نارویژې/ پښتو قاموس

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد طارق بزګر

د خوږو ژبو ښاغیلو مینه والو او څېړونکو! ستاسې په لاسونو کې دا قاموس چې ۵۰ زره لغاتونه او د ورځنۍ محاورې اصطلاحات په کې راټول شوي؛ د لیکلو چارې یې له نن څخه ۱۷ کاله وړاندې پیل او تیره میاشت د پای په درشل ودریدې. ولې د قاموس د بیا کتنې، کمي او زیاتي‌ ستومانه سفر به هیڅکله هم تم نه شي. په یادې مودې کې، د لغاتونو د میندنې، غوراوي او چاڼ دا بهیر به کله ډیر چټک او کله ټکني او ځنډنی شو، خو دا وروستني دوه کلونه د ډیرو شپو د رڼو کولو شاهدان دي.

له هغه وخته راهیسې چې زه په ښه او بد پوهېدلې یم، د خپلې ژبې او خلکو پرمختګ او په سولې کې ژوند مې ستر ارمان دی. د نورو با احساسه پښتنو په څېر، زه هم هیله مند یم چې پښتو او پښتانه په هر ډګر کې د نړۍ د مختلفو ژبو او خلکو سره مثبته تربورولي وکړي او د خپل وجود او هویت شاخص، ځلانده وساتي. د انساني تهذیب د عروج او زوال په شان، ژبې هم د بدلون په حال کې دي او د مودرنې ټکنالوژۍ له برکته د ژوند بڼه ورځ تر بلې بدلیږي. ځینې ژبې ارتقا کوي، ژوندۍ پاتې کیږي او د ژوند له کاروان سره اوږه په اوږه سفر کوي. مګر هم مهاله، د هغو وګړو ژبې مري، ورکیږي او یا هم د غلامۍ د دسترخوان میلمنې کیږي چې د پرمختګ او بدلون تومنه له ځانه سره نه ساتي.

هغه ژبه لا غوړیږي، غنا مومي او د سیالانو سیاله کیږي چې د هغې ګرامر او لیکدود مزبوت وي. په هغې باندې له نورو ژبو څخه علمي لیکنې او څیړنې وژباړل شي او د قاموس / ډکشنرۍ لیکنې علمي کار ته اوږه ورکړل شي. ژبه الهي نعمت او انتخاب دی چې بنده ګان په کې واک او ځواک نه لري؛ نو په کار ده چې د الله تعالی د نورو نعمتونو په څیر د خپلې ژبه ساتنه او پالنه وکړو. دا قاموس په همدې موخې، د همدې نعمت د شکرانې په لور یو ګام دی. په دې تمه چې موږ هر یو به تر خپلې وسې د خپلې ژبې د پیاوړتیا له پاره په مثبتو کارونو کې مټې رانغاړو او یو د بل ننګه به کوو. ښایي دا قاموس به نه یواځې د ښوونځي د لومړي ټولګي څخه نیولې د پوهنتون ترکچې مرستندوئ وي، بلکې د نارویژۍ ژبې د ټولو زده کونکو د لاس امسا وي. دلته هڅه شوې چې د هر ډول لغاتونو د راغونډولو په لټه کې شم ترڅو د بېلا بیلو مسلکونو د ژبنیزو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

لکه چې ټولو ته څرګنده ده، ژبې یو تر بلې خورا ډیر توپیر لري او د لغاتونو مانا ګانې او مفاهیم یې ډیر کله په یو قالب که نه ځاییږي. یو لُغت کېدای شي په ډیرو ځایونو کې یو له بل سره په مختلفو ډولونو وکارول شي او په هر ځای کې بېله بېله معنی ورکړي. د یو لُغت او څو معناوو ستونزه په دواړه ژبو کې شته، ما د هر نارویژي لُغت جلا معنا او ځانګړی مفهوم لیکلی او په ځینو ځایونو کې مې د یو لُغت څو ماناوې په ۱/، ۲/، ۳/ په بڼې لیکلي او په بعضو کې یو لُغت او یوه یوه معنی یې د بیل لُغت په توګه لیکل شويده. د قاموس لیکنې او د لغاتونو د ژباړنې بله ستونزه، د یوې ژبې ذاتي اډانه او جوهر دی چې کېدای شي یوه ژبه په یو څه کې شتمنه وي خو دغه بله ژبه په بل څه کې بډایه وي؛ نو دا آسانه نه ده چې مشابه (ورته)  لُغت او نوم ورته ومیندل شي. بله خبره دا ده چې د نارویژۍ ژبې د ویوونکو شمیر، د پښتو د ژبې سره د پرتلې وړ نه دی. د پښتنو نفوس له پنځه شپیته ملیونو څخه اوړي، خو د نارویژۍ ویوونکي مازې پنځه نیم ملیونه دي. ولی باید ومنو چې د ژبنۍ غنا او پیاوړتیا له مخې، نارویژۍ ژبه ډیره بډایه او زښته ډېر کار ورته شوی دي.

