پوتین: افغانستان کې د پیچلي وضعیت باوجود دغه هیواد سره د قوي اړیکو هیله لرو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې جمهور رئیس ولادیمر پوتین د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي وضعیت پر سر د ډله ییز امنیت د تړون سازمان سرمشریزې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې روان وضعیت پیچلی ګڼلی او ویلي دي چې ددې باجود روسیه د دغه هیواد سره د قوي اړیکو د ټینګیدو هیله لري.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد جمهور رئیس ولادیمر پوتین د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر ۲۸ (لیندۍ ۸) په استانه کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د سرمشریزې غونډې ته په وینا کې ویلی چې په افغانستان کې د ثبات ټینګیدل ددغه هیواد سره د روسیې ژورو اړیکو پراخیدو ته لار پرانیځي.

پوتین وویل : "هغه څه چې په اوکراین کې روان دي د کارونو د پیچلتیا یوازینی دلیل نه دی. ایا په اسیا کې هرڅه سم دي؟". هغه زیاته کړه: "ایا افغاسنتان سره د ټولګټو هیوادونو په سرحدونو کې پیښې مونږ ته د ډیرې خوشالۍ احساس راکوي چې خپله پاملرنه بل خوا ته واړو؟. افغانستان کې وضعیت پیچلی دی".

خو هغه وړاندې وویل : "د دې باوجود افغانستان سره د قوي اړیکو د رغونې هیله لرو".

د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي وضعیت پر سر د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د مشرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه. دغې غونډې ته ددغه سازمان نورو مشرانو هم د سیمیه ییز امنیت او د امنیت پر وړاندې ګواښونو او په ځانګړي ډول یې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په تړاو خبرې وکړې.

د روسیې جمهور رئیس وویل چې دا له پامه نشي غورځولی چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات پر لور روان دی. هغه وویل چې د افغانستان د اوسنیو حاکمو چارواکو سره د دواړخیزو اړیکو په تړاو په خبرو بوخت دي، چې ورسره به د دواړو خواو ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

هغه وویل: "په هرصورت وضعیت لا پیچلی پاتې شوی، چې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په ګډون زمونږ نږدې پاملرنې ته اړتیا لري".

د روسیې جمهور رئیس وویل چې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان نه یوازې په افغانستان کې د نظامي مسایلو په تړاو اندیښنه لري، بلکې د بنسټیز شویو جنایاتو، نشه يي توکو قاچاق او نورو مسلو په اړه هم اندیښنې لري.

هغه وویل: "بنا زیات کار ته اړتیا ده چې ترسره شي او د سازمان غړي هیوادونه دغو مسلو ته د حل د موندلو لپاره په برابر ډول لیوالتیا لري".

روسیې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او په دغه هیواد کې طالبان بیا واک ته ورسیدل نه یوازې د طالبانو حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی، بلکې په مسکو کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو له خوا ګمارل شویو دپلوماتانو ته سپارلی دی.

د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د اړیکو د پراخیدو لپاره په دې وروستیو کې یو لړ نور ګامونه هم پورته کړي دي.

د یوې خوا د روسیې پارلمان ته د تروریستي ډلو له نوملړ څخه په موقت ډول د طالبانو د نوم ایسته کولو لپاره یوه لایحه وړاندې شوې او د بلې خوا ددې اونۍ په سر کې د دغه هیواد د امنیت د شورا د عمومي منشي سرګې شویګو په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره یې د دواړخیزو اړیکو د پراختیا په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت ویلي چې ددغه لوړپوړي روسيې پلاوي سره یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخیتدو او د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم د ایسته کولو په اړوندو مسلو خبرې کړي دي.

خو ددغو هڅو سره سره د د ډله ییز امنیت د تړون سازمان یو شمیر لوړو مشرانو په پرله پسې ډول له افغانستان څخه ددغه سازمان ځینو غړو هیوادونو ته د ترونریستي فعالیتونو او افراطیت په خپریدو باندې اندیښنې ښودلي دي.

ددغه سازمان عمومي منشي یمان ‌قلي تاسماګامبتوف د چهارشنبې په ورځ د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې د سازمان غړي هیوادونه لا هم له افغانستان څخه د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي

د یمان قلي د وینا پراساس د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هیوادونو امنیت ته جدي ګواښونه پر خپل ځای پاتې دي.

هغه وویل: "د افغانستان له خاورې څخه د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته د جدي ګواښونو لپاره منابع پر ځای پاتې دي د دغو ګواښونو پر وړاندې د سازمان د غړو هیوادونو د ساتنې لپاره په لوړه کچه د مجموعۍ اقداماتو یو وړاندیز په پام کې نیول شوی دی".

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان ګډه اعلامیه

په عین وخت کې د قزاقستان پایتخت استانه کې د د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د پنجشنبې د ورځې د سرمشریزې په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د تروریزم او نشه يي توکو څخه د یو پاک افغانستان غوښتنه شوې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا سازمان د یو سوله‌ ییز، خپلواک او متحد افغانستان څخه ملاتړ کوي. همداشان په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو باندې چې ددغه هیواد ټولې پرګنۍ په کې برخه ولري ټینګار شوی او ددغسې حکومت جوړیدل یې په افغاسنتان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره خورا مهم ګڼلي دي.

په دې اعلامیه کې پر نړیواله ټولنه غږ شوی، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دې هېواد د زېربناو د پراختیا لپاره دې د بشري او انکشافي مرستې زیاتې کړي.

د قرغیزستان جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر ویلي چې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په غونډه کې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد د لا پیاوړتیا پریکړه هم شوې ده.

د ډله‌‌ ییز امنیتي تړون سازمان (CSTO) په ۲۰۰۲میلادي کال کې جوړ شوی او بلاروس، قزاقستان، روسیه، تاجکستان، ارمنستان او قرغیزستان په کې غړیتوب لري.