په جرمني کې د روانې فبرورۍ پر ۲۳ مه نېټه فدرالي ټولټاکنې کېږي او د دې هېواد نژدې ۶۰ میلیونه وګړي په دې ټولټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري.
د نظر پوښتنو له مخې محافظه کار کرسچین ډیموکراتیک ګوند (سي ډي یو) په دې ټولټاکنو کې مخکښ ښکاري او ښايي په راتلونکي حکومت کې به مهمه برخه ولري. د سوشل دیموکراتانو ګوند (اېس پي ډي) اړوند اوسنی چانسلر یا صدراعظم اولاف شولز له ټاکنو وروسته د رامنځته کېدونکي حکومت د مشرتابه لپاره سیالي کوي، چې پروسږ کال د ائیتلاف له منځه تلو له کبله دې ټاکنو ته لار هواره شوه.
د اې ار ډي ډویچلنډ نظر پوښتنې مخکښ ګوند بیا وايي، په ټاکنو کې به یې ونډه د ۲۰۲۱ کال ټولټاکنو پرتله چې دوی ۲۵ اعشاریه اووه سلنه رایې ترلاسه کړې، له لس سلنې زیاته ټیټه وي. د جرمني لپاره د بدیل (اې ایف ډي) کیڼ اړخه پاپولیسټ ګوند په هکله ویل کېږي، چې تر ۲۰ سلنې پورې رایې به ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې دې ګوند لومړی ځل د ۲۰۱۷ کال په ټولټاکنو کې د جرمني پارلمان بوندیستاګ ته لار وموندله. داسې پایلې به د دوی لپاره تر ټولو غوره وي او کېدای شي په پارلمان کې دویم تر ټولو ستر ګوند ثابت شي.
که هغه ګوند چې پارلمان کې یې اکثریت تر نورو زیات وي، وکولای شي له یوه بل ګوند یا ګوندونو سره د ائیتلاف له لارې حکومت جوړ کړي، له معمول سره سم ولسمشر د همدې ګوند مشر د چانسلر یا صدراعظم په توګه ټاکي. له هغه وروسته بیا پارلمان د سري رایې ورکولو له لارې خپله پرېکړه کوي.
په جرمني کې یو معمول دا هم دی، چې د رایو له ورځې یوه مخکې د لویو ګوندونو مشران په یوه ټلویزیوني بحث کې یو ځای کېږي. په برلین کې د جرمني ملي اې ار ډي خبري شبکې خبریال اولي هایوک د چانسلر شولز او سي ډي یو ګوند فریدریچ میرز تر منځ، چې د راتلونکي چانسلر په نظر ورته کتل کېږي، دا یو نیم ساعته مناظره ''د جایدادونو دوو مدیرانو تر منځ مخامختیا) بولي. (دا خبریال زیاتوي، چې دواړه مشران کرزما نه لري او نه هم کوم نوی فکر وړاندې کولای شي.''د ټولټاکنو مخکښ فریدریچ میرز څوک دی؟
د فریدریچ میرز دا تصویر روانه میاشت د سي ډي یو ګوند په کنفرانس کې اخیستل شوی دی.د عکس سرچینه،EPA
د عکس تشریح،د فریدریچ میرز دا تصویر روانه میاشت د سي ډي یو ګوند په کنفرانس کې اخیستل شوی دی.
۶۹ کلن میرز د لوېدیځ جرمني برلیون ښارګوټي اوسېدونکی دی او په سي ډي یو ګوند کې یوه پېژندل شوې څېره ده. دی چې یو وکیل دی، په ۱۹۹۴ کال کې لومړی ځل د هیلمټ کول حکومت پر مهال د پارلمان غړی شو. کول د سي ډي یو ګوند پخوانی مشر او له ۱۹۸۲ نیولې تر ۱۹۹۸ پورې یې د جرمني چانسلر په توګه دنده ترسره کړه.ده د ګوند په لیکو کې پرمختګ وکړ او تر ۲۰۰۰ کال پورې یې پارلمان کې د سي ډي یو ګوند غړو مشري کوله. ده په ګوند کې دننه اینګلا میرکل ته سیالي بایلوده، چې وروسته چانسلره شوه.
د مېرمن میرکل اوږدې واکمنۍ په ترڅ کې ښاغلي میرز سیاست پرېښود او له بېلابېلو نړیوالو شرکتونو سره یې د سوداګریز قانون په برخه کې د وکیل په توګه دنده درلوده. په رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړي په همدې موده کې میلیونونه ډالر وګټل.
دی په ۲۰۲۲ کال کې بیا له منزویتوبه ووت او کله چې په ۲۰۲۱ کال کې د مېرمن میرکل ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسېده، او د ۲۰۲۵ کال فدرالي ټولټاکنو لپاره د خپل ګوند د کاندید په توګه وټاکل شو.
پر بهرنۍ پالیسي اغېز
چانسلر شولز په ۲۰۲۱ کال کې دنده سمبال کړه او د ده د واکمنۍ په موده کې پر اوکرایین د روسیې یرغل او په همدې ترڅ کې پر جرمني د دې جګړې د اغیز سیوری غوړېدلی و. شولز د ''زیېتنوېندي'' یا نوي پړاو خبره کوله، د جرمني پر دفاع یې لګښت ډېر کړ، او په اروپا کې د هغو هېوادونو په سر کې شو، چې اوکرایین ته تر ټولو ډېرې مرستې ورکوي. ده له اوکرایین سره د ''اړتیا تر مهاله'' د اروپايي مرستو ژمنه کړې. شولز دغه راز د هغو کډوالو شړلو بهیر هم چټک کړ، چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد کېږي، دغه راز یې د پولو په اوږدو کې څار زیات کړ، چې په خبره یې په یوه کال کې د پناه غوښتنې درخواستونو شمېر ورسره یو په درېیمه کم شوی دی.
