امان الله حميدزي ته د ورکړل شوي ستاينليک په اړه د ننګرهار اسلامي پوهنتون د محصلينو پرانستى ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نړۍ اونیزه

د نړۍ اونيزې قدرمنو چلوونکو! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
مونږ چې د نړۍ هره ګڼه لوستې نو په دې پوه شوى يو چې تاسو واقعاً د خلکو ستونزو ته پام کړى ، دا ستونزې مو تر چارواکو رسولي او همدا ډول مو د حقيقيتونو په خپرولو کې تر ډېره کچه هڅه کړې ده نو مونږ هم دا ضرور وګڼله چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون د ټولو محصلينو په نماينده ګۍ د محصلينو د زړه غږ د نړۍ اونيزې له لارې هېوادوالو ته ورسوو.
لومړى خو ټولو هېوادوالو ته ددې خبرې مبارکي وايو چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون پخوانى ريئس امان الله حميدزى د محصلينو د څو کلنې مبارزې او لاريونونو له امله دې ته مجبور شو چې خپله دنده پرېږدي او له پوهنتونه پښې سپکې کړي.
نن د ننګرهار اسلامي پوهنتون محصلين په خپله پيل کړى مبارزه کې ځانونه بريالي ګڼي خو هيڅکله به هغه څو کلنه توره او جنجالي دوره هېره نه کړي چې له امان الله حميدزي سره يې تېره کړې ده.
له هغو لوستونکو سره ، چې د حميدزي له کړنو او ويناو خبر نه وي، ضرور دا پوښتنه پيدا کيږي چې ولې محصلين د امريکايي تابعيت لرونکي ريئس امان الله حميدزي په تلو خوشحاله دي؟
د ننګرهار پوهنتون محصلين د حميدزي په تلو ځکه ډېر خوشحاله دي چې د هغه ډېرى کارونه د اسلام او افغانيت سره په ټکر کې وه، چې مونږ به يې د څو کړنو او خبرو يادونه د بېلګې په ډول وړاندې کړو: لومړنۍ کړنه يې د پوهنتون له نامه څخه د اسلامي کليمه لرې کولو لپاره پيل کړې هڅه وه، بله دا چې ده ويل په پوهنتون کې دې اذان او د قران کريم ترجمه په لاسپيکر کې نه کيږي
همدا ډول هغو محصلينو ته چې ږيرې به يې پر مخ وې د ISI غړي ويل او ډېر بد چلن به يې ورسره کوو او همدارنګه بله د اسلام ضد خبره يې دا وه چې ده ويل ما د حج په ادا کولو کې پرته له دې بله ګټه ونه ليده چې ديارلس کيلو وزن مې له لاسه ورکړ.
همدارنګه په لسګونو نورې بدې خبرې او اعمال يې تر سره کړي چې دده دې کړنو او اعمالو د پوهنتون محصلين ډېر ځورول او دده پر ضد د مبارزې ترڅنګ به يې له خداى څخه دده د ورکېدو سوالونه او دده پر ضد لاريونونه کول.
خداى پاک د محصلينو سوالونه قبول او دا عذاب يې د دوى له سره لېرې کړ خو په ډېر تاسف سره چې د تلو په وخت کې د ګوتو په شمار محصلينو چې د ريئس خپل خلک و او همدا ډول د محصلينو تش په نوم ناظم (اصف خان) چې پخوا تر دې د ډرونټې په امنيتي پوسته کې ساتونکى و، د دوى لخوا نوموړي ريئس ته يو ستاينليک ورکړل شو چې ددوى دې کار د پوهنتون محصلين راوپارول او نوموړى ناظم يې د پوهنتون جومات ته راوغوښت او د ستاينليک په اړه يې ورڅخه وپوښتل
نوموړي د ټولو محصلينو په وړاندې وويل چې زه په خپل کار ډېر خجالته يم او له ټولو محصلينو ورونو څخه بخښنه غواړم چې د دوى له خوښې پرته مې دا ډول عمل ترسره کړى دى.
مونږ محصلين د پوهنتون پخواني ريئس امان الله حميدزي ته د ستاينليک له ورکړې خبر نه يو او هغه په کلکه سره ردوو. همدارنګه د پوهنتون نوي ريئس صاحب ته د ښه راغلاست د ويلو ترڅنګ له هغه څخه د پوهنتون او محصلينو د ستونزو په اړه د هراړخيزې مرستې هيله کوو.
د ننګرهار اسلامي پوهنتون د محصلينو له خوا

د نړۍ يادونه: پورتنى ليک د نړۍ ادارې ته د برېښليک په واسطه رارسېدلى دى، نړۍ اونيزې د ننګرهار پوهنتون پخواني رئيس امان الله حميدزي ته د نوموړي پوهنتون د محصلينو د ناظم له لوري د ستاينليک ورکولو او د يادې چارې له امله د محصلينو تر منځ د راپورته شويو ناندرو په اړه د محصلينو له ناظم محترم محمد اصف خان سره اړيکه ونيوله، هغه د نړۍ خبريال قاري عصمت الله پاڅون ته وويل: (( څرنګه چې محصلين په دې کار ناخوښه دي نو زه هم پرې پښېمانه يم، ځکه چې زه د همدې محصلينو ناظم يم.))
همدارنګه په پورتني ليک کې د نورو راغلو تورونو او ادعاو په اړه ، نړۍ د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د محصلينو نظرونه واخيستل چې ډېرو يې پورتنۍ خبرې تاييد کړې، ځکه نو د نړۍ ادارې ددغه ليک د خپرولو پرېکړه وکړه. د هغو محصلينو له ډلې څخه چې نړۍ ترې نظرونه اخيستي او هغوى د نوم د خپراوي سره موافقه کړې، د ځينو نومونه په لاندې ډول دي :
قاضي رومل د شرعياتو پوهنځى، څلورم کال
حامد هوشنګ د اقتصاد پوهنځى ، درېيم کال
نصيراحمد ( ماما ) د حقوقو پوهنځي ، دوهم کال
واکمن صميم د شرعياتو پوهنځي ، دوهم کال
سراج الحق د حقوقو پوهنځى ، اول کال
انجينر ګل ولي د کرنې پوهنځي ، درېيم کال
قاضي شفيع الله د شرعياتو پوهنځى ، څلورم کال
عطاءالله د کرنې پوهنځي ، دوهم کال
قاضي سميع الله د شرعياتو پوهنځى ، دوهم کال
عرفان احمد (شهيدزى ) د کرنې پوهنځى ، دريم کال
قاضي جمشېد د شرعياتو پوهنځى ، څلورم کال
قاضي ملنګ د شرعياتو پوهنځى