیم کیلومتره اوږدوالی لري او د یوې شپې او ورځ په ترڅ کې په متوسط ډول ۲ لکه ۶۵ زره موټرې له دې پل څخه اوړي را اوړي او موټروان یا څښتن یې مکلف دی چې هرځل ښار ته د ورتګ په مهال اته ډالره فیس ورکړي. د ښکلو هنرونو ماڼۍ بل هغه زړه راښکونکی ځای دی چې لوی شمېر سیلانیان او د هنرونو مینه وال یې لیدلو ته ورځي او جالبه یې دا ده چې ورتګ ورته وړیا دی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه ونه کړه. دا ماڼۍ په ۱۹۱۵م کې جوړه شوې او د دې ښار په لسو مهمو لرغونو ځایونو کې حسابیږي.
د سانفرانسیسکو نړیوال هوايي ډګر د امریکا د زرګونو ډګرونو په منځ کې دیارلسم مقام لري؛ هره ورځ تقریبا دولس سوه الوتنې ترسره کیږي او یولک ۵۷ زره کورني او بهرني مسافر له دې مېدان څخه د خپلو منزلونو په لور سفرونه کوي. د اَلکَتراز زندان چې د ښار شمال ته په یو وړوکي ټاپو کې په ۱۹۳۴م کې جوړ شوی او خطرناک بندیان به په کې ساتل کیدل، په ۱۹۶۴م کې وتړل شو. تیره میاشت، ولسمشر ټرمپ یې د بېرته پرانیستو او فعالیدو امر وکړ؛ خو بیا رغونه یې ښايی کلونه ونیسي او لسګونه میلیونه ډالره لګښت به ورباندې وشي.
چاینا ټاون بل هغه تاریخي بازار دی چې یوه نیمه پېړۍ وړاندې له چین څخه راغلو کډوالو آباد کړی او ترننه یې خپل کلچر، ژبه، خواړه او د ژوندانه ځانکړې کلاسیکه بڼه همداسې ژوندۍ ساتلې ده. د سانفرانسیسکو یو عام کاریګر چې په رستورانت، مغازې یا د تیلو پمپ کې کار کوي، په یوساعت کې ۲۴ ډالره اجوره اخلي، مګر د کورونو کرایې آسمان ته مَنجیلې په سر کوي. دلته د یوې کوټې د آپارتمان میاشتینۍ کرایه چې یوه اشپزخانه او تشناب ولري، د دوه نیمو او درې زرو ډالرو ترمنځ ده، ولی د ښار په دنګو او لوکسو بلډنګونو کې د همدغسې آپارتمان کرایه ممکن پنځو زرو ته ورسي.
سانفرانسیسکو دوه نور جالب اړخونه هم لري؛ یو یې دا چې په ۲۰۰۴م کال کې د دې ځای ښاروالۍ ۴۰۳۷ همجنسګرایانو ته د نکاح / واده سرټېفکټونه ورکړل، کوم چې د یوې محکمې او د دې ډول ودونو د مخالفینو له مخالفت سره مخ شول. دوهم اړخ په ښار کې د Homeless (کډه په سر/ بېکوره) خلکو د شمیر زیاتېدل دي. د تېرکال د احصایې له مخې، د دوئ شمېر ۸ زره او درې نیم سوه تنه ښودل شوی چې ځینو ته یې د دولت له خوا سرپناه برابره شوېده. دا ټکی باید یاد کړم چې دوئ ټولو ته د میاشتني خوراک لپاره دولتي کارتونه او روغتیایي بیمه ورکول کیږي. سربیره په دې، هېڅ روغتون نه شي کولای چې د خانه بدوشو خلکو له درمنلې څخه انکار وکړي، کنه نو د قانوني مواخدې سره به مخ شي.
په ۱۹۰۶م کال کې سانفرانسیسکو ډېرې بدې زلزلې ولړزولو؛ درې زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ په زرګونو خلک ټپیان او څه باندې دوه نیم لکه وګړي بېکوره او در په در شول. بله غټه زلزله په ۱۹۸۹م کې راغله او په هغې کې له درې نیم زرو څخه زیات خلک مړه شول. مګر د دې هېواد باشعوره انجنیرانو او ګاریګرو د هرې بربادۍ پسې دې ښار ته لازیاته پراختیا او ښکلا وبښله او د بقاء او ارتقاء سفر یې نور هم چټک او سودمند کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغانان او زموږ د سیمې وګړي په خلقت او طبیعي جوړښت کې له لویدیځ والو څخه کم دي، که له وطن سره د وفا رازونه او د عقلانیت په لور د دوئ غزېدلې کوڅې څه بل ډول دي؟
خواږه عمرونه یې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه وسپنه خپل زنګ ووهل
—-----------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي همدا لیکنه په وېډیويي بڼې د هغه په فېسبوک او د یوټیوب په چینل کې وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
سانفرانسیسکو؛ د علم مباح د شاهکارونو او نوښتونو ښار
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode