ولس مه توهینوئ!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

پښتو متل دی چې مېړه مړ کړه، خو مېړانه یې مه وژنه، مګر یو شمېر عقده من افراد او اشخاص په تلویزیونونو او بحثونو کې د افغان ولس د مېړانې د وژلو هڅه کوي. هغوی د افغانستان اوسنی منتخب حکومت غیر قانوني او د جان کیري د پرېکړې پایله بولي. د دوی دغه وړ څرګندونې د افغانستان عظیم ملت ته لوی توهین دی

.

دلیل یې دادی چې نړۍ ولیدله چې زموږ خلکو تراژيدي خلق کړه، شهکار او شهامت یې وکړ، ځکه چې په ډېرو سختو شرایطو کې په داسې حال کې چې ښه یې لیدل چې سر او ژوند یې په خطر کې دی، مګر دوی بیا هم د دې باوجود له خپل او د خپل هېواد له برخلیک سره د مینې او روښانه راتلونکي له امله د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او رایې یې ورکړې او د دغو رایو په پایله کې د ټاکنو په دویم پړاو کې ډاکټر محمد اشرف غني په غوڅ اکثریت ګټونکی شو.

خو له بده مرغه ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنې ناندریزې کړې او د رایو پایلې یې بحراني حالت ته بوتلې، چې په دې کې د هغه وخت ولسمشر (حامد کرزی)او حکومت هم مسوول او ملات دی، ځکه دا د هغوی مسوولیت جوړېده چې باید د واک د سوله ییز لېږد لپاره یې زمبنه برابره کړې وای او د ټاکنو رڼې پایلې یې پر وخت اعلان کړې وای.

ولسمشر حامد کرزي په لوی لاس غوښتل چې دغسې یو بحران ایجاد کړي، ځکه هغه نه غوښتل چې د ده ځایناستی دې په همغومره قوت چې ولس ورته رایې ورکړې وې ارګ ته ننوځي. هغه غوښتل چې نوي حکومت ته لوی سرخوږی ایجاد کړي او په دغه ډول یې مشروعیت کمرنګه کړي او خلکو ته دا وښیي چې حکومت د رایو په پایله کې نه دی رامنځته شوی.

په دې کې شک نشته، چې خلکو په غوڅ اکثریت اوسني ولسمشر ته خپلې د باور رایې ورکړې او د همغو رایو په اساس نوموړی د افغانستان منتخب ولسمشر شو، خو درېغه چې تېر حکومت او ډاکټر عبدالله په دې برخه کې هغه مهال د ولس رایو ته توهین وکړ.

همدارنګه دغه د توهین لړۍ ادامه لري، ځکه نن چې هر فاسد، بې کفایته او نااهله چارواکی له موقف او دندې وشړل شي، یا قرارداد ورڅخه واخیستل شي، یا د تېر فساد په اړه ورسره د حساب او کتاب خبره رامخې ته شي، نو تر ټولو لومړی همدوی په تلویزیونونو کې چغې وهي چې حکومت قانوني نه دی او د جان کیري د تفاهم په اساس رامنځته شوی دی.

هیله ده چې دغه عقده من، مفسد او بې کفایته اشخاص او افراد په خپلو غیرمسوولانه څرګندونو سره د افغانستان د ولس توهین ونه کړي، ځکه ولس د رایو ورکولو او د خپل زعیم او منتخب ولسمشر د ټاکلو لپاره سختې ستونزې ګاللي دي او ډېرو په دې برخه کې د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي، د ډېرو ګوتې پرې شوي او ډېرو خپلې تورسرې د رایو لپاره د رایو مرکزونو ته په سختو شرایطو کې بېولي، نو هیله ده چې د دوی شهامت ته درناوی وشي.