د شیطان ورم

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالعزیز پرهیز

هغه له مودو څخه د انسان ترڅنګ پاتې شوی دی او خپله د انسان په وینا تل لکه

د سیوري له ده وړاندې یا وروسته روان وي

او په کړو وړو کې يې لاس وهنه کوي

ښه به ورته بد او بد به ورته ښه برېښوي

انسان دی نه شي لیدلی خو هغه يې ګوري

سره له دې چې له وګړو څخه ستغې سپورې آوري

خو هيڅ په مخ نه راوړي

او له انسان سره خپله ملګرتیا نه پرېږدي

له مودو راهیسې د وګړو رټلو ویناګانو دده خوا خورا نیولې وه

غوښتل يې یوه ورځ خپله چوپتیا ماته کړي او د زړه بړاس وباسي!

بالاخره دادی نن يې خپله ګنډلې خوله پرانیستله

او انسان ته يې وویل:

ای د خدای ددې ارت جهان تر ټولو لالهاند او لوغړن مخلوقه!

ستا وجود رښتیا هم د ډېرو متضادو  خویونو او خصلتونو پېچلې ګنډه ده

که له یوې خوا د عقل او وینا تر ټولو غوره او ناویاته شتمني ستا په خټو کې نغښتې ده.

له بلې خوا د کرکې، رخې او لويې د ناوړه ناروغیو ځاله هم ستا په تن کې اېښودل شوې ده،

کله ستا کاته او سوچ دومره حساس او ژور شي چې د ځمکې اوسیندونو په تل کې واړه بڅرې او ذرات دې له سترګو پټ نه پاتې کېږي.

کله هم دومره لنډ پاری او تنګ سترګی شې چې د خپلو پښو لاندې ځمکه نه وینې

او د خپلو ګټو په وړاندې خپل او پردي نه پېژنې

ستا زړه او ماغزه هېښونکی رغښت نه پېژني

د هغې پېچلتیا او ژورو ته زما زیرک فکر عاجز دی

ته خپلې چارې تل د نورو له لاس وهنې پرته مخته وړې

د ښو او جوړونکو چارو ویاړ تل د ځان بولې،

مګر د خپلو ناوړه او غلطو کارونو پړه په ما اچوې،

په دې توګه غواړې خپل ناولی لاس زما پر لمن پاک کړې

خو خدای شته چې اوس زه بېوزلی ستا د یوې ویجاړې له ځوابه نه یم،

او نه ستا په ښو بدو کې لاس وهلی شم،

اما کله چې ته ما په خپلو نادودو پړ وګڼې سر را باندې وچورلي

له ځانه سره وخاندم،

ووایم: د دروغجن دې مخ تور شي!

څنګه چې ته پرما لعنت وايې، داسې یو غوړ لعنت در باندې حواله کړم،

ځکه تا اوس په پوهه ، زېرګۍ او چالاکۍ کې زما لاسونه تر شا تړلي دي

زه ګورم او شاهد یم!

چې ته دا مهال داسې چارو ته لاس اچوې،

ما خو څه کوې: حتی زما د پلار او نيکه عقل ورته نه رسېږي،

تا د ځمکې پر مخلوقاتو سرګرځولی،

اوس د هسکونو پسې پښې لوڅې کړي دي،

يانې دغه وسایل او افزار چې تا جوړ کړي او ستا په واک کې دي

مخکې يې چا هډو خوب نه شو لیدلی،

زه او زما غوندې نور بره اوسېدونکي

ستا له اوسپنیزو او اوږدو لاسونو څخه خورا ډارېږو.

او ستا دغه ځواک ته ګوته په غاښ یو او دوه لاسي سلام درته کوو،

ما د دوزخ او جنت یوازې نوم آورېدلی ؤ!

دادی ته اخته يې دواړه جوړوې،

جنت د ښه او د ښېګڼې کار دی.

کېدی شي، موږ او نورو له پاره د هوسا او دمې ځای وي.

اما ستا له اورونو او دوزخونو نه توبه!

چې په یوه وړه غونډسکه کې دې ایسار کړی دی

خدای مه کړه که ستا د زیاتې غوښتنې او لويۍ شرمښان سر واخلي.

او ناببره دې ګوته د غونډسکې په ماشې ونښلي

نو بیا ننداره کوه!

دداسې دوزخونو خوله به بېرته شي چې لمبې به يې هرڅه لولپه کړي،

نه به بیا ته يې او نه به زه او نه به بل!

دغه ښکلې او سمسوره ځمکه چې هره ورځ ستا په سحرګرو مټو سینګارېږي

د خپلو ټولو ښایستونو سره د غونډسکو په اورونو کې ايرې شي

کله نا کله زړه راته وايې چې د شیطان ددغه لقب په پام کې نیولو سره

چې په ناحقه دې ماته راکړی،

تا تير باسم او دغه غونډسکه ستا په خپل لاسونو په تا وچوم،

خو بیا پښېمانه شم،

ددې وجه داده:

چې زه په خپله هم له دغو اورونو او دوزخونو څخه وېرېږم

هسې نه چې زه هم په کې سوکړۍ شم.