میرز بیا ژمنه کړې، چې د پولو مستقل څار به زیاتوي، د پناه غوښتونکو شمېر کمولو لپاره به اړوند قوانین په چټکۍ سره سختوي او دغه راز به جرمني له اقتصاد سره د مرستو لپاره مالیې کمې کړي.
نوموړي دغه راز د اوکرایین ملاتړ زیاتولو او په راتلونکي کې د ناټو غړیتوب لپاره د دې هېواد له ملاتړه لاس پر سر کېدل رد کړي دي. دی وايي، د ناټو پر هغه غوښتنه به غور وکړي، چې جرمني باید د خپل کلني ناخالص تولید لږ تر لږه دوه سلنه پر دفاعي لګښتونو ولګوي.
د دویچلنډ لپاره بدیل یا اې ایف ډي څوک دي؟
د الټرنېټیف فار جرمني مرستیال مشران الیس ویېډیل او ټینو چروپالاد عکس سرچینه،Getty Images
د عکس تشریح،د الټرنېټیف فار جرمني مرستیال مشران الیس ویېډیل او ټینو چروپالا
اې ایف ډي د ۲۰۲۱ کال په ټاکنو کې لس اعشاریه څلور سلنه رایې ترلاسه کړې او دا یې په پارلمان کې دویم ځلي حضور و. اې ایف ډي په پراخه کچه د کډوالو شړلو ملاتړ کړی، خورا ناندریزه اصطلاح ''نوې کډوالي'' یې خپله کړه، چې د ګوند مشر یې د هغو کډوالو شړلو په معانا بولي، چې په جرمونو کې لاس لري او یا (غیر قانوني) دي. دا ګوند دغه راز پر روسیې د بندیزونو ختمول او د نوردسټریم په نامه د هغه پایپ لاین بیا رغاونه غواړي، چې له روسیې نه اروپا ته طبیعي ګاز لېږدوي.دا ګوند په اروپايي پارلمان کې د مستقلو ملتونو د ډلې غړی دی، چې د اروپا نور ملتپال تحریکونه هم پکې شامل دي. اې ایف ډي د تکنالوژۍ نړۍ له میلیاردر ایلون موسک هم ملاتړ ترلاسه کړی، چې په دا وروستیو کې یې د دې ګوند یوه لاریون ګډونوالو ته په ویډیويي وینا کې وویل: ''د ماضي پر ملامتیا خورا ډېر تمرکز دی او موږ باید مخکې لاړ شو.''
دا داسې حواله ده، چې په پراخه توګه د جرمني له نازي ماضي سره غوټه بلل کېږي. په برلین کې د پولټیکل ساینس ایمیریتوس انسټیټوټ پروفیسر ډاکتر هاجو فونکي په خبره،
یاد ګوند د جرمني په پخوانیو کمونیست کلیو، بانډو کې له تېرو لسو کلونو راهیسې خپل نفوذ زیات کړی دی. دی د ګوند محبوبیت زیاتېدو لاملونه د اوکرایین جګړې، د جرمني اقتصادي ستونزو او د دې ستونزو د هواري لپاره د اوسني حکومت پر هڅو پراخه بې باوري بولي او دغه راز وايي، د ښي اړخو ګوندونو هغه بریا هم د دې یو لامل دی، چې کډوالي یې د جرمني مهمه موضوع کړه.
د جرمني فدرالي امنیتي ادارو په وینا په ۲۰۲۳ کال کې د ښي اړخه سخت دریځه ایډیالوژۍ په الهام د تاوتریخوالي او جرمونو پېښو شمېر ۲۵ زره شپږ سوه ته ورسېد، چې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.د عکس تشریح،د سږ کال فبرورۍ کې زرګونو خلکو په پریمانه کچه د کډوالو شړلو پر ضد مظاهرې وکړې.
د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې میرز د مېرمن میرکل له مرکزي ډاکترینه په پارلمان کې د کډوالۍ لپاره د سختو اصولو موضوع پر سر جلا شو، ده ټینګار کاوه، چې له اې ایف ډي سره مستقیم تړاو نه لري، او که څه هم ده له ګوند سره کار رد کړ، خو د ده د هغې پرېکړې پر ضد خورا پراخې نیوکې وشوې او سلګونو زرو کسانو یې پر ضد مظاهرې وکړې او د ده هغه خوځښت بالاخره ناکام شو.د جرمني ټولټاکنو تناسبي نظام ته په کتو سره داسې نه ښکاري، چې اې ایف ډي ګوند به د راتلونکي حکومت برخه شي، ځکه هېڅ یوه ګوند په برالا توګه ورسره د ائیتلاف خبره نه ده کړې.
خو په جرمن سیاست کې د دوی ملاتړ زیاتېدل او د رایو احتمالي دوه برابره کېدل او دغه راز په پارلمان کې د دوی څوکۍ به له شک پرته داسې څه وي، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به محسوسېږي.
د جرمني ټاکنې: څه په خطر کې دي؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode