د کندهار د پوهنې په اړه د جمهوررئیس غني جدي لارښوونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د کندهار د بېلابېلو اقشارو استازو د کندهار د پوهنې په اړه خپلې اندېښنې، غوښتنې او وړاندیزونه په وضاحت له جمهوررئیس غني سره شریک کړل او دوی ته یې په جرئت سره وویل چې دلته په پوهنه کې د زورواکو او غیر مسوولو کسانو لاسوهنې په دې اندازه زیاتې دي چې د معارف نظام یې سقوط ته نږدې کړی دی
.
جمهوررئیس غني د دوی د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته د کندهار والي حیات الله حیات ته جدي او په تکرار لارښوونه وکړه چې د کندهار د پوهنې اوسنی وضعیت باید ژر ترژره بدلون وکړي او پام وړ ښه والي په کې راشي. نوموړي ته یې دستور ورکړ د ځوانانو او د کندهار د مشرانو په اجماع دې په پنځلسو ورځو کې یو نفر د ټولو په اجماع جمهوري ریاست ته پیشنهاد کړي او ولسمشر به یې د مقررۍ منظوري ورکړي.
جمهوررئیس غني وویل، د علامه حبیبي، علامه رشاد، استاد بېنوا او نورو لسګونو پوهانو او استادانو په سیمه کې د پوهنې اوسنی وضعیت واقعا د اندېښنې وړ دی او دلته باید اساسي بدلون راشي. هغه زیاته کړه چې د پوهنې په برخه کې غفلت، فساد او غلا د نه بښلو جنایت دی او حکومت به په دې برخه کې هیچاته هم اجازه ورنه کړي او والي ته یې دستور ورکړ چې د معارف مافیا ماته کړي او له منځه یې یوسي او هیڅوک حق نه لري چې د پوهنې د نظام ، ښوونځیو او نورو برخو کې مداخله وکړي او که دا کار ولیدل شو، نو عاملینو ته به یې درنه جزا ورکړل شي.
جمهوررئیس په مجموع کې د هیواد په کچه د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل، زموږ د زده کړو او تحصیل اوسنی نظام زموږ د بازار غوښتنو ته ځواب نشي ویلی او داسې څوک نه روزي او نه یې ټولنې ته وړاندې کوي چې اوسنیو غوښتنو ته ځواب وویلی شي، دوی ته هغه څه ور زده کېږي او یا ورښودل کېږي چې واقعاً د زده کوونکو په درد نه خوري، نو په دې اساس باید په دې برخه کې د هیواد په کچه اساسي بدلون راشي او موږ باید د هیواد هر زون ته په پام په پوهنتونونو کې داسې بدلونونه راوړو او هغه پوهنځي ایجاد کړو چې په هغه زون کې په درد ولګېږي. نوموړي د کندهار لپاره د صنعت، کرنې او انجینرۍ په برخه کې په نویو مهارتونو سنبال د زده کوونکو د روزنې تاکید وکړ او وې ویل کندهار کې باید د کرنې او صنعت ودې ته پام وشي، ځکه چې کندهار په دې برخه کې کافي ظرفیت لري او دغه ظرفیت ته په استفادې پوهنتونونه باید داسې کدرونه وروزي چې هم ځانته ښه کار پیدا کړای شي او هم د کندهار د ولسونو او ودې لپاره ګټور تمام شي.
جمهوررئیس د کندهار صنعتکارانو او پانګوالو ته د هر ډول همکاریو ژمنه ورکړه او حتی د پوهنتونونو او معارف مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د نویو بدلونونو او اصلاحاتو پرمهال دې له دوی سره په مشوره اقدامات وشي.