د اکسفورډ پوهنتون د کرونا واکسین جوړونې بهیر ته یو ټکان

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اکسفورډ پوهنتون په ناڅاپي ډول د یوه تن د ناروغه کیدو له امله د کووید -۱۹ له پاره د خپل واکسین ازمایشې بهیر درولی دی او د درمل جوړونکو کمپنیو د واکسین په جوړولو کې د ټولو حفاظتي اقداماتو د عملي کولو ژمنه کړې ده.

اکسفورډ پوهنتون د کووید-۱۹ د واکسین جوړونې په بهیر کې د شامل یوه تن داوطلب پر نامعلومې ناروغۍ د اخته کیدو له امله د دریم پړاو ازمایښتې بهیر درولی دی.

اکسفورډ پوهنتون او د اسټرا زینکا د درمل جوړونې کمپنۍ په ګډه د کووید-۱۹ له پاره د واکسین پر جوړولو اخته دي. د دوی واکسین د لابراتواري ازموینو په دریم پړاو کې وو او تمه کیدله چې ډیر ژر یي بازار ته وړاندې کړي.

 استرازینکا خپلې یوې شریکې امریکایي کمپنۍ ته ویلي دي چې د تجربې پر مهال د یوه داوطلب پر یوې نامعلومې ناروغۍ د شدید اخته کیدو له امله یي د دریم پړاو ازمایشې بهیر ځنډولی دی.

د کمپنۍ یوه ویاند د هیلت نیوز انټرنټ پاڼې ته وویل چې دا خبره معمول ده، کله چې په ازمایشي پړاو کې کومه ناروغي راڅرګندیږي آزمایشې بهیر درول کیږي، تر څو حفاظتي اړخونه یې و اروزل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) وایي چې په اوس وخت کې د کرونا ویروس د واکسین له پاره نږدې ۱۸۰ ډوله درمل تر ازمایش لاندې دي، خو د دغې ادارې په حواله د اصولو او قواعدو له مخې د روان کال تر پایه پورې د هر ډول یو واکسین چې هغه دې اغیزمن ثابت شي، د جوړیدو امکان ډیر لږ دی.

د روغتیایي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د کرونا ویروس په څیر وژونکې وبا د علاج له پاره یوه اغیزمن واکسین ته اړتیا ده. تر اوسه پورې په نړیواله کچه له دې وبا څخه ۲،۵ میلیونه انسانان اغیزمن شوي او شاوخوا یو میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په نړۍ کې د دوا جوړونې مختلفې لویې کمپنۍ په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره د کرونا له پاره واکسین جوړ او بازار ته یې عرضه کړي. خو د نړیوال روغتیاي سازمان په حواله هیڅ کومه کمپنۍ تر اوسه پورې په بشپړ ډول د ازمایش په مرحله کې کامیابه شوې نه ده.

درمل جوړونکو کمپنیو ژمنه کړې ده، تر هغې چې د واکسین د ټولو ازمایشي پړاونو تر بشپړولو وروسته مو د هغه د حفاظت او مصئونیت ډاډ نه وي ترلاسه کړې، تر هغې به له چارواکو څخه د هغې د جواز ترلاسه کولو کوښښ ونه کړو.

د روان کال په پیل کې د آمریکا د خوراک او درملو سازمان (FDA) د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره هایډروکسي کلوروکوئین په نوم درمل او د وینې پلازما د استعمالولو اجازه ورکړې وه، خو یو شمیر کارپوهانو د دې مخالفت ځکه کړی وو چې په خبره یې د دې درملو د مصئونیت د اغیزمنتوب په اړه کافي علمي شواهد نه شته. وروسته تر هغې (FDA) خپلې پریکړې بیرته واخیستلې.

سره له دې ټولو اندیښنو د روسیې او چین په څیر یو شمیر هیوادونو ځينې دواګانې جوړې کړي دي چې د کووید-۱۹ ناروغانو ته یې ورکوي. خو د روغتیا نړیوال سازمان دا ډول ټول درمل تر آزمایش لاندې نیولي دي.