نو راشه د څښتن ومنه!!

له دغې اورلوبې څخه لاس واخله!

ستا په اند سره له دې چې زه شیطان (چوغلګر) یم

خو داسې لوی او ناپایه ناورین مې پر دې ځمکه او دهغې پر استوګنو نه لورېږي

که ما کله تاته کوم لمسون کړی وي!

هغه به خامخا ډېرو وړو ذاتي چارو کې  وه،

خو له بده مرغه کوم څه ته چې تا بډې وهلي دي،

دا بې چمه خطرناکه او زړه بوږنږنکی ناورین دی

راشه!

د ځان او جهان د ښېګڼې لپاره د خپل چوغلګر (شیطان) خواخوږي خبره ومنه!

دا غونډسکي منډسکي چې ته ورته (اتوم) وايې !

ښه په دمه او ډاډه زړه بې ضرره کړه!

یا چورلټ يې له منځه یوسه!

په دې ډول ځان او نړۍ له دغه ستر شر څخه وژغوره!

که څه هم ستا په اند شر زما کار دی،

مګر زه چې اوس ستا دغه ستر او عظیم شر ګورم او دهغې طاقت ته سوچ کوم له نوم شر څخه مې زړه تور دی

که ته زما دغه بلنه ومنې ، او ددغه ویجاړونکي شر لمنه ټوله کړې

زه چمتو یم چې تاته ستا دوه  ډېر ویجاړونکي او ورانکاره دښمنان در وپېژنم

دوی ستا په تن کې ځاله کړې او ته يې هيڅکله نه شې لیدلی او نه پوهېږې دوی څوک دي؟

دا دواړه ستا خپل ککړ خصلتونه یانې زیاتي غوښتنه او لويي دي!

په خوا یا اوس چې کومو بدو او ناوړه چارو له تا سر وهلی:

دا زما له اړخه نه، بلکې ددغو کرغېړنو لمسون دی!

دغو ناولو چې ستا په تن کې ځای نیولی، پټ په پټه ستا زړه او ماغزو ته ننوځي او په تا اغېزه پرې باسي.

تا هڅوي او وايي:

پاڅه! څله ، په دې لږو شتو او بډاینه بسینه کوې،

شابسې هرڅه ژر ځان غښتلی او ځواکمن کړه!

د نړۍ پر شتو خېټه واچوه نور او نور.... راغونډ کړه!

که څوک ستا ددې هڅو په وړاندې خنډ شي،

له منځه يې یوسه ، ووژنه، وسېزه او نشت يې کړه!

دوی دي چې تا دغو غونډسکو او د ډله ایزې وژنې نورو وسلو جوړولو ته هڅوي!

هوښیاره اوسه

د خپل تن دغه پټ میرڅمنان له ځانه لیرې وشړه!

که ستا نه مړېدونکې خېټه ځان له دې حریصو شرمخانو نه شي ساتلی!

او د خپلو هوسونو د ژورو کندو د ډکولو په خاطر تاته وسوسې در اچوي

 او تا د منځ تشو او پوچو غوښتنو اوچتو څوکو ته خېژوي!

او غواړي چې یوازې ستا غېږه دې د نړۍ له شتو چاپېره وي او نور دې هيڅ وي،

ومنه: دا شونې نه ده چې ته دې له دې لارې خپلو هوسونو او ارمانونو ته ورسېږې:

ځکه ته له نورو پرته په یوازيتوب او ځنګړتیا کې هيڅ يې!

 ستا ځواکمني په ټولنه کې د نورو ترڅنګ ده:

ته اوس هغه څوک نه يې چې په خوا وې!

ستا عقل او پوهه بلوغ ته رسېدلي دي او د ځوانۍ پړاونه وهي!

خپل مټ مه ماتوه!

سترګې بره ونیسه او پورته هسکونو ته پام واړوه!

هلته ددغه ګڼو ستورو او هسک لارو ترمنځ !

په سلګونو او زرګونو داسې ستوري موندلی شې چې د ځمکې غوندې خاوره ، اوبه او هوا ولري!

ته اوس ددغه کار له پاره لازمه پوهه او وسایل په واک کې لرې،

او یو بل ته په نژدې کېدو او پوهاوي کې يې لا پراخولی شی!

نوره زیاتي ددغو خطرناکو غونډسکو اور لوبه پرېږده!

او د ځمکې د ويش ورانونکې شخړې ته د پای ټکی کېده!

ځمکه یوازې د ځان له پاره نه!

بلکې د ټولو دپاره ومنه! دا کار به په هسکونو کې نویو ځمکو ته د رسېدلو ستا هاند او زیار لا ګړندی کړي!

په دې توګه و دې شي: چې ستا د لالهانده منډو ترړلو موخه تر لاسه شي!

او د خپلو سرسامه او لېونیو هوسونو او خوبونو تعبیر بیامومې،

او زه بې وزلی دې له خولې پرېوځم.