د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر وايي، د روسیې او اوکرایین جګړې له پای ته رسېدو سره چمتو دی، چې په اوکرایین کې بریتانوي سو ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.
ښاغلی سټارمر وايي "که اړتیا وي، لېواله دی، خپل سرتېري اوکرایین ته د امنیت تضمینولو په موخه د مرستې لپاره چمتو کړي." جرمني او سویډن هم دې چار ې ته تیاری ښوولی دی.
د بریتانیا لومړی وزیر، د فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او نورو مشرانو سره نن (دوشنبې) په پاریس کې خبرې پیلوي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکرایین پراخ برید پیل کړ. د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وايي، لږ تر لږه ۴۶۰۰۰ اوکرایني سرتېري یې د هېواد په دفاع کې وژل شوي دي.
وروسته تر هغه چې لومړي وزیر کېیر سټارمر په اوکرایین کې د بریتانیا د سوله ساتو ځواکونو ممکنه ځای پر ځای کېدو وړاندیز وکړ، د بریتانیا د روغتیا وزیر ویس د دغه هېواد د تګلارو او له روسيې سره د مخامختیا اندېښنې په اړه ویلي، "موږ هېڅکله د بریتانوي سرتېرو د ځای پر ځای کولو په اړه په ساده ډول خبرې نه کوو."
ښاغلی سټریټینګ زیاتوي: "فکر نه کوم چې موږ دې په دې کې کوم شک ولرو چې په اوکرایین کې لومړۍ کرښه د اروپا لپاره لومړۍ کرښه ده او د بریتانیا د امنیت لپاره هم لومړۍ کرښه ده."
بل پلو د د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې ټاکل شوې د سې شنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره په خبرو کې ګډون وکړي، ویلي، د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې د اروپا لپاره هېڅ رول او ځای نه ویني. "زه نه پوهېږم چې دوی به د خبرو اترو مېز کې څه کوي. که دوی د شخړې د کنګل کولو په اړه د ځینو مکارانه نظرونو 'غوښتنه' کوي،داسې حال کې چې دوی په ریښتنې توګه د جګړې دوام غواړي - نو بیا ولې دوی (اروپایانو) ته هلته بلنه ورکړو؟"
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، چې د اوکرایین په اړه یې اروپايي مشران د ایلیسي ماڼۍ ته وربللي دي، له ولادیمیر پوتین سره اوږده مخینه لري.
په ۲۰۲۱ کال کې له سیاسته د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل تر وتلو وروسته، فرانسې هڅه وکړه چې له روسیې سره د اروپا د اصلي ډیپلوماټیک چینل په توګه د جرمني رول پر غاړه واخلي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایی د روسیې له برید دوه اونۍ مخکې، مکرون له پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته سفر وکړ، خو د جګړې د مخنیوي لپاره یوه نا هیلې کوونکې او بې ګټې هڅه وه.
تر هغه وروسته، د مسکو او پاریس ترمنځ اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې او فرانسه د کیېف یو له خورا کلکو متحدینو شوه. خو وروسته پوتین د اړیکو د خرابولو پړه پر ماکرون ور واچوله.
اوس، د فرانسې ولسمشر د کریملېن قانع کولو له ستونزمن کار سره مخ دی، چې وښيي هېواد یې او په ټوله کې اروپا په اوکرایین کې د احتمالي اوربند خبرو په تړاو ښه ځای دی.
اروپا په پاریس او امریکا او روسیه سعودي کې پر اوکرایین خبرې کوي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode