پوتین خپل د دفاع وزیر بدل کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، یکشنبه مې ۱۲ ( غویي ۲۲مه) د دفاع وزیر سرګې شویګو له دندې پداسې حال کې لیرې کړ چې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه یې پنځمه دوره پیل کړه.

د روسیې د قانون له مخې د دې هیواد د کابینې ټولو غړیو د سه شنبې په ورځ، چې پوتین په کرملین کې د شاندارو مراسمو وروسته خپله پنځمه دوره پیل کړله، استعفا وکړله.

سره لدې چې د کابینې اکثریت غړي به خپلې دندې بیرته پیل کاندي خو د دفاع وزیر سرګې شویګو برخلېک نه و څرګند.

پوتین د یکشنبې په ورځ په یو فرمان کې ښاغلی شویګو د ملي امنیت شورا د منشي په توګه وټاکه او د صدراعظم لومړی مرستیال، اندرې بلوسوف یې د دفاع وزیر په توګه معرفي کړی دی.

د روسیې مشرانو جرګه باید د ښاغلي بلوسوف ټاکل کیدل منظور کړي.

د روسیې فدارسیون شورا ته د یکشنبې په ورځ د نوې کابینې لپاره پخواني وزیرانو معرفي شویدي، خو ښاغلی شویګو یوازینی پخوانی وزیر دی چې نوم یې په لیست کې نه و.

د سرګې شویګو مرستیال، تیمور ایوانوف تیره میاشت د بډې اخیستو په تور ونیول شو او تر څو یې چې په رسمي توګه پلټنې نه وي شوي، د پولیسو سره به بندي وي.

په ایوانوف نیول کیدل تر ډیره حده په شویګو باندې برید بلل کیده او سره لدې چې د پوتین سره شویګو نږدې اړیکې درلودې خو ښایي له همدې کبله له دندې لیرې شوی وي.

د کرملین ویاند، دمیترې پیسکوف د یکشنبې په ورځ وویل، چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پریکړه کړې چې د دفاع پخواني وزیر ته په ملکي سکتور کې دنده ورکړي، ځکه چې دا وزارت باید نوښتونو او عصري نظریاتو ته پرانیستی وي.

ښاغلي پیسکوف همدارنګه وویل چې بلوسوف د دې دندې لپاره مناسب شخص دی.

جمهور رئیس پوتین همدارنګه د هیواد پخوانی جمهور رئیس دمیترې میدویدیف د امنیت شورا کې ګمارل شوی. هغه د ۲۰۲۰ کال راهیسې د امنیت شورا مرستیال و.

مبصرین وایي چې ښاغلی پوتین غواړي د امنیت په شوار کې خپل پخواني ملګري او متحدین چې غواړي د خپل ځان سره نږدې وساتي، وګماري.

دا بدلون په داسې حال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې په یوه حساس وخت کې شوی، چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کوي او د اوکراین په شمال ختیځو سیمو کې یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو په لومړي کال کې د یو لړ پوځي ناکامیو سره سره، د اوکراین د پلازمینې کیف په نیولو کې پاتې راتلل، او د خارکیف او جنوبي خرسون سیمو څخه د وتلو په ګډون، پوتین تر اوسه د شویګو تر څنګ ولاړ وو.

پوتین هان تر هغه وخته پورې د شویګو ملاتړ کاوه چې د واګنر ډلې مشر ییفګیني پریګوزین تیر کال د تاوتریخوالي څخه ډک پاڅون مشري وکړه چې د دفاع وزیر (شویګو) د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

په ورته وخت کې، د بريتانيا د دفاع وزير ګرانټ شاپس ويلي دي چي په اوکراين کي د روسيې د پوځي يرغل پر مهال د شویګړ په مشرۍ روسي ځواکونو ته تر ۳۳۵ زره زيات تلفات اوښتي دي.

نوموړي په خپله پاڼه ایکس پاڼې کې په یو پیغام کې لیکلي: "روسیه د دفاع یو داسې وزیر ته اړتیا لري چې دا ویجاړونکی میراث [په اوکراین کې د روسیې پوځي یرغل] له منځه یوسي" او په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي."

۶۸ کلن شویګو په ۲۰۱۲ کال کې د روسیې د دفاع وزیر وټاکل شو. هغه د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د لسیزو راهیسې د روسیې په سیاست کې ښکېل و. نوموړي همدارنګه مخکې له دې چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري کې په اوکراین باندې خپل بشپړ پوځي یرغل پیل کړ، د پوتین یو له ډېر باوري کسانو څخه شمیرل کیده.