د ښاغلي تورن جنرال محمد ياسين د هلمند د جنګ ځپلي ولایت د والي په اړه څو خبرې ۰

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

تورن جنرال محمد یاسین د خیر محمد خان ځوی په کال ۱۳۴۲ ش د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته پرانستلي دي۰ عالي تحصیلات یې د ادارې اودپلوماسۍ په برخه کې د حقوقو په پوهنځی کې سرته رسولي او همدارنګه درې کاله یې په نظامي برخه کې هم مسلکي زده کړې تر سره کړي چې د صادقانه کار او فعالیت او د هیواد پالنې د روحې په لرلو سره د هلمند د ولایت د والي په توګه یې تقرر حاصل کړی دی

۰

نوموړي د نیمروز ، پکتیکا ،هلمند، لوی کندهاردولایتونو د امنیت د ریس په توګه یې رسمي دندې تر سره کړي دي۰

سرخط ورځپاڼه د ښاغلي تورن جنرال محمدیاسین په اړه لیکي:

د شهید ډاکټر نجیب الله د وخت یو روزل شوی عسکر او په اوسني خکومت کې همدغه بريالی جنرال وو چې هلمند يې له يوې لويې فاجعې څخه وساته۰

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان يو له هغو د ګوتو په شمېر جنرالانو څخه دی چې په خپله وړتيا او حقه لاره يې د جنرالي ستوري ګټلي دي ۰

دې ټولې هغه دسيسې چې زمونږ د هیواد دښمنانو د هلمند د سقوط او نيونې لپاره جوړې کړې وې، يو په بل پسې شنډې کړې او ددغه ولايت امنیت يې خوندي ساتلی دی۰

دغه په وطن مین افسر په هلمند کې د وروستيو جګړو زياتې درنې شپې د زړورو سرتېرو په خوا کې د محاربې په ميدان کې تېر کړې دي۰

تورن جنرال محمد ياسين خان هلمند ته له تلو سره لومړی کار د ادارې جوړښت ته خاصه پاملرنه کړې، مسلکي او ژمن کسان يې په دندې وګمارل او بيایې د کادرونو د ودې او پوهاوۍ په برخه کې د قدر وړ خدمات تر سره رسولي دي ۰

دې په تېرو څو کالو کې د هلمند په ټولو ادارو کې لومړی ځل و چې ډېرو کسانو ته د هغوی د وړتيا او استعداد په اساس مسووليتونه وسپارل چې د هلمند په ولایت کې د یو مطمین امنیت اساس او بنیاد یې کیښود۰

په دې سربېره، څو ډلې چې انسانان به يې تښتول او مافيا ته يې کار کاوه، هم د قانون منګلو ته وسپارل ۰

د همدې جنرال صیب له برکته اوس د هلمند امنیتي ادارې د يوه قوي او مسلکي پلان په اساس چلېږي چې له امله يې د لښکرګاه د ښار امنیت د پخوا په پرتله څو برابره ارام او خوندي ساتل شوی دی۰

د شهيد ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ د مهال، دغه په وطن مين عسکر او رښتينی اتل دې لا بريالی، لا ګړندی او تر ډېره ژوندی وي.

د پښتو ژبه کې مشهور متل دی چې وایي:

سل دې ومره یو دې نه

څنګه چې ټولو ته څرګنده ده زمونږ په ګران هیواد کې د پردو په لمسه ورور وژنه او تحمیل شوی غمیزه یا جګړه روانه ده او ددې غمیزو لپار ه د پای ټکی هغه وخت ایښودل کیږي چې د وطن با درده بچیان د هیواد او هیوادوالو په مقابل کې خپل مسولیت ادا او د خپلو هیوادوالو د نجات الاهیه وګرځې چې د جنرال صیب یاسین خان د هلمند د والي صیب کارنامې او سرښندنې په ځانګړي توګه د هلمند ولایت د امنیت په راوستلو کي د یادونې او ستایلو وړ او اړین ګڼل کیږي د وطن اتلان دې تل ژوندي وي ۰

 

 

د وطن اتلان

 

هـڅــــه ده ټینــګ عــــزم ارادې لــري

ګــــوره دافــغان زړه څــه اسـرې لــري

 

څوک دی چې احساس ته قرباني ورکړي

ودانــګي مــرچل تـــه عــقیدې لري

 

مـرد وي د روزګـــارچـې سـربازي کــوي

سیند دی که سیـــلاب لـوړې څــپې لري

 

ژوند ترخوخوږوچې وي پوخ کـړی څوک

اور دی د احـساس بــــلې لــمبې لــــري

 

پــــوهـه ده ښکلا ېې ده پــه زړونـــوکې

خـــلــــکو ســــره ښـې مـــرودې لـري

 

عــــمـرچـې شـــي تیر په ولسـونو کـې

ګــوره چـې روزګـارڅه ورځې شپې لري؟

 

خپــــلـه عــقیده قـوي تـصــمیم سره

ژونـد کـې شــجاعــت راز او مـزې لري

 

مـا یې افغاني احساس ، احساس کړلـو

مینـه د وطـن یـې خــاطــرې لــــري

*********

سمیع الدین افغاني