د آوښتون رویا

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالعزیز پرهیز

دا یو خوب ؤ که رویا وه

را ترغاړې چې بېګاوه

تکه شنه ښکلې ورشو وه

راچاپېره چې تر غرو وه

ځمکه شنه په شنېلو وه

په پستو ورېښمین وښو وه

پاس يې ورېځې ګډېدلې

ملغلرې ورېدلې

د بیدیا مخ ګل ورین ؤ

ښې خوږې خوشبو وږمې وې

د عطرونو لخلخې وې

بخملي زرغون وښکوکی

د ښایست ښکلا شیبوکی

********

هغه ښکلې فرښته مې

ناسته خوا پورې خپه وه

ما ورو ورو پخلا کوله

په زاریو مې بلله

خو دا نه پخلا کېدله

لا سالو کې تاوېدله

********

ما وې ته زما لیلا يې

ته مې مینه تمنا يې

ته مې ژوند يې ته مې سا يې

ته لېمو ته مې رڼا يې

راشه راشه ګرانې راشه

را تر غاړې شه پخلا شه

********

دې وې! زه له تا بېزار یم

ستا له مینې توبه کار یم

ته بنده يې ته نوکر يې

ته مرید يې بې خبر يې

ستا په غاړه ځنځيرونه

ستا په پښوکې زولنې دي

ستا په سترګو کې پټۍ دي

تاو دې مغز نه هتکړۍ دي

ځه ورځه ته بندګي کړه

بل له پاره غلامي کړه

ته ربړېږه ته سوزېږه

پنډ په شا بل ته چلېږه

دوی دې ناست وي تل تر سیوري

نه دې خوځي نه دې خوري

خو بیا هم دوی دې چاغېږي

ستا په غوښو دې پړسېږي

ته لایق نه يې د مینې

ستا دي خوشې سړې وینې

لاس دې تش خېټه دې وږې

حق دې بل درنه خوړلی

په شتمن بډای وطن کې

ته ناروغ او وږی تږی

ګرځوې وچ سپېره پږې

پاڅې ودرېږه بېدار شه

خپل دښمن او دوست صحیح کړه

چې ترې غوښې پردو وړي

خپل هډوکي پوست صحیح کړه

ته لا ښکیل يې په وهمو کې

د ښکېلاک تورو پنجو کې

ګوره نور نړیوال څه کا؟

ټول ويښېږي اوچتيږي

د خپل ځان د ژغور دپاره

ستر بدلون وته ګواښېږي

پوی يې دغه بدأون څه دی؟

دا جګړه د زیار او زر ده

دا جګړه د خان نوکر ده

دا جګړه دپانګې کار ده

د نړۍ د ژغور دا لار ده

راشه ته هم څه هوښیار شه

دې جګړې ته راتیار شه

ښکاره ودېږه سنګر کې

د زیارکښو په لښکر کې

دا مورچل کړه ته پیاوړی

په خپل رزم يې کړه غښتلی

لاس اوچت د انتقام کړه

رانسکور دا زوړنظام کړه

دا نظام د ظلم او زور

دا دهرې بدۍ مور

********

زه په سوچ وم دې وینا ته

د محبوبې شور غوغا ته

دې کې سترګې مې په ځان شوې

په شلېدلي ګرېوان شوې

وې د تن جامې شلېدلې

څيرې ویرې ګرېدلي

نس مې هم نا کراري کړه

زما د ولږې شاهدي کړه

ما وې ستا وینا رښتیا ده

بالکل سیخه او صفا ده

دا صحیح ده خوار او زار یم

په ډير زیار کې هم ناچار یم

ځم ورځمه دغې جنګ ته

د زیارکښو ستر غورځنګ ته

چې ځان خلاص له بدمرغۍ کړم

له دې ستغې غلامۍ کړم

را رهي شوم بې له ځنډه

خپلې خونې ته په مونډه

خپله زنګ خوړلې توره

له لوګو چې وه بې نوره

