افغان ښځو پام وړ بدلون کړی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد   
 
د ولسمشر غني د ملاتړ او پآملرنې له برکته افغان ښځو او ځوانانو پام وړ بدلون او پرمختګ کړی دی، ځکه چې دوی اوس تر بل هر وخت په حکومت کې پر مهمو څوکیو ځانونه ویني او دوی خپل استازیتوب په خپله کوي. افغان ښځه او افغان ځوان اوس د مالکیت احساس کوي، اوس دوی ته دا نه تبلیغېږي چې راتلونکی د ځوانانو دی، بلکې دوی ته داسې په عمل کې ښودل شوې چې هم اوس او هم راتلونکی د ځوانانو دی
.
د افغانستان مېرمنې د نظم او انسجام ډیر ښه صلاحیت لري او دا امتیاز یې په برخه دی چې د خپل ځان استازیتوب په خپله کولای شي. دا د افغانستان د میرمنو د تعهد برکت او د انسجام قوت دی چې دوی بېلابېلې ورسپارل شوې دندې او مهم مسوولیتونه په ډېره ښه توګه ترسره کوي.
د قرانکریم د مبارک ایت مفهوم دی چې د یوه ملت آینده پخپله نه جوړېږي او نه یې هم خدای تعالی تر هغو بدلوي تر څو چې د یوه هیواد خلک  د خپل سرنوشت په باره کې غور ونه کړي او د بدلولو لپاره یې اقدام ونه کړي. موږ نن ګورو چې ښځې په مهمو ملي او بین المللي غونډو کې فعال ګډون لري. د سولې مشورتي لویه جرګه کې هم د دوی فیصدي دېرش سلنه وه، ښځې بحث کوي، مشورې کوي او د لارې یوه نقشه تیاروي.
د سولې مشورتي لویې جرګې ته ښځې د ښځو د استازو په حیث راغلې او خپل دریځ یې واضح کړی دی. په دې جرګه کې مطرح شوي پیغامونه مهم دي. په ملي سطحه باندې په دولت باندې ، په طالبانو باندې او په ټولو باندې د سولې اواز کوي. دا اواز د ضعف نه بلکې د قوت اواز دی، ځکه د جنګ اواز د ضعف اواز وي. یو څوک څه وخت د سولې په ځای جنګ انتخابوي؟ هغه وخت چې د خبرو او په معقوله توګه د ستونزو د حل کولو منطق ورسره نه وي.
 قرآڼ عظیم الشان چې په سلګونو ځله په مستقیم او غیرمستقیم ډول په عقل او فکر کولو باندي تاکید کوي، وجه یې دا ده چې په عقل او منطق کې قوت دی. د رسول الله مبارک ژوند او سیرت ته وګورئ! د هغه مبارک ژوند د زغم او تحمل اعلی مثال و. هغه مبارک چې د حدیبیې سوله کوله، ګڼ اصحاب یې له دې فیصلې سره موافق نه وو، مګر رسول الله مبارک د عقل او فکر او تحمل د قوت په راز باندې تر نورو ښه پوهېده او د سولې لاره یې انتخاب کړه.
افغان ښځې ځانونه د جنګ عاملانې نه ، بلکې برعکس، د سولې عاملانې بولي. هو! ښځې د جنګ عاملانې نه بلکې د جنګ شهیدانې، زخمیانې او مهاجرې دي. د افغانستان د هر ځای، هر کلي او هر ښار د ښځو درد مشترک دی. ایا تر کله پورې به زموږ خویندې او میندې د وروڼو او اولادونو په مرګ غمجنې وي او تور څادرونه به یې په سر وي، هدیرو ته به روانې وي؟ ښځې چې د جنګ درد تر هر چا ډیر احساسوي ، د سولې حقیقت او سولې ته د رسېدو حقیقت هم تر هر چا ښه درک کولای شي.
 له بلې خوا ښځې د ماشومانو په استازیتوب غږېږي. داسې مور نشته چې هغه دې خپل ماشوم په میدان پرېږدي. دې سترې تاریخي غونډې ته ښځې له هغو ځایونو هم راغلي دي چې د ماشومانو مکتبونه یې سوځول کېږي، ماشومان یې کلینیک ته لاسرسی نلري، ماشومان یې له واکسین څخه محروم ساتل کیږي او بالاخره دلته راغلي ښځې  د هغو میرمنو استازي دي چې د ښځینه ډاکترې او نرسې د نشتوالي په نتیجه کې د ولادت په وخت ، په ګڼ شمیر کې خپل ګران ژوند له لاسه ورکوي او ځوانیمرګې کېږي.
 د ښځې غږ د سولې د قوت او عدالت غږ دی. د راتلونکي وخت د هوساینې غږ دی، د ابادۍ غږ دی او په جګړه مارو باندې د عادلانه سیاسي حل لارې غږ دی.