مسکو وايي، اوکراییني پوځیان تر ۳۰ کیلومتره پورې د روسیې خاورې ته ننوتلي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په سمې سیمه کې خبریالانو اوکراییني پوځیان لیدلي چې د روسیې د پولې پر لور روان 
اوکراییني پوځیان اوس د روسیې په خاوره کې تر ۳۰ کیلومترو پورې دننه تللي دي. دا په ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې چې روسیې پر اوکرایین پوځي یرغل وکړ، په روسیه کې د اوکراییني ځواکونو تر ټولو زیات او پاموړ پرمختګ بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د روسیې په کورسک سیمه کې جګړه شپږمې ورځې ته رسېدلې، د روسیې دفاع وزارت وايي، په تولپینو او اوبچې کولودیز نومي کلیو کې روسي پوځیان له اوکراییني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

له دې مخکې روسي چارواکو وویل، د اوکراییني پوځ هغو بریدونو ته به ''سخت ځواب'' ورکړی، چې د رپوټونو له مخې د روسیې په خاوره کې یې دننه څو ځایه کړي دي.

رپوټونه وايي، اوکرایيني ځواکونو د اوکرایین په دونیڅک سیمه کې هم دغه بریدونه کړي، چې د مسکو په کنټرول کې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په یوه اعلامیه کې په دې هکله وویل: ''د کیېف رژیم خپل ترهګریز فعالیتونه روان ساتلي، چې اصلي موخه یې د سوله ییزو روسي وګړو ډارول دي.''

نوموړې زیاته کړې، اوکرایین ''خورا ښه پوهېږي'' چې وروستي بریدونه ''له پوځي لیدلوري هېڅ مانا نه لري.''

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تېرو ۲۴ ساعتونو داسې یو شمېر بریدونو یادونه وکړه، چې د کورسک سیمې پر مرکز د یوه ''خورا ستر'' برید یادونه هم پکې شامله وه.

له دې مخکې د کورسک سیمې والي ویلي و، پر یوه څو پوړیزه ودانۍ د اوکراییني توغندي پاتې شونو غورځېدو له کبله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، په کورسک سیمه کې یې د روسیې خاورې ته د اوکراییني ځواکونو د ننوتو پرلپسې هڅې شنډې کړې دي.

په دې رپوټ کې زیاته شوې: ''د روسیې خاورې ته د ننوتلو لپاره په زغروالو ګاډو کې د ګرځنده دښمن ډلو هڅې ناکامې شوې دي.''

د روسیې دفاع وزارت په کورسک سیمه کې داسې درې ځایونه یاد کړي، چې له اوکرایین سره پولې ته له ۲۵ تر ۳۰ کیلومترو پورې نژدې پرتې دي او په وینا یې اوکراییني ځواکونه یې په دې سیمو کې په نښه کړي دي.

یاد وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اوکراییني ځواکونو ۲۳۰ کسان او ۳۸ زغروال ګاډي له منځه وړي دي.

خپلواکو سرچینو د روسیې دا ادعاوې نه دي تائید کړې. دا رپوټونه هغو ته خورا ورته دي، چې په تېرو ورځو کې خپاره شوي وو.

له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي ومنله چې پوځ يې د روسیې په لوېدیځ کورسک سیمه کې عمليات کوي او پر چپاو بوخت دی.

ښاغلي زیلېنسکي د شنبې په ورځ په خپله ټلویزیوني وینا کې ويلي، د اوکرایین پوځ "د يرغلګرو خاورې ته" جګړه غځوي.

نوموړي دغه څرګندونې پنځه ورځې وروسته له هغه کړې چې اوکرايين د روسيې دننه پوځي عمليات وکړل. د جګړې له وېرې دواړو غاړو ته لسګونه زره وګړي له سيمې ووتل.

د يکشنبې په شپه د اوکرايين پلازمېنه کيېف او د سومي په سيمه کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کيېف ښاروال ويتالي کلېتڅچکو وايي، د هوايي دفاع ټولي "عمليات" کوي او په ښار کې د هوايي بريدونو خبرتياوې ورکول کېږي. نوموړي پر ټيلېګرام ولسي وګړو ته خبرداری ورکړ چې په پټنځايونه کې پاتې شي.

د اوکرايين هوايي ځواک ويلي، پلازمېنه کيېف، شاوخوا سيمې او ټول ختيځ اوکرايين تر هوايي خبرداري لاندې دی.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي د شنبې ورځې په وينا کې د اوکرايين له "جنګياليو" مننه وکړه او زياته يې کړه چې د دغه هېواد له جګپوړي پوځي قومندان اولکساندر سېرسکي سره يې په روسيه کې د پوځي عملياتو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، "اوکرايين ثابت کړه چې په ريښتا کولی شي عدالت بېرته پلی او په يرغلګرو مناسب فشار واچوي."

راپورونه وايي، اوکراييني ځواکونه په داسې حال کې چې د روسيې د ننه لس کيلومتره ننوتلي هڅه کوي چې يو سيمه ييز ښار ونيسي. دا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ مياشتې راهيسې چې کله روسيې برید کړی په دې هېواد کې د اوکرايين تر ټولو ډېر پرمختګ بلل کېږي.

د سيمې چارسمبالی والي الېکسي سمېرنوف وايي، د يکشنبې سهار وختي په کورسک سيمه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان شوي چې د دوو حالت نازک دی.

د روسيې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې تراوسه له ۷۶ زره ډېر وګړي له سرحدي سيمو ايستل شوي دي. ښاغلي سمېرنوف ويلي، چارواکو ته يې سپارښتنه کړې چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره عمليات چټک کړي.

روسيه وايي د سې شنبې په سهار تر زرو اوکراييني ځواکونه د ټانکونو او زغروالو ګاډو په ملاتړ د کورسک سيمې ته ننوتلل.

د راپورونو له مخې اوکراينيانو يو شمېر کلي نيولي او د سودزا ښارګوټی يې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د تېرې جمعې په ورځ يوه ويډيو خپره شوه چې په کې اوکراييني سرتېري د ښارګوټي د نيولو او د روسيې د ګازو د تاسيساتو د نيولو ادعا کوي.

بي بي سي تائيدوي چې دغه ويډيو د سودزا ښار په شمال ختيځ کې د ګازوپروم د تاسيساتو وه چې د اوکرايين له پولې ۷ کيلومتره لېرې پروت دی. له دغې ويډيو دا نه ثابتېږي چې اوکراييني ځواکونو بشپړ ښارګوټی نيولی دی.

د روسيې پوځي بلاګرانو مخکې ادعا کړې وه چې دغه ښارګوټی د مسکو په لاس کې دی.

له هغه راهيسې مسکو د کورسک سيمې ته د ټانکو او توغنديو په ګډون پوځي ځواکونه استولي دي.

د شنبې په سهار د روسيې دفاع وزارت په خپل وروستي راپور کې ويلي چې سرتېري يې د اوکرايين د "يرغل هڅه شنډوي".

په داسې حال کې چې جګړه د کورسک اټومي بټي ته نژدې شوې د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو اتومي ادارې له روسیې او اوکرایین دواړو وغوښتل چې "له اندازې زيات زغم وښيي". دا په روسيه کې د دې ډول يو له لويو تاسيساتو څخه دی.