تل په تیکې وه منډلې

پاس په چت کې وه ټمبلې

زر له تېکې مې بهر کړه

له خوښۍ مې لاس په سر کړه

هلته لیرې ول غږونه

ولولې او فریادونه

د لاسونو پړکها وه

فضا ډکه له غوغا وه

بوږنونکې انګولا وه

پارونکې غږېدا وه

دا آواز د پرګنو ؤه

د زیارګالو اولسو وه

له زړې وضعې ستومان ول

پارېدلي چې روان ول

ما هم ځان ورسره مل کړ

خوښ مې دا نوی تکل کړ

څوک سپین ږیري که ځوانان وه

ټول په زوږ مخ ته روان وه

د جذباتو له مستۍ نه

څوک په ځان نه پوهېدل

د وجود پرمخ وېښته

لکه غشي سيخېدل

********

هلته لرې د میرڅمنو

ټینګ ولاړ پوځ او لښکر

په راز راز نوو وسلو

ښه سمبال وه سراسر

وې توپکې او توپونه

ماشینګړې او ټینکونه

خو سپایان يې اجیران وو

د پیسو ټول نوکران وو

دلته وو لوڅ انسانان

هم نهر وږي ځوانان

ورسره وو پڅ لرونه

زړې تورې او تبرونه

یو نیم تن سره توپک ؤ

بې کارتوسو تش کوتک ؤ

خو يې لوړې حوصلې وې

وو دښمن پسې ګواښونه

بل لور چوپه چوپیا وه

کېدل تيښتې ته سوچونه

اخر دا له لوړ غږیز نه

دښمن ورکړلو اخطار

وې خواره شئ ځئ کورو ته

که نه مرئ به ټول یوار

ددښمن په دې ناره

سره لمبه ددې پاڅون

نوره هم په تودېدو شوه

یو ناڅاپه د تلو غږ شو

په دښمن د ختو غږ شو

********

دښمن هم امر د اور کړ

ټول ډګر يې لکه سکور کړ

********

له دې خوا هم ځغلېدل وو

غورځېدل او پاڅېدل وو

مخ په وړاندې ور دانګل وو

پرلښکرو ورختل وو

په ټېنکونو جګېدل وو

په توپونو پرېوتل وو

هيڅچا هڅه د شانه کړه

هی په وړاندې تېرېدل وو

********

سترګو رپ کې سور ډګر شو

رنګ په وینو لر او برشو

بیا څوک نه وو پښېمان

په غورځنګ وو زوړ او ځوان

********

چې اخر جنګ لاس په لاس شو

د برچې د تورې داس شو

غوڅول څيرل ځپل وو

په ډګر ساه ورکول وو

********

داسې وخت چې میرڅن

ټول په ماتې باندې سر وو

څوک په ټېښته تلو ډګر نه

څوک اسیر حال يې اوتر وو

په دې منځ کې دښمن خوانه

سره ګولۍ راغله هوا نه

مخامخ زما په ټير

شوله ښخه برابر

په شیبه کې ناکرار شوم

سم پرمځکه راغوځار شوم

د سرو وینو تودې دارې

مې له ټپه راوتلې

د سپېرو خارو پرمخ

هرې خواته بهېدلې

********

دې کې هغه محبوبا

هغه زما ښکلې لیلا

راته راغلله په منډه

په ژړنه شان موسکا

********

ما و اوس به هم خپه وي

ماته ستړې په ګیله وي

********

وې! چې اوس زما اشنا شوې

ستر اتل چې په رښتیا شوې

بیا يې کېښودل په مخ خپل

زما د وینو څو خالونه

ویلې! ګوره ګران اتله

له پخوا څومره ښایسته شوم

ستا د مینې پرښته شوم

دې لا کړې دغه خبرې

چې شو ډز ولېدله

غېږ په غېږ راسره جوخته

درز پرمځکه پرېوتله

********

********