د کډوالو راتګ پر جنګ مستقیم اغېز لري

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

دا مهال لا هم ګڼ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت دي. تر هغو چې دغه هېوادوال په عزت سره هېواد ته راستانه نشي، نو د جنګ په شدت کې کمی نه راځي، ځکه چې پاکستان د همدغه کډوالو له مجبوریتونو څخه په بېلابېلو پلمو ځوانان جنګ او د وسله والو طالبانو لیکو ته سوق کوي

.

حکومت ته ښایي چې د جنګ د کمولو او مخنیوي لپاره په بېلابېلو ابعادو فکر وکړي. یو له دغو مهمو ابعادو څخه د کډوالو را ستنېدل دي. که چېرې حکومت د دې لپاره عملي پلان جوړ کړي، نو په لږ یانې دومره امکاناتو دغه د راستنېدنې پروسه په بریالیتوب بشپړولی شي چې په خپله د افغان حکومت په وس پوره ده.

د بېلګې په توګه افغان کډوال د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سره تړاو لري او هغوی په خپلو اړوندو سیمو کې ځمکې او جایدادونه لري، ممکن ډېر کم تعداد یې داسې وي چې هغوی دې ځمکې ونه لري، د هغو لپاره حکومت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دښتې وېشلی شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ښایي چې د کډوالو د راستنېدو لپاره عملي پلان جوړ کړي.که چېرې حکومت د دې امکانات او توانایي نه لري چې ټول کډوال دې په یو ځلي راستانه کړي او یا له دې وېرېږې چي د دوی په منځ کې پاکستانۍ کورنۍ، بهرني تروریستان او نور د افغان کډوالو په نوم راستانه نشي، نو بیا دې خپل پلان داسې ترتیب کړي چې لږ لږ کډوال خو دوامدار راستانه شي او دوی یې په اسانه چک او کنټرول کړای شي.

د بېلګې په  توګه حکومت دې داسې پلان کړي چې سږکال باید سل زره کورنۍ هېواد ته راستنې شي. دا دې د کال په شپږ یا اته میاشتو ووېشي، ځکه په ژمي کې راتګ او راستنېدل د سختو سړو له امله ممکن نه دي بیا دې د افغان سفارت له لارې په پاکستان کې بېلابېلو کډوالو ته د ولایتونو په اساس او یا هم د کمپونو په اساس مهالوېش وټاکل شي او که څوک په ټاکلي وخت کې هېواد ته ستون نشو، نو حکومت به یې په اړه اقدام وکړي او بیا د ګیلې حق نه لري.

مګر حکومت دې خپل د کډوالو د راستنېدنې پلان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سره په همغږۍ جوړ کړي، تر څو هغوی د یادوسیمو او کمپونو کډوال چې د راستنېدنې نوبت یې دی وار دمخه خبر او دېته وهڅوي چې هېواد ته راستانه شي.

حکومت باید په هېواد کې د جنګ د مخنیوي یا حداقل د کمېدو لپاره د کډوالو راستنېدو ته لومړیتوب ورکړي او دغه موضوع په خپلو اساسي لومړیتوبونو کې ونیسي او تر هغو چې کډوال هېواد ته راستانه نشي، نو تر هغو به جنګ او نورې ناخوالې همداسې موجودې دي.

د کډوالو راستنېده څو ګټې لري، لومړی دا چې د هېواد کلي او سیمې ورسره ابادېږيو امنیت او ثبات ورسره ښه کېږي. پاکستان نور نشي کولی چې زموږ ځوانان په اسانۍ جنګ ته جلب کړي، ځکه له کمپونو څخه ټول کډوال راستنېږي، بله مهمه دا چې په سرحد کې تګ راتګ د اوس په پرتله کمېږي او څومره چې دغه تګ راتګ کم شي، نو همغومره د ترهګرو او وسله والو طالبانو څار دقیق کېږي او په اسانه یې یا د را اوښتو مخه نیول کېږي او یا هملته له منځه وړل کېږي.