اسلامي امارت د امریکې د مرستې ادعا په کلکه رد کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسلامي امارت هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې امریکا ورسره د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې اسلامي امارت د امریکا هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګنې له اسلامي امارت سره یې میلیاردونه ډالره مرسته کړې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو».
فطرت زیاته کړې؛ حقیقت دا دی، چې امریکا اسلامي امارت ته نه یواځې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.
ښاغلي فطرت څرګنده کړې؛ هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي، چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل.
نوموړي همدارنګه ویلي چې شاید یوه اندازه یې د نړیوالو موسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.
مرستیال ویاند همدارنګه ویلي؛ که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بېرته د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وشي.