یا به یو کېږو یا به ورکېږو

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

جنګ او جګړه د افغانانو د ورځني ژوند په یوې برخې اوښتې، ځکه هره ورځ د افغانستان په یوه ځای کې جګړه وي چې عام او بېګناه افغانان په یو او بل نوم په کې وژل کیږي ، دا له دې کبله نه ده چې افغانان شر او جګړه غوښتونکي دي او یا هم جګړه خوښوي، بلکې دوی مجبوره شوي دي او ځینو بهرنیو هیوادونو دلته خونړۍ جګړه راوړې چې له امله یې هره ورځ په لسګونه بېګناه افغانان وژل کېږي

.

دلته جکړو نیابتي شکل اخیستی. روسیه غواړي چې په افغانستان کې له امریکا څخه د ویتنام غچ واخلي. امریکا غواړي چې په سیمه کې د روس او چین نفوذ محدود کړي. پاکستان خو بې له هغې افغانستان ته کږه اراده لري او ایران هم د لستوڼي د مار په څېر د افغانانو له اوسني وضعیت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د جنګ د اوږدېدو لارې چارې لټوي. روسیه او ځینې نور هیوادونه چې نه شي کولی له امریکا سره مستقیمه جګړه وکړي غواړي په افغانستان کې د امریکاپلانونه شنډ کړي او عام افغانان ووژني .

د پاکستان له جوړېدو وروسته به فخر افغان خان عبدالغفار خان  ویل: (لر او بر یو پښتون یو افغان) ، (لا به یو کیږو ګنی ورکیږو) او (اوبه په ډانګ نه بیلیږی) . ویل به یې کله چې په لر پښتون څه تکلیف راغلی دی ، نو هغوی بر وطن (افغانستان) ته کډه کړې ده ، که په بر پښتون څه تکلیف راغلی دی نو هغوی لر وطن (پاکستان) ته کډه کړې ده، مګر اوس د پښتنو د بې اتفاقۍ او د افغان سیاسیونو د خپلمنځیو جنجالونو له امله څلور لسیزې کېږي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د افغانستان په جګړو کې مستقیم لاس لري ، یا خو کوز پښتانه بېوسه شوي توانایي نه لري چې پنجاب او (ای ایس ای) ته ووایي چې په افغانستان کې لاسوهنه مه کوه او یا هم نه غواړي چې د حکومت په کارونو کې مداخله وکړي .

که مونږ د افغانستان جنګ او جګړو ته وګورو له یوی خوا افغان وژنه او له بلی خوا د افغانستان د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل دي. داعش او طالبان بېدرېغه افغانان وژني. د غزني ولایت په جګړه کې ډېری بیګناه افغانان شهیدان شول ، د کابل دشت برچي سیمه کې هم زمونږ ډېری بیګناه محصلین او متعلمین شهیدان شول ، د دواړو د حکومت مخالفیو دنده افغان وژنه ده. دوی غواړي چې د افغانانو په منځ کې مذهبي او قومي تفرقه ایجاد کړي.

په افغانستان کی ځینو سیاسي ګوندونو ډېری بېګناه افغانان په یو او بل نوم ووژل ځینې یې د خلقیانو او ځینی یی د مجاهدینو په نوم ، ځینی یی د حزب اسلامی او ځینو یی د جنبش په نومونو سره ووژل ، ځینی ګوندونه اوس هم له افغان حکومت نه د سیاسی ګوندونو په نوم پیسی اخلی خو کارونه یی د یو ګوند په شان نه دی ځکه ګوندونه له حکومت سره همکاری کوی ، د خلکو ستونزی له حکومت سره شریکوی او په ځینو مواردو کی د خلکو ستونزی په خپله حل کوی ، خو په افغانستان کی ګوندونه له حکومت نه په ټولو مواردو کی سهم غواړی له حکومت سره همکاری نه کوی بلکی د حکومت پښی وهی او حکومت کمزوری کوی .

که زمونږ سیاسي مشران ، سیاسي ګوندونه او احزاب ، اجرائیه ، مقننه او قضائیه قوې او په لویه کې حکومت ، محصلین ، متعلمین ، د پوهنتون او مکاتبو استاذان او د افغانستان ټول عام وګړي او هر شخص خپله دنده وپېژني او په خپله دنده کې صادق واوسي او له یو بل سره همکاري وکړي، د اوسنۍ جګړې د ختمولو لپاره سره کېنو او په صادقانه توګه سولې ته کار وکړو باور لرم چې اوسنۍ جګړه به پای ومومي او د تل لپاره به دا جګړه ختمه شي .