(د افغانستان د لوی ملی غورځنګ) رهبري شورا

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درنو ملگرو، خویندو او وروڼو!

د روان عیسوي کال د جولای د میاشتې په اومه نېټه چې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د سرطان د میاشتې له ۱۶مې نيټې سره سمون خوري، د ګران هیواد افغانستان په پلازمینه کابل کې (د افغانستان لوی ملي غورځنګ) خپل موجودیت په رسمي توګه اعلانوي.

په نظر کې وه چې ددې کار لپاره په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې ستره غونډه ونیول شي. خو د امنیتي وضعیت، د کرونا د دریمې څپې او تور قارج د سختې ناروغۍ د محدودیتونو له کبله تصمیم پر دې شو چې له حالاتو سره سمه محدوده حضوري غونډه جوړه شي او نور ملګري او مینه وال د (انټرنيټي ویبینار) له لارې په غونډه کې برخه واخلي.

(د افغانستان د لوی ملی غورځنګ) رهبري شورا بښنه غواي چې تاسې په حضوري توګه دې غوندې ته نه شي رابللای، خو د همدې بلنلیک او لینک د در استولو له لارې تاسې ته د هېواد د فعال سیاسي ټولنیز شخصیت په حیث بلنه در کوي چې په دې غونډه او (ویبینار) کې برخه واخلئ او خپل دوستان هم ورته د نړۍ له هر ګوټ څخه راوبولئ.

د افغانستان لوی ملي غورځنګ د پرانیست غونډې اعلامیه او ویبینار ته د ورداخلیدو لارښود په دری، پشتو او انگلیسی ژبو ددې لیک مل در استول کیږي چې په آسانۍ سره په انټرنيټي غونډه کې ګډون وکولای شئ.

ستاسې د ګډون په هیله

 
 

 نوټ: مهرباني وکړئ، د لیک مل ضمیمه یا Attachment! په پورته برخه کې خلاص کړئ

»»»»»»»»»»»»»»«««««««««««««««

رفقا، خواهران و برادران محترم!

بتاریخ ۱۶/۴/۱۴۰۰ که با 07.07.2021 میلادی مطابقت می نماید، (حرکت بزرگ ملی افغانستان) موجودیت خویش را در کابل مرکز کشور عزیز ما- افغانستان رسما اعلان میدارد.

در نظر بود که برای این مأمول میتنگ بزرگی در تالار لویه جرگه در کابل سازماندهی شود، اما با در نظرداشت وضعیت امنیتی، شیوع امراض قاج سیاه و موج سوم کرونا تصمیم بر آن شد که جلسۀ حضوری با تعداد محدودتری مطابق حالات دایر شده و سایر هموطنان از طریق (ویبینار انترنیتی) شرکت نمایند.

شورای رهبری (حرکت بزرگ ملی افغانستان) معذرت می خواهد که شما را به جلسۀ حضوری افتتاحیه دعوت نموده نمیتواند، ولی به حیث یک شخصیت فعال سیاسی و اجتماعی تاثیر گذار از طریق ارسال همین دعوتنامه و لینک انترنیتی دعوت می نماید، تا در جلسۀ افتتاحیۀ (حرکت بزرگ ملی افغانستان) سهم بگیرید و سایر دوستان خویش را هم از سراسر جهان به آن دعوت نمائید.

اعلامیه و رهنمود دخول به (ویبینار) میتنگ افتتاحیۀ (حرکت بزرگ ملی افغانستان) ضم این نامه خدمت تان به زبانهای دری، پشتو و انگلیسی تقدیم میگردد، تا به آسانی وارد میتنگ و ویبینار شده بتوانید.

به امید اشتراک شما

شورای رهبری (حرکت بزرگ ملی افغانستان)
 نوټ: مهرباني وکړئ، د لیک مل ضمیمه یا Attachment! په پورته برخه کې خلاص کړئ
 
نوت: لطفاً ضمیمه را باز نمائید!