ځینې سرچینې وايي، د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د امریکا کډوالو پروګرام لغو کېدو له کبله د هغو افغان کډوالو الوتنې هم لغو شوې دي، چې د امریکا حکومت دغه هېواد ته د تلو اجازه ورکړې وه.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه امریکايي چارواکي او کډوالو ځای پر ځای کولو یوه مدافع وکیل له قوله ویل شوي، په هغو کسانو کې چې امریکا ته یې الوتنه لغو شوې، د امریکايي پوځ فعالو افغان کارکوونکو د کورنیو غړي هم شته.
د رویټرز په رپوټ کې د افغانانو ایستلو ټولنې مشر شان وان ډایور او یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له قوله زیاته شوې، دوی کې ځینې هغه کم عمره کسان هم شته، چې په امریکا کې به له خپلو مېشتو کورنیو سره یو ځای کېدل او دغه راز په کې ځینې کسان داسې هم دي، چې د مخکیني افغان حکومت له لوري له طالبانو سره جنګېدلي او اوس د غچ اخیستنې له وېرې له افغانستانه وتلي دي.
وان ډایور په دې هکله وايي، ''موږ دوی ته خبرداری ورکړی و، چې داسې به کېږي، په هر صورت دوی همداسې وکړل. هیله مو دا ده، چې دوی به له سره پرې غور وکړي.''
د امریکا له تازه پرېکړې سره به هغه زرګونه کسان هم اغېزمن شي، چې په امریکا کې د کډوالو په توګه منل شوي دي، خو تر اوسه پورې یې امریکا ته د لېږدولو لپاره انتظام نه دی شوی او د پاکستان او عرب اماراتو په ګډون په یوه درېیم هېواد کې مېشت دي.
ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو په کمپاین کې ژمنه کړې وه، چې میلیونونه کډوال به له امریکا وباسي او بریا ته د نوموړي له رسېدو سره د امریکا کډوالو پروګرام له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوی.
په پام کې ده، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به سلګونه اجرائیوي امرونه لاسلیک کړي، چې یو پکې ښايي لږ تر لږه تر څلورو میاشتو پورې امریکا ته د کډوالو لېږدولو پروګرام ځنډول هم شامل وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ چې دغه هېواد ته د کډوالو لېږدولو چارې سمبالوي، امریکا ته د افغان کډوالو د الوتنو لغو کولو په هکله تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، د امریکا متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر جو بایډن ادارې نژدې ۲۰۰ زره افغان کډوال امریکا ته لېږدولي دي.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې، چې پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې وه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه مهال ویاند ویلي وو، چې د هغو افغانانو لیست یې له پاکستاني چارواکو سره شریک کړی چې امریکا ته د لېږدولو لپاره په پاکستان کې منتظر دي.
هغه مهال امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د امریکا ویزو ته منتظر افغانان دې نه نیسي او بېرته دې افغانستان ته نه استوي.
دا ډېری هغه کسان دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو د مخه یې په افغان پوځ کې دندې لرلي او یا یې له امریکايي ځواکونو سره په یوه بڼه همکاري کوله.
د ځانګړي مهاجرت ویزې څه دي؟
د کډوالو نړیوال ملاتړ ټولنې ای ار اې پي د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۹ کال د امریکا کانګرېس د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړی پروګرام پیل کړ، چې (اېس ای وې) نوم ورکړل شوی.د دې پروګرام له مخې هغو افغانانو ته په امریکا کې د کډوال حیثیت ورکول کېږي، چې لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې یې په افغانستان کې د امریکا حکومت لپاره کار کړی وي او د خپلې دندې له کبله له ګواښ سره مخامخ وي.
هغو افغانانو ته د امریکا ویزې ورکولو بهیر چې له امریکايي ځواکونو سره د فعالیت له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، له یوه پیچلي بهیره تېرېږي، چې ځینې مهال تر درې کلونو پورې هم وخت نیسي.
له دې مخکې هم دا بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې دغه ډول ۴۰۰۰ کسانو ته ویزې ورکړې، خو په ۲۰۱۸ کال کې بیا د امنیتي پوښتنو ګروېږنو بهر ځنډېدو له کبله د دې ویزو ورکولو بهیر ۶۰ سلنه کم شوی و.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې بیا په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت وویل، د افغانانو لپاره د 'ځانګړي مهاجرت ' ویزې ورکولو بهیر او ورکړه بیا پیلوي.
د بشري معافیت ویزې: په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکې وتنې وروسته ګڼ شمېر افغانان د همدې کټګورۍ ویزو له مخې امریکا ته ولېږدول شول.
د کډوالۍ پالیسي انسټیټوټ (ایم پي ای) د معلوماتو له مخې نږدې ۷۶۰۰۰ افغانانو ته د هغه پروګرام له مخې دا حیثیت ورکړل شوی، چې لنډمهاله ننوتلو ته اجازه ورکوي، خو د دایمي استوګنې مستقیمه لاره نه برابروي.
د پناه غوښتنې ویزې: امریکا متحده ایالتونه افغان کډوالو ته د پناه غوښتنې په کټګورۍ کې هم ویزې ورکوي، چې د دې حیثیت لرونکي کسان له یوه کال مودې وروسته په امریکا کې د مستقل پاتې کېدو غوښتنلیک وړاندې کولای شي.
دغسې کسان اړ دي، ثابته کړي، چې دوی د تعقیب ویرې له کبله افغانستان ته نه شي ستنېدلای.
سرچینې: امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو الوتنه د ټرمپ په امر لغوه شوې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode