د نړۍ اونيزې د خواشينۍ او غندنې پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ اونيزې اداره---ننګرهار

د محمد يار او د هغه د ملګرو توهين او سپکاوى په کلکه غندو

له رسنيو مو واورېدل چې د نننۍ ديموکراتې(!) ، انسانپالې(!) او ارزښتپالې (!) يو وېشتمې پېړۍ په ترڅ کې د افغاني او پښتني ارزښتونو کلک زړى مېن، ليکوال، شاعر او د بېنوا فرهنګي ټولنې وياړمن او پتمن مشر ښاغلى عبدالاحمد محمديار د مېړني کندهار په غېږ کې د يو شمېر هېواد ضدو، انسان ضدو او اسلام ضدو دولت پلوو جنايتکارو لخوا تر وهلو ټکولو لاندې نيول شوى.
له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزه پر واقعيت مېني قلموال ښاغلي محمد يار او ملګرو يې د دغو حيوان صفتو انسانانو جبر، زياتى او ظلم په کلکه غندي، پرې د زړه له تله خواشيني ښيي، او د داسې ناوړه او ناقانونه چارو دوام د تش په نوم افغان دموکرات دولت د انسان ضدۍ يوه څرګنده بېلګه ګڼي.
نړۍ اونيزه له ټولو قلموالو، هېوادوالو او انديالو غواړي چې ددې ناوړه چارې رامنځته کوونکو ته د سزا غوښتلو ترڅنګ دې د داسې چارو د مخنيوي په موخه يو ګډ دريځ او سنګر رامنځته کړي.
نړۍ اونيزه د خپلو ټولو ملګرو، ملاتړو قلموالو او مينه والو په استازولۍ يو ځل بيا د دې پېښې د کلکې غندنې ترڅنګ ښاغلي محمد يار سره د دې پېښې په غم کې ځان شريک بولي او هيله لري چې د داسې خنډونو په هېرولو خپله پيل کړې سپېڅلې مبارزه وپالي.
مړه دي وي د انساني، بياني او افغاني خپلواکيو مخالفين
ژوندي دې وي، افغان ولس او رېښتيني پښتني قلموال
د يوه سوکاله او پردو پالو له منګولو خلاص افغانستان په هيله
د نړۍ اونيزې اداره---ننګرهار