ما هڅه کړې چې هر نارویژي لُغت ته د هغې انډول پښتو معنی ومومم؛ خو ډیر ځل دا کار ناشونې وو. هغه ستونزه چې زه ورسره بیا بیا مخ کیدلم دلته یې د بېلګې په ډول یوه یادونه کوم؛ نارویژۍ ژبه د کبانو او مرغانو د نومونو په برخه کې خورا غنی ده چې په مقابل کې پښتو د کبانو او مرغانو په نومونو کې ډیره فقیره ده، ولې پښتو بیا د اهلي او کورنیو ژوو په نومونو کې ډېره شتمنه او لمن یې پراخه ده. د لا ښه پوهاوي له پاره، د ځینو لغاتونو او نومونو انځورونه د کتاب په پای کې له (۸۹۷ څخه تر ۹۴۱ مخونو) کې ځای په ځای شويدي تر څو ګران لوستونکي په اسانۍ سره وکولاې شي د انځور په لیدلو د لغت او نوم په معنی وپوهیږي. دلته یوه یادونه راته اړینه ښکاري چې د هر هغه نارویژي لُغت او توري عکسونه چې د کتاب په پای کې راغلي دي، د دغه ډول لُغت او نوم سره د بېلګې په ډول «bratsj» د نوم مخې ته «b.900» لیکل شویدی. مقصد دا چې د دې لُغت یا نوم عکس، د کتاب په ۹۰۰ مخ کې دی. «b» د نارویژۍ ژبې د bilde «عکس» د مانا له پاره کارول شویدی.

دا کتاب به نارویژي وګړو ته د افغانانو د کلتور، دودونو او ژبې په اړه د هغوئ په پوهې او پېژندلو کې غوښنه مرسته وکړي. له بله پلوه، په ناروې کې د افغاني پښتنې ټولنې سره به هم په ښه ډول کمک وکړي چې د نارویژۍ ژبې، نارويژي فرهنګ او په نارويژۍ ټولنې کې د سیاسي او اقتصادي ادغام په بهیر کې د دوئ لاس نیوې وکړي. تر ممکن بریده هڅه شوې چې کتاب له تیروتنو، املایي او انشائي غلطیو څخه پاک وي، خو دا قاموس به بیا هم له نیمګړتیاو او تیروتنو خالي نه وي. له همدې بابته، په ډیر درنښت له تاسې هر یو څخه هیله کیږي چې د کتاب د نیمګړتیاوو او غیر قصدي غلطیو د پیدا کولو په صورت کې را سره اړیکه ونیسئ، تر څو ستاسو درنو لوستونکو په مرسته او همکارۍ دا کتاب بل ځل په اصلاح شوې بڼې چاپ شي.

ټول هغه نارویژي قاموسونه یا ډیکشنرۍ چې نورو ژبو ته اړول شويدي، تقریباً د ټولو سره د مختلفو نارویژي ادارو له خوا ورسره راز راز مرستې شوېدي. مګر د دې قاموس په برابرولو کې د لیکوال سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او ټول کار د لیکوال خپل او د هر څه مسئولیت یې هم خپل دی. زه تمه لرم چې دا قاموس به د هر مسلک د خاوندانو سره د پښتو او نارویژۍ ژبو په زده کړې، د ژبو په اسانولو او د ژبو اړونده ستونزو په اوارولو کې تر ډېره حده مرسته وکړي. خپلو ټولو هېوادوالو ته چې په ناروې کې میشت دي؛ په ځانګړي ډول هغوئ چې په وروستیو کلونو کې ناروې ته راغلي دي یادونه کوم چې: په ناروې کې د ژوند په ټولو چارو کې نارویژۍ ژبه، د ژوند کولو او پرمختګ کیلي ده او پرته له نارویژې ژبې په ټولنه کې مخ ته تګ خورا ستونزمن او له کړاو څخه ډک دی. زه ډاډه یم چې منزل ته د مزل او سفر په دې بهیر کې به دا قاموس له تاسې سره ښایسته مرسته وکړي.

په پای کې، د خپلې مېرمنې ځانګړې مننه کوم چې تل یې تر خپلې وسې د دې قاموس په لیکلو کې زما هر ډول ملاتړ او مرسته کړې او تل یې هڅولی یم چې کتاب ژره تر ژره بشپړ او په ناروې کې د افغاني ټولنې خدمت ته وړاندې شي. همدا راز د ښاغلي محمد حنیف سعدل مننه هم کوم چې د دې قاموس د ډېرې برخې د پروف په لوستلو او اصلاح کې یې مرسته کړېده.

د دې کتاب بیه ۸۰۰ نارویژي کرون (هغه چې د دعوت رسنیز مرکز څخه په مستقیم ډول ترلاسه کوي) د پوست له لارې بیه یې په ناروې، سویډن او ډنمارک کې ۹۵۰ کرون ده. په بانک کې د دعوت ميډیا د اکاونټ نمره په دې ډول ده: (AC#0530 22 94668) لطفا، د پیسو د رالیږلو سره خپل بشپړ پوستي ادرس هم راولیږئ چې قاموس تاسې ته درواستول شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز دفتر

Dawt Media Center

Voldgt. 37A

2000 Lillestrøm, Norway

Tel: +47 63844384

email: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

 

 مینه او درنښت

لیلستروم، ناروې