حکومت اداري اصلاحاتو ته ژمن دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

د څلورو لسیزو جګړو او ناقانونیو په افغانستان کې پراخ فساد ته زمینه برابره کړه چې له امله یې ادارې دومره غیر فعالې او ککړې شوې چې د خلکو باور ورباندې بېخي را کم شو. په تېرو کلونو کې حکومتي اداري یا میراثي شوې، یا خلکو ته په امتیاز کې ورکړل شوې، یا انحصار شوې او اکثره یې خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو پرځای د محدودو افرادو او اشخاصو د پیسو ګټلو او شخصي کاروبار په مرکزونو بدلې شوې وې

.

په ادارو کې پراخ فساد د ولس او حکومت تر منځ د بې باورۍ، نارضایتۍ او زیات واټن لامل شو، د دغه باور د بېرته ترلاسه کولو او شته واټن د کمولو لپاره زیات کار او جدي مبارزې ته اړتیا ده، تر څو فاسدې ادارې په خدمتګاره او فعاله ادارو بدلې شي. حکومت په تېرو درې کالو کې په دې برخه کې پام وړ ګامونه واخیستل، خو دا کار هغه مهال شونی او زیات عملي دی چې ولس د فساد پر ضد مبارزې په برخه کې د حکومت د هلو ځلو پراخ او عملي ملاتړ وکړي.

په ادارو کې د اصلاحاتو راوړلو په برخه کې به هغه مهال زیات تحرک رامنځته شي چې ولس په دې برخه کې په کلکه د مفسدو افرادو او اشخاصو پر وړاندې ودرېږي. هغوی ته بډې ورنه کړي او که څوک ګوري چې د دندې په ترسره کولو کې غفلت کوي، یا د خدماتو په بدل کې بډې او پیسې ورڅخه غواړي، نو ژر تر ژره دې مسوول چارواکي ورباندې خبر کړي. یا دې د اعتراض او لاریون په توګه د هغوی پر وړاندې خپله کرکه او غبرګون وښیي، تر څو لومړۍ درجه مقامات متوجه شي او د هغوی پر وړاندې غوڅ ګامونه واخلي.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني په ادارو کې د اصلاحاتو په موخه ټولې مقررۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې ته انتقال کړې، تر څو ځوانان د شفاف او ازاد رقابت له لارې شته خالي بستونه ډک کړي. همدارنګه به په دغو مقرریو کې د هیڅ ولایت اوسېدونکي بې برخې نه پاتې کېږي او بې انصافي به نه ورسره کېږي.  ولسمشر په ټول قوت سره کوښښ کوي چې په تعینانو باندې سیاسي کنټرول وجود ونه لري اوتعینات د سیستم له لارې ترسره شي.

 د اصلاحاتو په برخه کې یو مهم کار د جوړښتونو اصلاح ده. د ټولو وزارتونو او ادارو کارونه باید له سره تعریف او له دې اړخه وارزول شي چې زموږ ادارې او وزارتونه څومره د خلکو نننیو اړتیا او غوښتنو ته ځواب ویونکې دي. په لسګونو کلونو کې دود او شیوه دا وه چې نوي بستونه د دې لپاره ایجاد شي چې یو څوک کار پیدا کړي، خو دا شیوه باید بدله شي. اداره باید یو چاته د کار موندلو پرځای د کار لپاره افراد پیدا او وټاکي.

کله چې یو منظم سیستم او میکانیزم رامنځته شي، نو له برکته به یې په اداره کې اصلاحات هم ژر عملي شي، خو په دې شرط چې د دغه سیستم او میکانیزم په راس کې پاک، ژمن، وړ او صادق خلک وګمارل شي. تعیینات باید د یو شفاف سیستم له لارې وشي، داسې  سیستم او نظام چې ټولو ته ځواب ویونکی او حساب ورکوونکی وي.