په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داسې پلان نه لري چې له مخې یې په دغه هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر بېرته پیل شوي.
نوموړي دغه څرګندونې له بيبيسي پښتو سره د اېکس (ټوېټر) په یوه سپېس کې کړې. د دوحې تړون کې چې طالب استازو هم لاسلیک کړی، راغلي چې د طالبانو په ګډون به افغانان خپلنځي خبرې کوي. خو اوس چې طالبان واکمن دي وايي د سولې خبرو ته اړتیا نه ويني.
له ذبيح الله مجاهد وپوښتل شول چې ایا شونتیا شته چې د طالبانو له مخالفانو سره چې اوس بهر اوسېږي، په ۲۰۲۴ کې د سولې او پخلاینې بهیر پیل شي؟ د هغه ځواب منفي و او وايي پخوانۍ تجربې نه تکراروي.
نوموړی زیاتوي، "په تنظیمو کې د ملت خیر نشته، افغانستان باید د افکارو لابراتوار نه شي، موږ نه غواړو هغه څېرې چې افغانستان کې ازمایل شوې، بیا افغانستان کې موقف پیدا کړي او د افغانستان پر سرنوشت لوبې وکړي."
د طالبانو پر حکومت نیوکه دا ده چې په افغانستان کې یې ټول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان کړي او د خپل فکر خلاف سیاستوالو ته په حکومت کې ځای نه ورکوي.
ښاغلی مجاهد ټینګار کوي د افغانستان د خلکو "سیاسي فرهنګ لوړ نه دی" او د ده په ټکو "ثبات په واحد سیاست او واحدې رهبرۍ کې راځي."
د طالبانو د حکومت مخالفان چې ډېری یې له افغانستانه بهر مېشت دي، تل ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دې د سولې خبرو ته ورسره کېني. خو طالبان بیا وايي، پخوانیو چارواکو او سیاستوالو ته په سیاست کې ونډه نه ورکوي.
د طالبانو مشر ولې عکس نه اخلي؟
په دغه انلاین بحث کې ښاغلي مجاهد دا هم وویل چې مشر یې مولوي هبت الله اخوندزاده د "تقوا" له مخې انځور نه اخلي. د ښاغلي اخوندزاده یوازې محدود پخواني تصویرونه لیدل شوي او نه غواړي په وېډيي بڼه ویناوې هم وکړي.ذیبح الله مجاهد زیاتوي، "امیر د شریعت له مخې عکس نه اخلي، امیر له دې شیانو سره حساس دی، هغه خپله تقوا کوي. د تقوا له لحاظه علما عکس ښه نه ګڼي."
خو ګڼ شمېر دیني عالمان او آن خپله طالب مشران او وزیران پر تلویزیون مرکې کوي او خپل عکسونه پر خواله رسنیو خپروي. پخوا طالبانو ویل چې مشر یې د امنیتي ستونزو له امله تصویر نه اخلي.
د نجونو زدکړو په اړه څه وویل شول؟
د اېکس په دغه بحث کې د طالبانو حکومت له ویانده د کډونوالو ګڼې پوښتنې د نجونونو پر پوهنتونونو او ښوونځیو ورټولې وې. خو ذبیح الله مجاهد لکه د تېر په څېر د نجونو زدکړو بېرته پیل لپاره روښانه ځواب او نېټه نه درلوده او ټینګار یې کاوه چې د نجونو تعلیم "د ستونزو یوه برخه ده."اوس شاوخوا ۸۳۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. دارنګه څه باندې یو کال کېږي چې پوهنتوني نجونې هم له زدکړو را ګرځول شوې دي.
د طالبانو حکومت ویاند وايي،"زه تمه لرم چې دا موضوع به حل شي... خو موږ نه غواړو چې د ارګ او ممبر تر منځ تضاد راشي، چې نظامونه یې سقوط کړل او موږ په دې برخه کې ډېر محتاط یوو."
د طالبانو حکومت په منځ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو مخکې بيبيسي پښتو ته ویلي وو، یوازې ځینې طالب مشران د نجونو زدکړو مخالف دي- داسې حال کې چې ګڼ مشران یې د بېرته پیل پلویان دي. له ښاغلي مجاهد وپوښتل شول چې دغه کسان څوک دي، د هغه ځواب و:
"نوم ته ضرورت نه لري، افغانستان کې برداشتونه شته، ځینې عالمان دي او داسې فکرونه شته چې اختلاف رامنځ ته کوي."
مجاهد: د پخلاینې بهیر پیلولو ته اړتیا نشته؛ "امیر مو د تقوا له مخې تصویر نه اخلي"
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode