ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
په دې ټاکنو کې چې ویل کېږي ډیره نژدې سیالي وه، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جیمز ډیویډ ونس وتوانېدل چې سپینې ماڼۍ ته لاره مومي.
ډونالډ ټرمپ د جدي ګوندي مبارزو وروسته په رسمي توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه ونومول شو.
ډونالډ ټرمپ چې یو سوداګر دی، په ۲۰۱۶ کال کې وتوانېد چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړي او ولسمشر شي.
ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې، د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن په وړاندې ماتې وخوړه.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په بېلابېلو قضیو کې محکمې ته حاضر شو. خو هغه تل په ټولو قضیو کې خپله بې ګناهي اعلان کړه.
لاسته راوړنې او سرخوږيد ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په جریان کې (۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱) څو لوې لاسته راوړنې درلودې. دغه جمهوري غوښتونکي ولسمشر د مالیاتو کمولو او دندو قانون تصویب کړ، چې د شرکتونو د مالیاتو کچه یې راټیټه کړه چې موخه یې د اقتصادي ودې هڅول وو.
د ټرمپ د لومړۍ دورې حکومت د مقرراتو په کمولو په ځانګړي توګه د چاپیریال او مالي سکتورونو کې د کارو بار په هڅولو باندې تمرکز وکړ. د ټرمپ مخکنۍ اداره په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۷ کې د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه ووتله. هغه همداشان د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاست کې په یو اړخیزه ډول د ایران اټومي تړون څخه هم ووت، هغه اقدام چې د ډیموکراتانو له سخت مخالفت سره مخ شو.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په څلورو کلونو کې له چین سره په سوداګریزه شخړه کې ښکېل و او بیجینګ یې په غیرعادلانه سوداګریزو معاملو تورن کړ.
هغه همداشان د کډوالۍ سختې تګلارې په لاره واچولې چې پکې پر پولې دیوال جوړول او امریکا ته د "مسلمانانو په راتګ بندیز" شامل وو.
د متحده ایالاتو اقتصاد د کرونا وبا تر خپریدو دمخه د پام وړ وده درلودله. په هغه دوره کې، د بیکارۍ کچه ټیټه او د ونډو مخ په ودې و. خو د کوویډ – ۱۹ وبا پر وړاندې د ټرمپ د انتقادونو سره مخ شو.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې درې ځلې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وکتل او هڅه یې وکړه چې دغه هېواد له اټومي وسلو پاک کړي، خو دا هڅې بې پایلې پاتې شوې او د جوبایډن له واک ته رسېدو وروسته شمالي کوریا څو ځلې بالستیک توغندي وازمایل، چې خپل بین القاروي بالستیک توغندی هم وازمایه.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار ادعا کړې وه چې که ولسمشر وای نو پر اوکراین د روسیې برید او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس زړه بوږنونکی برید به نه وای شوی. هغه دا هم ویلي وو چې که ولسمشر شي، هغه به د راتلونکي جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د سفر کولو دمخه دواړه جګړې حل کړي، خو دا یې مشخص نه کړل چې څنګه به دا کار وکړي.
ټرمپ هېڅکله د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې خپله ماتې ونه منله او د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته یې ادعا کږله چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
د ټرمپ دغه څرګندونې په پای کې د دې لامل شوې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د هغه ملاتړي د امریکا پر کانګریس برید وکړي، چې د امریکا په تاریخ کې بې ساری عمل و.
پر ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال لږ تر لږه دوه ځله برید وشو چې یو ځل په غوږ ټپي هم شو.
ډونالډ ټرمپ ۷۸ کاله وړاندې د نیویارک په "کوینز" کې زیږیدلی او په یوه بډایه ګاونډ کې لوی شوی.
هغه د خپل مور او پلار څلورم ماشوم دی، پلار یې فریډ ټرمپ نومیده چې د املاکو او جایدادونو په اخیستلو او پلورولو کې یې کار کاوه.
ډونالډ ټرمپ په ۱۹۶۸ کال کې د پنسلوانیا پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ شو او بیا یې له خپل پلار سره د نیویارک ښار په کوینز او بروکلین کې په ساختماني پروژو کې کار پیل کړ.
ډونالډ ټرمپ درې ځله واده کړی، لومړۍ مېرمن یې ایوانا وه او درې ماشومان لري. د خپلې میرمنې له طلاق وروسته، هغه د مارلا مپلس سره واده وکړ او بیا له هغې څخه هم جدا شو.
هغه وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د سلووینیا له یوې ماډلې میلانیا سره واده وکړ.
ټرمپ د لومړي ځل لپاره د اتیاومې په وروستیو کې له سیاست سره علاقه څرګنده کړه.
هغه لومړی د اصلاح ګوند سره یو ځای شو، وروسته دیموکراتیک ګوند، او بیا خپلواک شو او بالاخره په ۲۰۱۲ کې یې ځان جمهوري غوښتونکی اعلان کړ.له خپلې ولسمشرۍ د پايي ته رسېدلو وروسته، ټرمپ د لویو جرمي تورونو سره مخ شو، او لومړی ولسمشر دی، چې په لوي جرمي تور محکم شوی. خو د دې سره سره د پخوا
دونالډ ترامپ د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode