د طالبانو حکومت وايي، د امریکا له خوا د طالبانو له حکومت سره د 'میلیاردونو او میلیونونو' ډالرو د مرستې ادعاوې په بشپړه توګه ناسمې دي او په ټینګه یې ردوي.د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، امریکا نه یوازې د طالبانو له حکومت سره مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي:
"حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي. اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې".
د طالبانو دغه ویاند زیاتوي، هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه لګښتونه دي چې ډېره برخه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو یا هغو افغانانو پر وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدا سره له افغانستانه ووتل.
حمدالله فطرت وايي، ښايي یوه اندازه پیسې د نړیوالو مؤسسو له لوري د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي که دقیق تحلیل وشي امریکا د افغانستان په نوم د خپلو اهدافو لپاره دغه ډول لګښتونه کړي او هڅه یې دا ده چې له دې لارې د طالبانو د حکومت پر وړاندې پروپاګند وشي.
ټرمپ څه ویلي؟
د عکس تشریح،ټرمپ: "... موږ میلیارډونه ډالر افغانستان کې طالبانو ته ورکوو او دا پیسې د بایډن لخوا ورکول کېږي."
وړاندې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جو بایډن پر اداره په نیوکګره وینا کې ادعا وکړه چې میلیارډونه ډالر له امریکا "افغانستان کې طالبانو" ته لېږل کېږي." پر دې ان لا باور نه شي کېدای. میلیونونه ډالر نه، بلکې میلیارډونه ډالر. موږ میلیارډونه ډالر افغانستان کې طالبانو ته ورکوو او دا پیسې د بایډن لخوا ورکول کېږي."
ښاغلي ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا ادعا هم وکړه چې د ولسمشر بایډن پرېکړې د امریکا اقتصاد ته سخت زیانونه رسولي چې په وینا یې، دغه زیانونه تر ۶۰ ټریلیونو ډالرو پورې رسېږي.
"دا هماغه سړی دی چې له امریکا یې له ۵۰ تر ۶۰ ټریلیونو ډالرو په ارزښت شتمني اخیستې ده"، خو ټرمپ د دې شمېرې د تایید لپاره هېڅ جزئیات یا شواهد وړاندې نه کړل.
طالبان: د نړیوالو د بشري مرستو هرکلی کوو، خو په بدل کې یې شرطونه نه منود طالبانو له دې غبرګون وړاندې د ډونلډ ټرمپ لپاره د "کاري اغېزمنتیا" نوماند ایلان مسک پر اېکس په خپل وروستي پیغام کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته "د امریکايي مالیه ورکوونکو" د پیسو پر استول کېدو حیرانتیا ښودلې ده."ایا موږ واقعاً د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لېږو؟".
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا د بشردوستانه مرستو په توګه، په اونۍ کې له ۴۰ تر ۶۰ میلیونو ډالرو پورې نغدې پیسې افغانستان ته لېږلې او تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی.
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي "پرته له دې چې طالبان تقویه کړي"، د امریکا حکومت په افغانستان کې د خلکو ملاتړ او مرستې ته ژمن دی.
۲ میلیارده ډالر
د عکس تشریح،د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا د بشردوستانه مرستو په توګه، په اونۍ کې له ۴۰ تر ۶۰ میلیونو ډالرو پورې نغدې پیسې افغانستان ته لېږلې او تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی.
د ۲۰۲۳ کال په پای کې، د افغانستان پر بیا رغاونه د څار امریکايي ادارې "سیګار" اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو ۱۵ میاشتې وروسته، امریکا له ۲ میلیارده ډالرو زیاتې بشردوستانه او پراختیایي مرستې، چې تر ډېره د ملګرو ملتونو ادارو او غیردولتي سازمانونو له لارې افغانستان ته لېږل شوي، ورکړې دي.د یوې نادولتي ادارې مسئول سیګار ته ویلي وو چې طالبانو له دې مالي سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره ګمرکي تعرفې وضع کړې دي او مالیه یې مستقیما له غیردولتي سازمانونو اخلي.
ایلان مسک دا پوښتنه وروسته له هغه مطرح کړې چې د امریکا د استازو جرګې یوه غړي ټیم پورچټ په یوه لیک کې له ډونلډ ټرمپه د هغو میلیونونو ډالرو چټک درول غوښتي چې د جو بایډن په حکومت کې په منظم ډول کابل ته لېږل کېدل.
هغه ډونلډ ټرمپ ته یوه لیک کې لیکلي چې: "د طالبانو واکمنۍ دې پیسو سره بډایه کېږي او د خپلو ترهګریز پروګرامونو لپاره نړیوال مالي ملاتړ ترلاسه کوي."
تېره اونۍ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په یوه غونډه کې وویل چې "د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د دوښمنۍ دروازه تړلي او د امریکا متحده ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره همکارۍ ته تیار دی."
ښاغلي ستانکزي ډونلډ ټرمپ یو "قاطع او زړور" شخص وباله او د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو او د دوحې پر هوکړه د درېدو غوښتنه یې وکړه.
ټرمپ: افغانستان کې مو طالبانو ته میلیاردونه ډالر لېږلي، طالبان: یوه روپۍ یې هم نه ده ورکړې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode