ولې ماشي زموږ د غوږونو تر خوا بونګېږي؟

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
د آروزونا د پوهنتون د حشره پېژاندنې استاد په خپله  یوه مقاله کې په دې اړوند مالومات ورکوي چې د ماشیو د بونګېدو علت څه دی او ولې موږ د خپلو غوږونو شا او خوا دغه غږونه آورو؟
په اوړي کې کله چې اکثره وختونه موږ د کور په انګړ او د بام دپاسه ویده کېږو نو د ماشیو دغه غږونه موږ په عذابوي .

نوموړی په دې اړوند لیکي:«دغه غږونه د ماشیو له وزرونو څخه رامنځ ته کېږي ، دا غږونه تر لنډ واټنه رسېږي نو ځکه کله چې دوی زموږ د غوږونو په شا او خوا آلوزي موږ يې غږ  آورو.»هغه غږونه چې موږ يې آورو تر ډېره د ښځینه ماشو غږونه دي ، ځکه دښځینه او نرینه ماشو د ژوند ډول یو له بله توپیر لري. نرینه ماشي زیات وختونه د ګلانو د شیرې پسې ګرځي خو ښځینه ماشي له جوړه کېدو وروسته ددې دپاره چې په پوره اندازه انرژي ولري د وینوخواړو ته مخه کوي او زیاته انرژي تر لاسه کوي. ښځینه ماشي په ځانګړيو غړیو سمبال دي چې دوی ته د قرباني د موندلو وړتیا وربښي.   
ریلې وايي:«ښځينه ماشي له ورایه د کاربن دوه اکساید لټون کوي دا چې موږ  د تنفس په وخت کې کاربن دوه اکساید بهر ته باسو نو کاربن دوه اکساید د ښځينه ماشي د هڅونې سبب ګېږي اود خپل میزبان په لور ځي او وړاندې او شاته آلوتنې کوي څو خپل قرباني پیداکړي.  یا په بله ژبه ماشي زموږ د سر په شا او خوا چورلي را چورلي  او موږ د بوګنېدو په بڼه د هغو غږ آورو ، دا ځکه موږ د سر په برخه کې موږ زیات کاربن دوه اکساید بهر ته باسو . کله چې ماشی خپل قرباني ته نژدې کېږي د قرباني د بدن تودوخې او کاربن دوه اکساید ته خپل پام اړوي څو د خپل قرباني پر بدن کېني. ښځینه ماشی پر خپلو پښو باندې حسي حجرې لري چې ماشی د هغو په مرسته ځانته مالوموي چې آیا د انسان یا حیوان وینه د هغې د خوړو دپاره وړ او مناسبه ده او که نه؟  ویل کېږي چې ماشي د وینې د صفر ګروپ زیات خوښوي. خو ریلې دا خبره نه مني نوموړی د خپلو آزموینو پر بنسټ د وینې د ګروپ او د ماشي د علاقه مندۍ ترمنځ هيڅ تړاو نه ويني. ، خو په دې باور دی چې ځنې نور عوامل لکه د شخص جنتیک او د خوړو رژیم د شخص د وینې په خونداغیزه کوي چې داکار د ماشي د علاقه مندۍ سبب ګرځي. ریلې وايي: « ستاسې پوستکی داسې توکي خپروي چې د ماشي علامندي را جلبوي.»  یوه بله څېړنه ښايي چې ښځینه ماشي د هغه کسانو په لور زیات ځي چې د بدن د بکتریاګانو ډولونه يې زیات نه دي، ماشي همدارنګه د هغه کسانو په لو ر  زیات ځي چې جامې يې تیاره رنګ لري .کله چې ماشی د مقصد په لور آلوزي ، خپل وزرونه د ۴۵۰ تر ۵۰۰ فریکانسي سره ، په یوه ثانیه کې نژدې ۵۰۰ ځله خوروي، چې غږ يې زموږ د ځورېدنې سبب ګرځي خو د نر ماشي د پاره د( ای۱) هرتز موسیقي غږوي . دغه فریکانس د موسیقي د غږ په شان زړه راښکونکی دی. په حقیقت کې نر ماشي کله چې د جوړې لټه کوي په لوړ فریکانس کې له یو بل سره لګېږي ، چې د وزرونو د غږ له مخې ښځینه ماشي هغوي پیداکوي.  ریلي په ښځینه او نارینه ماشیو په دوه بېلو لوښو کې تجربه ترسره کړه چې  ښځینه لوښی ته  د (ای )هرتز په تېرولو سره هلته هيڅ اغیزه رامنځ ته نه شوه خو په نارینه لوښي کې د زیات خوځښت او پارونې سبب شو ځکه دا غږ چې ښځینه ماشي رامنځ ته کوي د نارینه ماشو د پارونې اسباب برابروي اوهغوی  دځان په لور جلبوي.  
نر ماشي ددې غږونو په آورېدو سره پارېږي ، خو انسان د هغې له آورېدو څخه عذابېږي. خو ددغه بونګېدو له لارې موږ د ماشي له شتون څخه خبرېږو. ، ریلې وايي زیات ماشي زموږ د سر په شا اوخوا ګرځي خو پر سر نه کیني بلکې  زموږ پر پښو زیات کیني ځکه هلته داسې بکتریاګانې شتون لري چې د ماشیو خوښ  دي خو ډېر کله د چا دې ته پام نه کېږي چې ماشی د هغه د پوندې په شا او خوا  بونګېږي . په ۱۹۹۶ کال دپرازیتولوژي د رجحاناتو په مجله کې یوه خپره شوې څېړنه څرګندوي چې د انافیل ښځینه ماشی چې د ملاریا ناروغي خپروي د انسان د پښو د بکتریا سره علاقه لري چې د
Brevibacterium Linens
په نامه یادېږي.
له ماشو څخه د ځان ساتلو دپاره اړینه ده څو روښانه جامې چې زموږ بدن وپوښي واغوندو. او د حشراتو ضد درمل هم مرسته کوي ، همدارنګه د ډنډونو او مړاوو اوبو څخه چې د لمر ختلو او لویدلو په وخت کې ، هلته ماشي زیات وي ځان لرې وساتو.

1- A