په سپوږمۍ کې د تیلیفوني خدمتونو شبکه فعالیږي

پوهنه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې به په سپوږمۍ کې د لومړي ځل لپاره د تیلیفون یوه شبکه فعاله شي.

د تیلیفوني خدمتونو وړاندې کوونکي جرمني شرکت ووډافون، نوکیا او د موټر جوړولو شرکت اوډي ویلي دي چې دوی به په ګډه دغه ماموریت پرمخ بیايي.

په سپوږمۍ کې داسې مهال د تیلیفوني خدمتونو د فعالیت خبره کیږي چې د امریکا د فضايي ادارې فضانوردان ۵۰ کاله مخکې د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته ورسېدل

.

د ووډافون شرکت وایې د نوکیا شرکت ته یې سپارښتنه کړې چې شبکې لپاره داسې وسیله جوړه کړي چې وزن یې کم وي. دواړه شرکتونه د جرمني په برلین کې له یو بل شرکت سره په ګډه کارکوي چې دغه پروژه بشپړه کړي.

ټاکل شوې چې دغه وسیله به په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا له فلوريډا ایالت څخه په SpaceX Falcon 9 rocket باندې سپوږمۍ ته واستوي.

د پروژې یو مسئول وایي دوی غواړي چې په سپوږمۍ کې د اوس لپاره د 4G شبکه فعاله کړي ځکه د 5G شبکه تر ازمایښت لاندې ده او تر اوسه دا خبره کره نه ده چې په سپوږمۍ کې به کار ورکړي