ولس دې په خپل رول او ظرفیت ځان پوه کړي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
پښتو متل دی وای چې د خدای له زوره د ولس له زوره. مانا دا چې له خدای وروسته دویمه درجه زور د ولس دی. دا واقعیت دی، ځکه خو په ولسواکو ټولنو کې د چارو واګې حتی د زعیم ټاکل د ولس په خوښه کېږي. مګر په دې شرط چې ولس خپل رول او ظرفیت درک کړي. ولس هوښیار او بیدار وي. ولس خپل دوست او دښمن تشخیص کړي. ولس خپلې ملي ګټې وپېژني او د هغو د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي
.
افغان ولس هم دا ظرفیت او دا توانایي لري چې له خپل هیواد څخه نه یوازې دفاع وکړي، بلکې د هیواد د بقا او پرمختګ  لپاره کار وکړي، مګر ستونزه په دې کې ده چې له یوې خوا جنګ پر وطن تحمیل شوی او له بل لوري د څلورو لسیزو جګړو او ناخوالو ولس نهیلی کړی دی، مګر نهیلي نه ده پکار، ځکه چې نهیلي ګناه ده، که ولس رښتیا وغواړي نو همدغه تحمیل شوی جنګ هم ختمولی شي.
ځکه چې دا جنګ نه پېریان کوي، نه یې پریښتې کوي، په دې جنګ کې اکثره د همدې ولس ساده لوحه، نالوستي، غولېدلي او عقده من اولادونه دي چې د پردیو له لوري یا تطمیع شوي او یا هم ناسم پوهول شوي او هره ورځ یې د هیواد د بربادۍ لپاره د فشار په توګه جنګوي. ولس باید نور له دغه غفلت څخه راووځي. د جنګ په ابعادو، زیانونو او لاملونو دقیق او عمیق فکر وکړي.
د دغه تحمیل شوي جنګ پایته رسېدل باید خپل مسوولیت او رسالت وګڼي او په همدې خاطر لاس په کار شي، طالب، مطلوب، غیرمطلوب، داعش او بلې هرې جنګي او تروریستي ډلې ته باید اخطار ورکړي چې د دوی له کلیو او سیمو دې ووځي. د دوی وطن دې پرېږدي او کوم بل چېرې دې خپل جنایتونه او وحشتونه ترسره کړي. که ولس واقعا یو لاس او یو اتفاق شي، نو دا هر څه ختمولی او له منځه وړلی شي او تر هغو چې دا کار ونه کړي، نو زموږ بېچاره ولس به همداسې قرباني کېږي. همداسې به وژل کېږي او همداسې به دوی بدمرغه کېږي.
دا کار ځکه باید وکړي چې زموږ ولس دا کولای شي پر دوی چې هر یرغل شوی او هر یرغمل ورباندې برید کړی، نو دوی په شاتمبولی دی. ځکه چې دوی یو لاس وو، دوی یو اتفاق وو. زموږ ولس هم ظرفیت لري او هم دا توانایي لري، مګر ستونزه داده چې په داخلي مسایلو او سیاستونو کې سره وېشل شوي دي او د مغرضو سیاستوالو له لوري دوی وېشل شوي دي.
زمونږ ولس یو عظیم ظرفیت لري، شاته نه ګوري، پوهېږو شاته څه دي. سل کاله بعد شاید تاریخ دې ته آماده شي چې قضاوت وکړي، نن د دې وخت نه دی. مونږ باید مخې ته وګورو نه شاته، ځکه اوسنیو ستونزو ته باید اساسي حل لارې ولټول شي او همغسې اقدامات وشي چې اړتیا یې لیدل کېږي.