برېښنایي تذکرې ولې مهمې دي؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د برېښنایي تذکرو وېش د جرمونو کمولو، د جعل، تذویر او فساد مخنیوي او نورو هغو ناخوالو په له منځه وړلو کې چې افغاني ټولنه ورسره دا مهال لاس او ګرېوان ده فوق العاده مرسته کولی شي، ځکه هغه مهال به نه څوک د اوس غوندې په یو یا بېلابېلو نومونو د څو تذکرو اخیستلو امکان ولري او نه به هم  بهرنیان د افغاني تذکرې اخیستلو چانس ولري

.

اکثره وخت چې زموږ امنیتي او دفاعي یا کشفي ارګانونه د جرایمو لکه اختتاف، غلا، قتل، اختلاس او نورو پرمهال ځینې خلک نیسي او یا د جرم د ترسره کېدو په ساحه کې له هغوی څخه کومې نښې ترلاسه کېږي حتی د پېژندپاڼو او کارتونو او نورو په ګډون نو هغه د مجرم په تشخیص او د هغه په نیولو کې زیاته مرسته نشي کولی.

ځکه یا د مجرم اسناد جعلي وي، یا یې تذکره جعلي وي. یا مجرم د یو ولایت او سیمې اوسېدونکی وي، خو تذکره یې د بل ولایت او سیمې وي، چې له دې امله امنیتي او دفاعي ځواکونه د جرایمو په مخنیوي کې په هغه اندازه څومره چې دوی هلې ځلې کوي او یا د خلکو توقع او غوښتنه ده  بریالي نه دي.

همدارنګه په هند، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو کې د ځینو جرمونو پرمهال لیدل شوي چې مجرم افغاني تذکره لري، مګر کله چې د هغه دقیقه پلټنه شوې نو اصلاُ یا د پاکستان او یا هم د ایران اوسېدونکی وي، خو د افغاني تذکرې په لرلو سره یې دغه جرم ترسره کړی وي، چې دغه ډول پېښې د افغانستان تصویر په بهر کې خرابوي، د افغانانو په اړه نور بدبینه کوي، نو له همدې امله جدي اړتیا لیدل کېږي چې برېښنایي تذکرې باید ژر تر ژره ووېشل شي.

مګر ځینې مغرضې او مافیایي کړۍ، افراد او اشخاص یا د نورو په لمسون او یا هم د خپلو جرمونو او جنایتونو د خوندیتوب په خاطر د برېښنایي تذکرو د وېش پر وړاندې په  بېلابېلو پلمو ستونزې او خنډونه ایجادوي.

حکومت ته ښایي چې د امنیتي، پانګونې، د سوداګریزو او نورو معاملو د ساده کولو او اسانولو، په اساسي توګه د خدماتو د وړاندې کولو او ګڼو نورو ښېګڼو د برابرېدو له امله د برېښنا تذکرو د وېش په برخه کې جدي او عملي ګام واخلي.

د برېښنایي تذکرو وېش د ولس اساسي غوښتنه ده او هغوی له دې امله حکومت او مسوولین ملامتوي چې دغه مهمه پروسه ولې د زورواکو، سیاسیونو او نورو له چنګال او انحصار څخه نشي ژغورلی.

حکومت دې د الکترونیکي تذکرو د وېش ټولې عملي زمینې برابرې کړي او که په دې برخه کې هر چا د خنډ ایجادولو او ستونزو پیدا کولو هڅه کولو، نو په ډاګه دې ولس ته ووایي چې دا د ملي ګټو او ملي پروسې پر وړاندې اقدام دی او دغه ډول اقدام ملي خیانت ګڼل کېږي او له هغوی سره باید د یو مجرم په توګه چلند وشي.

تر څو چې حکومت په دې برخه کې په قاطعیت سره خپل تصمیم او دریځ اعلان نه کړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په زور او د ولس په ملاتړ د برېښنایي تذکرو د وېش پر وړاندې د مافیایي کړیو، افرادو او اشخاصو مقاومت له منځه یو نسي، نو تر هغو به ولس پر حکومت باور ونه کړي.