د وطن درد

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د تیارو له خولې وتلې تور بلا ده

وير ماتم يې دی راوړی واويلا ده

په هر لاره او کوڅه  ولاړ دېوان دي

له سرو داړو، دار د وینو برالا ده

لوټ تالان يې پر هرڅه باندې ګډ کړی

دا غدۍ د ظلمتونو او جفا ده

له آسمانه هر شیبه ناورین ورېږي

د ملا په لاس وسله نن هره خوا ده

ښار او کلي يې تالان او وران ویجاړ کړل

دا د دین په نوم شعار پلمه د غلا ده

سلسلې د غم غزېږي پای يې نشته

له هر تورې بلا وتې تور بلا ده

نه عزت او پت خوندي دی نن دې ښار کې

د بې پتو واکداري څومره رسوا  ده

مایوسي او ناچاري ده چاره څه ده

بې وزلي او سر ساتل دلته سودا ده

د امید او د آرزو ډيوې ټول مړې شوي

د بمونو راکټو هرخوا غړمبها ده

 سترګې ډکې دي له اوښکو د هر چا نن

د چا مړه کور کې لمسۍ د چا انا ده

ډله ایزې دي وژنې رحم نشته

چا ویل دا زموږ تقدیر د خدای رضا ده

جهالت پښې ټينګ کړي  دي تیارې دي

لمر ته ګوره له غصې نن يې ژړا ده

په هر لور ې مرګ وژنې او ناورین دی

غلا، زنا ،تېری ، قتلونه ټول روا ده

تور لښکرې دي راغلي قلا ورانه

د پاسوال پر مورچلونو يې بلوا ده

د تیارو لښکر اخیستې مو رڼا  ده

دې جنت وطن ته ګوره کربلا ده

 *****

 دې حالاتو له وطن بې وطن کړم

دا په څه راکړې وخت لویه  سزا ده

مجبورۍ کړې ارادې زموږه ماتې

لوی پوښتنه نن د شتون او د بقا ده

ډکې سترګې ستا له غېږه تلم ژړل مې

د غم اوښکې تویول هم تسلا ده

تا دې اوښکې پټولې ما ليدلې

څومره ډکه دا نړۍ  له ډېر جفا ده

ته مجبوره وې او زه هم ډېر ترور وم

بې انصافه دا دنیا زما او ستا ده

د بېلتون او جدايۍ پر خط ولاړ وو

د بې وسو زړو ښيښه په ماتېدا ده

له بڼو دې د غمو باران روان ؤ

خو همت دې ډېر اوچت هم له حوا ده

تورو ورېځو کې ستا سترګې ډوبېدلې

پيلامه د بل شبخون نن او سبا ده

زړه دې ټول سوری سوری له نهېلۍ ؤ

ناچاري ده که که تقدیر کې دا روا ده
نن د شونډو رپېدا دې پټه نه وه

دا شیبه د برخه لیک زما او ستا ده

هره خوا د اور لمبې  دي او مرګې دی

سرو اورونو خوله پرانیستې ګوره بیا ده

ته د وخت د شرمخانو شور ماشور ته

ټینګ ولاړ يې ، دا زموږه اتکا ده
د ناولو ډېرانو تورو کارغانو

له چمنه ستا  اخیستې ټول ښکلا ده

 

******

تا د زړه په وینو ماته ژوند ون  راکړ

ستا ټپونو ته تل ځکه زما ژړا ده

زه  چې تلم ستا نهيلي او غم لېده ما

څه چاره ده دا د وخت سخته سزا ده

توفانو کې پاتې  ځانته تنها شوې

دغه لوبه د ژوندون ډېر نارواده

 ******

ته شوې پاتې هر توفان ته دې غېږ ورکړه

هسکه غاړه دې اوچته په رښتیا ده

تا خپل غېږ کې لالهاند بچي سمبال کړل
له هر لورۍ که پر تا برید او بلوا ده

ستا همت ته درناوي سرونه ټيټ دي

هېرول ستا یو شیبه لویه ګناه ده

ستا له غېږې جدايې او سفر ګران دی

لکه وتې له بدن د  سړي ساه ده

ورشو ګانې او درې دې پر ما ګرانې

ستا هر ګل د بیابان د غم  دوا ده
دا تور ورېځې چې باران د جهالت کړي
ستا خندا د تیارو زړه کې بس رڼا ده

 چې باران پر تا همېش د ظلمت اوري

ستا غیرت دی چې تیارو کې تل بريښنا ده
ته د هغو چې په نیمه لار يې پرېښوې
مینه ستا ټولو ته یو شان بې ریا ده

ستا تندی لا اوس هم ورین دی او ځلانده  
تا شیندلې غرو سرو نه خپل رڼا ده
ته د لمر د تودو وړانګو په شان تود يې

د غیرت لمبه دې لوړه له عنقا ده
ته اوچت د لوړ خېبر له لوړې سوکې

ستا غرور هم ډېر اوچته له سما ده
د امید  په ډکو سترګو را ته ګورې

پيلامه ستا د خوښۍ راځي سبا ده
اوس د غم سیوري ته پروت زموږ وطن دی
خلک ويښېږي به اخردا تمنا ده
زما اوښکې به تل ستا په بدرګه وي
زما مینه تا سره د ګل بورا ده

تل دې لوړ په ټول جهان او سمسور غواړم
خپلواکي او آزادي تمنا ده
تر وروستۍ سلګۍ به لاس در نه وانخلم

دا مې هوډ او اراده دا مې وینا ده
که څه هم هيلې تیارو دي ټول وژلي

تلوسه مې رسېدو ته د رڼا ده
د تیارو په دغه شاړه کرونده کې

زه ګلان کرمه هیله د سبا ده
آزادۍ نغمې به بیا پر وطن راشي

دغه هيله په وطن نن د هر چا ده
یوه ورځ به ته هم پورته دغه غږ کړې
چې زما او ستا د درد یوه دوا ده