ملګري ملتونه: د سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه ګمارل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اوچا شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې تراوسه په افغانستان کې په ځانګړي ډول جنوبي او لویديځو ولایتونو کې تر ۳۰ زرو پورې کسان د سیلابونو څخه زیانمن شوي دي.
د اوچا شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې تراوسه په افغانستان کې په ځانګړي ډول جنوبي او لویديځو ولایتونو کې تر ۳۰ زرو پورې کسان د سیلابونو څخه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د رسیدلي زیان او د هغوی اړتیاو د معلومولو لپاره د ارزونې ۱۴ ګډ ټیمونه یې ګمارلي دي.

اوچا د یکشنبې د ورځې ناوخته، مۍ ۱۲( غويي ۲۳مه) په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې ددغو ټیمونو نهه یې په بغلان، درې په تخار او دوه نور د بدخشان په ولایت کې ځای پر ځای شوي چې په راتلونکو ورځو کې د لارو د پاکولو وروسته به ددغو ټیمونو د تکمیلیدو لپاره نورغړي یې هم واستول شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په وروستیو سیلابونو کې ۳۳۱ کسان مړه شوي او ۳۹۶ نور ټپیان شوي دي او شاوخوا څلور زره او ۲۰۰ کورنۍ په دغو سیلابونو کې زیان لیدلی دی.

همداشان د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوالې ادارې (ای او ایم) معلومات ښيي چې ددې سربیره شاوخوا د۲۸۰۰ کورونه له منځه تللي او زر نور کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دغو سیلابونو ملکي زیربناو او کرهڼیزو ځمکو ته هم زیات زیان رسولی دی.

اوچا په دغه راپور کې ویلي: "د بغلان په ولایت کې لږ ترلږه شپږ دولتي ښوونځي او ۱۰۲۰۰جربیه باغونه ویجاړ شوي، ۲۲۶۰ څاروي تلف شوي، ۵۰ پلونه او د بریښنا ۳۰ کوچنیو بندونو ته زیان رسیدلی دی. په دریو ولایتونو کې په لارو باندې تګ راتګ هم ځنډیدلی دی."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د بغلان په ولایت کې په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۱۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې ۱۶۳۰ تنه نور په دغو سیلابونو کې ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې په سیلابونو کې ۲۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" په دې راپور کې ویلي چې سیمه ییزو چارواکو او سیلاب ځپلو ټولنو د اضطراري سرپناه، غیر خوراکي توکي، روغتیايي سامان الات، خواړه، نغدې پیسې، د څښلو پاکې اوبه او روغتیايي کڅوړو په ګډون د څو اړخیزو مرستو غوښتنه کړې ده.

همداشان اوچا ویلي چې روغتونونو ته د ناروغانو د انتقال لپاره د امبولانسونو په ګډون نورو مرستو ته هم اړتیا شته دی.

د اوچا شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې تراوسه په افغانستان کې په ځانګړي ډول جنوبي او لویديځو ولایتونو کې تر ۳۰ زرو پورې کسان د سیلابونو څخه زیانمن شوي دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغې ادارې د روغتیايي موادو ۵۰۰ کڅوړې، د لوی عمر لرونکو کسانو او ماشومانو ته ۴۷۶ کمپلې او د کالیو ۱۰۰ کڅوړې سیلاب ځپلو سیمو ته استولي دي. یونیسف ویلي چې یو ګرځنده روغتیايي ټیم یې هم سیلاب ځپلو سیمو ته استولی دی.

افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې مشر ډاکټر تاج‌الدین اویوالي ویلي:" یونیسف او زمونږ شریکان په سیمه کې دي او کورنیو او مصیبت ځپلو ټولنو سره د مرستو چمتو کولو لپاره چټکې هڅې کوي."

هغه ټینګار کړی چې سختو بارانونو او په دوام یې سیلابونو په سیلاب ځپلو سیمو کې د خلکو ژوند د ځنډ سره مخ کړی او په دغو سیمو کې یې ماشومانونو ته د پام وړ خطرونه را ولاړ کړي دي.

د تاج‌الدین اویوالي د وینا له مخې ددې لپاره چې کورنۍ ددغو زیانونو سره ځانونه اعیار وي، څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی او روغتیايي او د حفظ الصحې خدمتونو چمتو کول ډیر زیات مهم دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د ایکس په پاڼه د بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، او هرات په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې افغانانو ته د سر او مال د زیانونو د اوړیدلو له امله د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي:" زمونږ پلي کوونکي همکاران، سختو اړمنو ټولنو ته د خوراک، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون، بیړنۍ مرستې برابر وي. موږ د هغو په فکر کې یو چې عزیزان یې له لاسه ورکړي."

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې د بغلان ولایت کې د سر او مال د پیښ شوي زیان د دقیق شمیر د معلومولو لپاره یې یوه کميته ټاکلې ده چې ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې سروې وکړي، چې د سروې وروسته به مصیبت ځپلو سره لازمې مرستې ترسره شي.

د بلې خوا په ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او ټولو بشرپاله نړیوالو سازمانونو څخه په افغانستان کې سیلاب ځپلو ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

دغې نمایندګۍ د یکشنبې په ورځ، مۍ ۱۲ ( غويي۲۳مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا سیلابونه په داسې حال کې راوتلي چې په افغانستان کې له وړاندې بشري وضعیت ښه نه دی چې له امله یې په بیړني ډول هر اړخیزو بشري مرستو ته د سیلاب ځپلو اړتیا ډیره شوې ده.

په ژنیو کې د افغانستان ماموریت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ په څیر د افغانستان د جمهوري رژيم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.