ستانکزی: ټرمپ قاطع او باجراته دی غواړو امریکا سره ښې اړیکې ولرو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


 شیرمحمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانیځي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي.
شیرمحمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانیځي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د افغانستان په تړاو د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د تیرې ادارې دریځ ستایلې او ویلي دي چې د طالبانو حکومت غواړي چې نوې ادارې ته د دوستۍ لاس ور وغځوي او په راتلوونکې کې د متحده ایالاتو سره ښې اړیکې ولري.

شیر محمد عباس ستانکزي د شنبې په ورځ جنورۍ څلورم (مرغومې ۱۵) په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د یوې دیني مدرسې د فارغانو د فراغت غونډې ته په وینا کې د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یو قاطع او باجراته شخص په توګه یاد کړ او له هغه یې وغوښتل چې د افغاسنتان په اړه دې د جمهور رئیس جوبایډن سیاست ته شا کړي او د طالبانو سره د اړیکو په برخه کې دې نوې پالیسۍ څخه کار واخلي.

هغه وویل: "که چیرې هغوی [د امریکا نوی حکومت] دوستي غواړي، مونږ ورته بلکل د دوستۍ لاس ورغځوو. دښمن تل دښمن نه اوسي او دوست هم تل دوست نه اوسي. مونږ پخوا د شوروي [پخواني شوروي اتحاد] سره وجنګیدو او هغوی میلیونونه انسانان له منځه یوړل، خو اوس د روسیې سره ښې اړیکې لرو".

د طالبانو د حکومت ددغه چارواکي د وینا له مخې په تیرو ۲۰ کلنو کې طالبانو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونوسره جګړه وګړه، خو د هغه په وینا "دښمن تل دښمن نه پاتې کیږي" او طالبان اوس مهال دغه هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د امریکا د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانیځي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي: "پر افغانستان دې بندیزونه لیرې کړي، زمونږ پر بانکونو باندې [محدودیتونه] دې ایسته کړي، زمونږ امانتي شتمنۍ دې خوشې کړي، زمونږ د مشرانو نومونه دې د تور لیست څخه وباسي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاس وهنه ونکړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې وروسته له هغې چې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني حکومت ړنګ شو په دغه هیواد کې بیا واک ترلاسه کړ.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ چارې لا هم د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

خو ددې باوجود د چین او روسیې په ګډون د سیمې او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او هم یې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د حکومت له خوا ګمارل شوي دپلوماتان منلي دي .

تر اوسه د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب جمهور رئیس پالیسي معلومه نه ده. په دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر تیره میاشت په یوه انلاین خبرې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د نوي منتخب جمهور رئیس د افغانستان د پالیسۍ د معلومولو لپاره باید چې د جنورۍ د روانې میاشتې تر ۲۰ ورځې چې نوي منتخب جمهور رئیس لوړه پورته کوي منتظر پاتې شي.

خو ښاغلي ټرمپ په پرله پسې ډول د جمهور رئیس بایډن په ادارې باندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو له امله انتقاد کړی دی. همداشان منتخب جمهور رئیس ټرمپ د امریکا او د طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر نه عملي کیدو باندې هم انتقادونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۲۰ کلن حضور پر مهال ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰۷۴۴ نور ټپیان شوي دي.

خو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د تخلیې د هڅو په لړ کې د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کیدلو د امریکا د حکومت او ددغه هیواد د سیاسي مشرانو ځانګړې پاملرنه ځان ته اړولې ده او په تیرو دریو کلنو کې یې په اړه پرله پسې پلټنې ترسره شوي دي.

ددې دمخه سپینې ماڼې د تیر ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو پټ معلومات خپاره کړل او دا یې تائید کړه چې استخباراتي ناکامي د تخلیې په پروګرام کې د ګډودۍ د رامنځ ته کیدو سبب شوې وه، خو منتخب جمهور رئیس ټرمپ یې ددغه ګډوډۍ لامل بللی وو.