د ښځو رول او نړیواله ورځ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په میلیونونو نارینه او ښځینه د مارچ اتمه د غونډو او ناستو په بڼه نمانځي. د مارچ اتمه په نیویارک کې د کتان د فابریکې د کارکوونکو ښځو مبارزې ته ور ګرځي ، چې په۱۸۵۷م  کال کې پیل شوې ده . د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په کم مزد کار سختو او غیر انساني شرایطو هغه ښځې او نارینه چې یو ځای صنعتي فابریکو ته ننوتلي وو په دې مجبور کړل ، چې د دغو بې عدالتیو پر وړاندې منظمه او پلان شوې مبارزه پیل کړي . په دې ورځ د نساجۍ د یوې فابریکې ښځینه کارګرانو ، چې د جامو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې یې کار

کاوه د دغو سختو کاري شرایطو پر وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړ، چې د همدې اعتصاب خاطره د نساجۍ د فابریکې د کار کوونکو لپاره پاتې شوه .

د ۱۹۰۸ میلادي کال د مارچ په اتمه تر پنځوسو د ډېرو کلونو په تېرېدو سره په نیویارک کې د کتان نساجۍ د فابریکې ښځینه کار کوونکو د دغه اعتصاب د نمانځنې په موخه په کاربنديز لاس پورې کړ او د فابریکې خاوند د دې لپاره چې له اعتصاب سره د فابریکې نور کارکوونکي یو ځای نه شي او یا هم دا اعتصاب د فابریکې نورو برخو ته و نه غځیږي دوی یې د خپل کار په ځای کې بندې کړې . په همدې وخت کې د یوه نا معلوم دلیل له امله په کور کې اور ولګېد ، چې د ګوتو په شمېر ښځې له هغه ژوندۍ ووتلې او پاتې ۲۹ ښځې پکې وسوځېدې . همدا وه ، چې د مارچ اتمه په دوديز ډول د ښځو پر وړاندې له بې عدالتۍ او زور زیاتي سره د مبارزې د ورځې په نامه په ذهنونو کې پاتې شوه.

نور قومونه کله چی نړیوالې ورځې لمانځي، د هغوی په ټولنیز ژوند کې هغه تصویر روښانه وي ، خو زمونږ په هیواد کې د نړیوالو ورځو عکس نیمګړی وي ، اوس چې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په رانیږدې کېدو ده په افغانستان کې بالخصوص په پښتنو کې دا ورځ ډېر کم اشخاص لمانځي دوی یې یو ډول شرم ګڼي چې زه خو نر یم او زه ولې د ښځې ورځ ولمانځم ، ځکه دوی فکر کوي که زه دا ورځ ولمانځم ما پورې پلانکي خاندي مونږ همېش د بل د خوښې لپاره ژوند کړی همېش مو نور اشخاص خوشحاله کړي، خو د مېرمنې هغه ورځ نه لمانځو کومه ورځ چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. له دغې ورځې څخه باید د ښځو په اړه د عامه پوهاوي په توګه استفاده وشي او په دې ورځ باید د ټولنې بېلابېل اقشار د ښځې رول او ارزښت ته لا ډېر متوجه او په دې قانع شي چې ښځو ته د درناوي لرلو ترڅنګ ارزښت هم ورکړي.

د جاهیلیت د دور یوه نښه دا وه چې ښځې ته به یې د شرم په سترګه کتل او ښځه به یې یو ډول شرم لرونکی څیز ګاڼه ، کله چې د اسلام مبارک دین نازل شو، نو لومړی پیغام یې د ازادی وو ، که مونږ اوس ټولنېته ځیر شو نو تر ډېره د جاهیلیت دورې ته ورته دوره پکې تر سترګو کېږي ، د ځان لپاره د ګډ ژوند ملګري انتخابول د هر چا حق دی، خو زمونږ په ټولنه کې یو ډول شرم دی زمونږ په ټولنه کی باید د نوروخلکو په خوښه هر څه وکړي .

دا ورځ په افغانستان کې داسې وخت کی لمانځل کېږي چې تر اوسه هم زمونږ په هیواد کې هره ورځ له ښځو سره تاوتریخوالي بېلګې تر سترګو کېږي ، تعلیم چې د یوې ټولنې د پیشرفت او ترقي سبب ګرځي، خو په تاسف سره زمونږ په ټولنه کې ښځې تعلیم ته نه پرېښودل کېږي .

لنډه دا ښځه او نارینه یو وجود او د ټولنې دوه مهم غړي او رکنونه دي، مګر له بده مرغه چې موږ د خپل وجود یوه ډېره مهمه او ارزښتناکه برخه (ښځه) په لوی لاس غیر فعال او د کور بندیوانه ګرځولې او تر هغو چې ښځې ته هغه رول او ارزښت چې د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون ورکړی دی، په واقعي مانا ورنه کړل او دښځې کار، هلو ځلو او وجود ته د ارزښت په سترګه ونه کتل شي، نو تر هغو به مو ټولنه له ورپېښو ناخوالو څخه رنځېږي.